Connect with us

تازه خبرونه

د دوحې تړونوال دې پخپلو ژمنو عمل وکړي – د قطر امیر

خپور شوی

د

د قطر امیر په افغانستان کې ملي پخلاینه او بشري حقونو ته درناوی یوه اړتیا بولي او ټینګار کوي، چې د افغانستان انزوا د سیمې د هېوادونو په ګټه نده

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۷ سرمشریزې په لومړۍ ورځ یو شمېر ویناوال د افغانستان پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او بشري وضعیت راوڅرخېدل.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه ال ثاني ته اړینه ده، چې د دوحې د تړون لاسلیک کوونکي باید پخپلو ژمنو عمل وکړي؛ ځکه، چې د افغانستان انزوا د سیمې د هېوادونو په ګټه نده.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه ال ثاني وایي: د سیمه ییز امنیت لپاره مونږ له ټولو خواوو څخه غواړو، چې د دوحې د سولې بهیر لاسته راوړنې وساتي او ورته ژمن پاتې شي. په هوکړه کې ویل شوي، چې افغانستان د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نشي، دا کار هله کیدی شي، چې افغانان سولې او سوکالۍ ته ورسيږي. مونږ په پرلپسې ډول د ښځو د حقونو او د نجونو د کار او زدکړې د حق په ګډون د بشري حقونو پر اهمیت ټینګار کړی؛ دا ارزښتونه په افغانستان کې د تلپاتې سوکالۍ او ثبات ضمانت کوي. د ټولو برخو ترمنځ ملي پخلاینه په افغان ټولنه کې مهمه ده؛ مونږ د افغانستان د انزوا د پایلو په اړه وار د مخه  خبرداری ورکړی، چې پایلې به یې هر څه بدل کړي.

د آلمان لومړي وزیر له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې نکړي.

د آلمان لومړی وزیر اولاف شولز وایي: کله، چې طالبان په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کوي، باید چوپ پاتې نشو. د افغانستان خلک له اوږدو جګړو وروسته د هوسا او سوله ییز ژوند حق لري. دا زمونږ مسوولیت دی، چې د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړو.

د ترکیې ولسمشر په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ په وخت کې د مثبتو او هیله بښونکیو پرمختګونو د له رامنځته کیدو خبره کړې او ترې خوښ هم دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي: په تېرو ۵۰ کلونو کې افغانستان له ترهګرۍ او بېوزلۍ سره په مبارزه کې ښکېل دی او اوس هم له سخت کړاوه تېریږي. سرپرست حکومت( د افغانستان اسلامي امارت) باید د خپلو وګړیو د بنسټیزو حقونو د خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کړي. مونږ باور لرو، چې په افغانستان کې مثبت او هیله بښونکي پرمختګونه روان دي؛ مونږ به د خپلو افغان وروڼو او خویندو ملاتړ روان وساتو.

د قزاقستان ولسمشر ويلي؛ د افغانستان راتلونکې د یوه بې پرې او خپلواک هېواد په توګه له ګاونډیانو سره په سوله کې ویني.

د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف وایي؛ په الماتا کې د مرکزي آسیا  او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیمه ییز مرکز د افغانستان راتلونکی د یوه بې پرې ناپېیلي او خپلواک هېواد په توګه له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ویني. مونږ له افغانستان سره د مرستو د دوام په ګډون په هغه هېواد کې د ملت جوړونې په پېچلي بهیر کې ملاتړ ته هم دوام ورکوو!

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د نړۍ د څه باندې ۱۶۰ هېوادونو مشران د نړیوالو ستونزو او ننګونو او د هغوی د حل لارو په اړه خپل نظرونه څرګندوي.

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله

د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.

Published

on

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ خطرناک پړاو ته رسېدلی او دواړه خواوې باید د مرګونو بریدونو د مخنیوي لپاره ډیپلوماسۍ ته راستانه شي.

د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.

د دغې ارزونې له مخې؛ د دواړو خواوو ترمنځ د هوایي بریدونو او توپخانې تبادلې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ نازکې اړیکې له مستقیمو نښتو سره مخ کړي دي.

پاکستان پر افغانستان د وسلوالو ډلو؛ په ځانګړي توګه تحریک طالبان پاکستان ته د پناه ورکولو تور لګوي؛ هغه تور، چې کابل رد کړی دی.

دغه راز افغان چارواکو د پاکستان بریدونه له ملي حاکمیت سرغړونه بللې او هغه یې “نا توجیه کېدونکي” بللي دي.

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د دې رجحان دوام کولی شي د پراخې سیمه‌ییزې شخړې لامل شي؛ ځکه، چې په ځانګړي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري ژوره شوې ده.

دې ډلې ویلي، چې ټولې نښې نښانې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته نغوته(اشاره) کوي؛ خو پاکستان به د لوړ لګښت سره – سره له جګړې څخه لږ ګټه پورته کړي.

له پاکستان سره جګړې ممکن د اسلامي امارت لپاره ملاتړ زیات کړی وي، ځکه افغانان د ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شوي دي؛ خو دې پر نړیواله کچه افغانستان نور هم منزوي کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د امید پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د هوايي برید له کبله ۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.

Published

on

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوه‌یمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم له‌خوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.

دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.

د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې

د راپور له مخې: نبراس‌الحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.

Published

on

د آلمان ای‌آر‌ډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.

د راپور له مخې: نبراس‌الحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.

د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ​​ورته وخت کې د اسلامي امارت له‌خوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.

په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.

دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.

آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نه‌پېژني.

د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.

د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!