تازه خبرونه
د روغتیا نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې له ۱۰ میلیون یورو مرستې هرکلی وکړ
د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر تدروس آدهانوم ګیبریسوس د پنجشنبې پر ورځ ( د لړم ۴ ) افغانستان ته د اروپايي ټولنې له ۱۰ میلیون یورو مرستې هرکلی وکړ.
تدروس په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دا مرستې به د خواړو نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر ته اجازه ورکړي، چې له رواني روغتیا، مخدره توکو ناوړه ګټه اخیستنې درملنې او په افغانستان کې له زیان منونکیو خلکو په ځانګړي توګه له ښځو او نجونو ملاتړ وکړي او ځواکمنول یې زیاتوالی ومومي.
د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافیله ایودیس د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د روغتیا نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو له مخدره توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر ته به ۱۰ میلیون یورو یا ۱۰.۵ میلیون دالره اضافي بودجه ورکړي، چې په افغانستان کې د رواني روغتیا او د مخدره موادو د استعمال د اختلالاتو د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مرسته وکړي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازي لو دپینګ ویلي؛ په افغانستان کې د زیان منونکیو خلکو لپاره رواني روغتیا او د مخدره توکو د ناوړه ګټه اخیستنې، درملنې او بیارغونې خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې د اروپايي ټولنې ملاتړ اړین دی. د ۱۰ میلیون یورو دې اضافي تمویل زمونږ د پام وړ هڅې زیاتې کړي، چې د دې خلکو په منځ کې له موجوده رواني روغتیا، نشهیي توکو کارولو، د اختلالاتو له ننګونو سره مبارزه وکړي او مونږ ته دا وړتیا راکوي، چې دوی ته پاملرنه او ملاتړ چمتو کړو.
د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، افغانستان نږدې څلور ميليون د نشهيي توکو روږدي لري، چې د ټول نفوسو لس سلنه جوړوي.
په افغانستان کې د نشهيي توکو او جرمونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر استازې انوبها سود وايي، د اروپايي ټولنې نوې مالي مرسته په افغانستان کې د نشهيي توکو د کارونې او اړوند ناخوالو د مخنیوي لپاره ډېره مهمه ده.
تازه خبرونه
د مزارشریف د روضې د بیارغونې بېړنی پروګرام پیل شو
د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.
د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت څرګنده کړې، چې دې هېواد د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي ادارې(یونسکو) پر همکارۍ د مزارشریف ښار د روضې جومات د ژغورنې او بیارغونې بېړنی پروګرام پیل کړی، چې د وروستۍ زلزلې له کبله زیانمن شوی دی.
د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.
د یاد سفارت د څرګندونو له مخې، دا پروژه د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او د دې هېواد د تاریخي او فرهنګي آثارو د ژغورنې لپاره د ایټالیا او ملګرو ملتونو د ګډې ژمنې څرګندونه کوي.
د مزارشریف د روضې جومات د افغانستان له مشهورو تاریخي او مذهبي ودانیو څخه دی او هر کال د کورنیو او بهرنیو زرګونو زیارتکوونکو او سیلانیانو کوربه وي.
تازه خبرونه
د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۳۲۵ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: په روانه اوونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم په کې ول؛ د وخت له بېلابېل بند وروسته د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولډک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، له ۳۰۰ څخه ډېر افغان کډوال د پاکستاني زندانونو او بندخونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.
دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: په روانه اوونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم په کې ول؛ د وخت له بېلابېل بند وروسته د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولډک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، ۱۵۶ کسان د تورخم له لارې ننګرهار ولایت ته او ۱۶۹ نور د سپین بولډک له لارې کندهار ولایت ته دننه شوي دي.
وزارت زیاته کړې، راستانه شوي کسان د لېږد د آمریتونو له نوملیکنې او د همکارو بنسټونو مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
له څو وروستیو میاشتو راپدېخوا په پاکستان کې ګڼ افغان کډوال د قانوني استوګنې د اسنادو د نهلرلو یا د کډوالۍ اړوند ستونزو له کبله نیول شوي او وروسته افغانستان ته راستانه کړ شوي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
ټاکل شوې، چې لوبه د سیمې پر وخت د سهار پر ۱۰:۴۵ (د کابل پر وخت د غرمې پر ۱:۳۰) پیل شي؛ خو د پرلهپسې باران له کبله د پچې اچونې مراسم هم ترسره نهشول.
د چارشنبې پر ورځ د شمالي ایرلینډ په بریډي کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ یوورځنۍ سیالي له توپ غورځولو پرته؛ د پرلهپسې باران او د لوبغالي د نامناسبو شرایطو له کبله لغوه شوه.
ټاکل شوې، چې لوبه د سیمې پر وخت د سهار پر ۱۰:۴۵ (د کابل پر وخت د غرمې پر ۱:۳۰) پیل شي؛ خو د پرلهپسې باران له کبله د پچې اچونې مراسم هم ترسره نهشول.
د لوبې چارواکو د سیالۍ پیل وځنډاوه او د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې یې د لوبغالي وضعیت وارزاوه؛ خو په پای کې یې د غرمې پر ۱۲:۲۷ د لوبې د لغوه کېدا پرېکړه وکړه.
د دې لوبې لغوه کېدا دواړو لوبډلو ته د پېنځه یوورځنۍ سیالیو د لړۍ په پیل کې د اغېز ښودلو فرصت له منځه یووړ. دا سیالۍ د ایرلینډ د نوي روزونکي، ګري ویلسن تر مشرۍ لاندې د دې لوبډلې د نوي پړاو پیل هم بلل کېږي.
ټاکل شوې، چې دواړه لوبډلې د جمعې پر ورځ یو ځل بیا د بریډي کرکټ لوبغالي په دوهیمه یوورځنۍ سیالۍ کې سره مخامخ شي او د دې لړۍ پاتې درې لوبې به د بلفاسټ ښار په سټورمونټ کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان او ایرلینډ د یوورځنۍ سیالیو دا لړۍ د افغانستان پر کچه پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلوېزیون له لارې خپرېږي.
-
تازه خبرونه3 days agoد نورستان سیلابځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې
-
Opinion4 days agoد چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه
-
لوبی4 days agoد آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
-
تازه خبرونه2 days agoد سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نهشي کېدی ـ د امریکا محکمه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoټرمپ پر ایران نوی برید وځنډاوه
-
تازه خبرونه20 hours agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoچین او پاکستان د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
روغتيا4 days agoپه کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
