تازه خبرونه
د زعفرانو په کښت کي د پام وړ ډېروالی راغلی
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2015/07/زعفران.jpg)
د کرني او ماندارۍ وزارت وايي، په پام کې ده؛ د ټول هېواد په کچه پر هغو بزگرو، چې د زعفرانو کښت کوي ورته ته د یو سل و شپېته ټنو په اندازه د زعفرانو پیاز ورکړ شی.
د کرنی او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد وايي، تېر کال د هېواد له ۲۳ ولایتو نو څخه ۴۰۰۰ کیلو گرامه زعفران تولید شوي وه او ښایی په روان کال کې دا کچه نوره هم لوړه شوی .
نوموړی زیاتوي، د تولید شویو زعفرانو مارکیټ هم ښه دی.
د هغه په وینا؛ نږ دي څلورسوه ډبي یی څلورسوه بزگروته جوړی کړی، چې په کې نوی د زعفرانو کښت پیلید ونکی دی.
د هرات تر څن؛ د هېواد په شمال ولایت بلخ کي هم د زعفرانو محصولاتو کیفیت ښه شوی او په روان کال کې هم ښایي دا کچه ډیره لوړه شي )).
دغه وزارت په ډاگه کړې، چې د کمیت او کیفیت له پلوه د تېروکلونوپه پرتله د په زعفرا نو مخصولات معیاری شوي دي.
د دوی د معلومانو له مخې په ارو پا کې د ۳۷۰ هېوادونو د زعفرانو د محصولاتو ترمنځ لومړی مقام افغانستان خپل کړاومډال هم افغان زعفر انو ته ورکړ شو.
خبریال: اسلم حجاب.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2020/09/ATNNewsNewLogo2020.png)
تازه خبرونه
افغانستان چا ته د سفارت پرانستلو زارۍ نهکوي – ذبیح الله مجاهد
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/06/Mujahid.png)
د اسلامي امارت ویاند ويلي، افغانستان به له کوم هېواده ونهغواړي، چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
ذبیح الله مجاهد په یوه ویډیویي پیغام کې ټینګار کړی؛ هرهېواد د امریکا په ګډون کولی شي په کابل کې له کوم خنډ پرته د خپل سفارت پرانیسته وکړي. ټول هېوادونه، چې غواړي په کابل کې خپل سفارت فعال کړي او له ډیپلوماټیکو لارو دې له اسلامي امارت سره په اړیکه کې شي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې دا مهال په کابل کې له شپاړس ډېر سفارتونه فعال دي او امنیت یې هک خوندي دی.
مجاهد په دې اړه ویلي: د سفارتونو پرانیستل د هېوادونو له خپلې پرېکړې سره تړلي؛ افغانستان په دې برخه کې هیچا ته زارۍ نهکوي. که دوی وغواړي، چې خپل سفارت فعاله کړي؛ افغانستان هیڅ خنډ نلري او امنیت ورته هم خوندي شوی دی. اوسمهال په کابل کې د ۱۶ هېوادونو سفارتونه لرو، چې ټول فعال دي او کومه ستونزه نلري.
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د سیمې او نړۍ هېوادونه کولی شي د فشار د انتخاب پر ځای له افغانستان سره د تعامل لار غوره کړي.
هغه ټینګار کړی: هغه څه، چې مونږ یې د فشار په توګه وینو او یا اورو؛ هغه څه دي، چې هدف ته نه رسېږي. د افغانستان خلک به فشار ته تسلیم شوي هم ندي. دا غوره ده، چې همغږي او تعامل وي.
له درې کلونو څخه په لږ وخت کې هیڅ هېواد د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته حاضر شوی ندی؛ خو د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره یو شمېر هېوادونو اړیکې نیولې او په بهر کې ۳۸ سیاسي استازولۍ د بهرنیو چارو وزارت لهخوا رهبري کیږي.
