د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ورځ ګواښ وکړ، چې که تهران په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی د تګ راتګ لپاره بشپړ خلاص نکړي؛ نو د ایران د انرژۍ ودانیز بنسټونه به “له منځه یوسي”.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته په خپله ټروټ پاڼه کې لیکلي؛ باید په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی د تګـ راتګ لپاره خلاص کړي؛ که نه امریکا به د ایران ټول برښنا کوټونه له منځه یوسي.
د ټرمپ دا ضربالعجل به د امریکا د بریدونو ساحه هغو ودانیزو بنسټونو ته پراخه کړي، چې په ایران کې به ترې ورځنی ملکي ژوند اغېزمن شي.
د دې ګواښ وروسته د یکشنبې پر ورځ د «خاتم الانبیا» د پوځ مرکزي قومندانۍ په یوه خپور شوي پیغام کې څرګنده کړې، چې د ایران پر اړینو ودانیزو بنسټونو به هر ډول برید له سخت غبرګون سره مخ شي.
د یاد مرکز د ویاند په ټینګار کې راغلي: « که زمونږ د سون توکو او انرژۍ ودانیز بنسټونه پر نښه شي؛ نو په سیمه کې به د امریکا اړوند ټول د انرژۍ او معلوماتي ټکنالوژۍ ودانیز بنسټونه پر نښه کړو».
ایران ډېری کښتۍ د تنګي له لارې له تېرېدا څخه منع کړې دي؛ دا د اوبو یوه تنګه لار ده، چې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز د رسولو شاوخوا پېنځمه برخه ترې تېرېده، چې نړیوالو ته یې د انرژۍ ګواښ رامنځته کړی او په اروپايي کې یې د ګازو بیې تېره اوونۍ تر ۳۵سلنې لوړې کړې.
اسرائیلي چارواکو ویلي، چې ایراني ځواکونو د لومړي ځل لپاره اوږد واټن توغندي وویشتل، چې د منځني ختیځ هاخوا یې د بریدونو خطر پراخ کړ. ان په داسې حال کې، چې د ایران برید د اسرائیلو اټومي سایټ ته نږدې لسګونه خلک ټپیان کړل.
د اسرائیلو د پوځ مشر ایال ضمیر ویلي، ایران د هند په سمندر کې د ډیګو ګارسیا په سیمه کې د امریکا او بریټانوي پوځي اډې پر لوري دوه بالسټیک توغندي وتوغول، چې ۴۰۰۰ کیلومټره (۲۵۰۰ میله) واټن یې درلود.
د اسرائیلو پوځ ویلي؛ دا لومړی ځل دی، چې ایران د فبرورۍ پر اتهویشتمهمه د امریکا او اسرائیلو لهخوا د ایران د بریدونو له پیل راپدېخوا اوږد واټن توغندي کارولي دي.
ایال ضمیر د شنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: “دا توغندي د اسرائیلو د برید لپاره ندي. د دوی واټن د اروپا پلازمېنو ته رسیږي- برلین، پاریس او روم ټول د مستقیم ګواښ په ساحه کې دي.”
د بریټانیا دفاع وزارت یوې سرچینې ویلي، چې دغه برید د جمعې پر ورځ د ایراني توغندیو پر ځایونو د بریدونو لپاره امریکا ته د بریټانيا د پوځي اډو د کارولو د ځانګړي واک له سپارلو دمخه شوی و.
د روانې جګړې په بهیر کې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
په اسرائیلو کې د ایران پر بریدونو ۱۵ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ د امریکا د اهدافو په اړه متناقضې خبرې لري
ټرمپ او حکومت یې د څلور اونیزې جګړې په اوږدو کې د امریکا د اهدافو په اړه بېلابېل پیغامونه لیږلي، چې د امریکا متحدین یې د ځواب ویلو لپاره له ستونزو سره مخ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا سمندري ځواکونه او درندې کښتۍ سیمې ته روانې دي.
د صنعت او انرژۍ د مرکزونو د څرګندونو له مخې؛ د ایران د انرژۍ ترټولو لوی ودانیز بنسټونه تهران ته نږدې د دماوند برښناکوټ دی، چې (۲۸۶۸میګاواټه) ، د ایران په جنوب ختیځ کې د کرمان برښناکوټ (۱۹۱۰ میګاواټه) او په خوزستان ولایت کې د رامین بخار برښناکوټ (۱۸۹۰ میګاواټه) وړتیاوې لري.
د ایران په سویلي ساحل کې د بوشهر په سیمه کې د هېواد یوازنۍ اټومي کارخونه شاوخوا ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا تولیدوي.
ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې د ایران د برښنایي شبکې د ویجاړولو مفکوره راپورته کړه. په داسې حال کې، چې دې مفکورې ته یې لږ ارزښت ورکاوه.
ټرمپ د مارچ پر یوولسمه خبریالانو ته ویلي وه: “مونږ کولی شوو د دوی برښنایي وړتیاوې په یوه ساعت کې له منځه یوسو؛ خو بیارغونه به یې ۲۵ کاله وخت ونیسي، نو مونږ به دا کار ونکړو.”
د امریکا رای ورکوونکي اندېښمن ښکاري، چې جګړه پراخه کېدی شي او د انرژۍ بیو ټکانبښونکي انفلاسیون ته وده ورکوي، مصرف کوونکي او سوداګري سخته زیانمنوي. دا د ټرمپ لپاره یو لوی سیاسي مسوولیت؛ ځکه دی، چې هغه د نومبر له ټاکنو مخکې د جګړې توجیه کولو هڅه کوي، چې په کې د کانګرس څارنه له خطر سره مخ ده.
ټرمپ د ناټو متحدین هم د تنګي په خلاصولو کې د مرستې لپاره پر بزدلۍ تورن کړي دي.
ځینو متحدانو ویلي، چې دوی به یې په پام کې ونیسي؛ خو ډېری یې وايي، چې ټرمپ دا جګړه له دوی سره له مشورې پرته پیل کړې او ډېره لېوالتیا ورته نلري.
د ایران بریدونه سویلي اسرائیلو ته ورسېدل
د اسرائیلو پوځ د یکشنبې پر ورځ وویل، چې دوی پر سویلي اسرائیلو له بریدونو څو ساعته وروسته پر تهران بریدونه روان ساتلي.
د شنبې پر ورځ ناوخته، ایران د اسرائیلو پر جنوبي ښارونو دیمونا او آراد د توغندیو برید وکړ، چې په کې لسګونه کسان د ماشومانو په ګډون ټپیان شول. د ایران سپاه پاسداران د یکشنبې پر سهار په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دوی په سویلي اسرائیلو کې “پوځي ودانیز بنسټونه” او امنیتي مرکزونه پر نښه کړي دي.
د اسرائیلو د پوځ ویاند برید جنرال افي ډیفرین په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د هېواد هوایي دفاع فعاله ده؛ خو د بریدونو مخ یې نده نیولې. “مونږ به یې څېړنه وکړو.»