Connect with us

نړۍ

د رويترز يو خبريال په لبنان کې د اسرائيلو پر توغول شوي توغندي ووژل شو

خپور شوی

د

رویترز راپور ورکړی، چې د جمعې پر ورځ د لبنان په سویل کې د اسرائیلو پر توغندیزو بریدونو د دوی یو  انځور اخیستونکي خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.

په دې پېښه کې شپږ نور خبریالان ټپیان شوي دي.

د الجزیرې او فرانس پرس خبریالانو د اسرائیلو پولې ته څېرمه ( الما الشعب ته نږدې په هغه ځای کې ووژل شو، چې د اسرائیلي اردو او لبناني حزب الله ملیشو تر منځ د سرحدي نښتو ډزې تبادله کېړې) کار کاوه.

د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي د دې پېښې پړه پر اسرائیلو واچوله.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو استازي ګیلاد اردان د جمعې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وویل: دا ښکاره ده! مونږ هیڅکله نه غواړو یو ژورنالیست، چې خپله دنده ترسره کوي ووژنو او یا ډزې وکړو؛ خو تاسې پوهیږئ، چې مونږ د جګړې په حالت کې یوو، شونې ده، چې پېښه شي.

هغه زیاته کړې، چې اسرائیل به د دې پېښې په اړه څېړنې وکړي.

رویترز په یوه بیان کې ویلي، عصام عبدالله د خپرونې لپاره د ژوندۍ ویدیو د سیګنال ورکولو پر مهال وژل شوی دی. کمره د یوې غونډۍ پر لوري ګرزېدلې وه. کله، چې یوې لویې چاودنې کمره ولړزوله او هوا یې له لوګي ډکه کړه او چیغې یې واورېدل شوې.

رویترز ویلي: مونږ دا خواشینی خبر ترلاسه کړ، چې زمونږ انځور اخیستونکی عصام عبدالله وژل شوی دی. مونږ په عاجله توګه د نورو معلوماتو په لټه کې یوو، له ځایي چارواکو سره په خبرو کې یوو او د عصام د کورنۍ او همکارانو ملاتړي یوو.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ په دې پېښه کې طایر السوداني او ماهیر نازه پر نومونو د رویترز دوه نور خبریالان هم ټپیان دي او له روغتون څخه له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

نازه ويلي؛ رويترز او دوه نور خبري اژانسونو د اسرائيلو له‌خوا د توغندي د توغولو ویدیو اخیسته، چې يو يې عبدالله په داسې حال کې وواهه، چې هغه د ډلې نورو غړو ته نږدې پر ټيټ ډبرین دیوال ناست و. څو ثانیې وروسته، یو بل توغوندی د خبریالانو له‌خواپر کارېدونکي ولګېد او اور یې واخیست.

د فرانسې خبري سرچینې ویلي، چې د دوی دوه خبریالان هم ټپیان شوي دي.

د قطر الجزیرې تلویزیوني څانګې ویلي، چې په پېښه کې د دوی دوه خبریالان  ټپیان شوي، چې په ښکاره د خبریالانو په توګه پېژندل شوي وه. دې شبکې د دې پېښې پړه پر اسرائیلو واچوله او وایي، چې د دې جنایت تر شا ټول کسان ځواب‌ورکوونکي دي.

الجزیرې په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې: د خپرونو موټر په داسې حال کې تر برد لاندې راغی، چې خبري ډلې د نورو نړیوالو رسنیو له کارکوونکیو سره په هوکړه شوي ځای کې سره نږدې ول.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!