د ۲۰۲۱ میلادي کال له سیاسي بدلون راوروسته یو شمېر هېوادونو په کابل کې د خپلو سفارتونو فعالیت ودراوه او دا مهال یو شمېر نورو هېوادونو په قطر کې د افغانستان لپاره خپل سفارتونه فعال کړي دي.
تازه خبرونه
تر اوسه د سمنټو د استخراج او تولید درې تړونونه تر سره شوي – کانونو وزارت
د دغه وزارت چارواکو همداراز ټینګار کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د لوګر، جوزجان او سمنګان ولایتونو د سمنټو د درې لویو کانونو د استخراج چارې هم د تړونونو له لارې پیل شي.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/06/Cement.jpg)
د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت ويلي؛ تر اوسه په هرات، پروان او کندهار ولایتونو کې د څه باندې پېنځه سوه میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت د سمنټو د استخراج او تولید د درې کانونه تړونونه تر سره شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، هېواد به د سمنټو په تولیدي برخه کې پر ځانبسیا شي.
د دغه وزارت چارواکو همداراز ټینګار کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د لوګر، جوزجان او سمنګان ولایتونو د سمنټو د درې لویو کانونو د استخراج چارې هم د تړونونو له لارې پیل شي.
د اقتصاد وزارت چارواکو هم ويلي؛ هڅه کوي، چې د لویو اقتصادي او بېخبنایي پروژو له پلي کېدا سره د بېوزلۍ کچه راکمه او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د اقتصادي چارو شنونکی وايي، چې په افغانستان کې د سمنټو د تولید او پروسس له پیلېدا سره به د اقتصاد د ودې ترڅنګ زرګونه مساتو ته د کار زمینه برابره شي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال افغانستان د اړتيا وړ سمنټ له پاکستان او ايران څخه واردوي.
اړوند خبرون:
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
یو ترکي شرکت د یتیمتاق پر سمنټو پانګونې ته چمتووالی څرګند کړ
تازه خبرونه
د نظام په ساتنه او تینګښت کې د خلکو همکاري ډېره مهمه ده – رییس الوزراء
وموړي له خلکو وغوښتل، چې له اسلامي امارت او نظام سره نوره خواخوږي او همکاري وکړي، د بیارغونې په پروژو او اقتصادي پروګرامونو کې ونډه واخلي او له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/06/222.jpg)
د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په خپل اختر پیغام کې د هېواد له خلکو وغوښتل، چې له اسلامي نظام ملاتړ وکړي؛ ځکه د نظام په ساتنه او ټینګښت کې د خلکو ملاتړ اړین دی.
ملا محمد حسن اخوند ویلي: خلکو ته زما پیغام دا دی، چې له خپل اسلامي نظام څخه ټینګ ملاتړ وکړي، په ښو کارونو کې له مسوولینو سره همکاري وکړي، ځکه د نظام په ساتنه او ټینګښت کې د ولس همکاري ډېره اړینه ده.
نوموړي د اسلامي امارت له چارواکو هم وغوښتل، چې له خلکو دې خپله مرسته نه سپموي.
هغه له مسلمانانو په تېره بیا له حاجیانو وغوښتل، چې د فلسطین خلکو ته دعا وکړي او له فلسطینیانو سره پر پیوستون او مرستې یې هم ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د ملا محمد حسن اخوند خبرې راخیستي، چې ویلي یې دي: هغه پر امنیتي ځواکونو او د امارت پر ټولو ادارو غږ کړی، چې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې له اسلامي امارت او نظام سره نوره خواخوږي او همکاري وکړي، د بیارغونې په پروژو او اقتصادي پروګرامونو کې ونډه واخلي او له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
دغه راز په پخواني حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم له خلکو غوښتي، چې د افغانستان د خلکو ملي ګټو، ملي یووالي، قومي، مذهبي او کلتوري تنوع ته دې درناوي او پاملرنه وکړي، چې د سولې او سولهییز ژوندانه زمینه برابره شي.
عبدالله عبدالله د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې د افغانستانآابادي او پرمختګ په یووالي، همکارۍ او د ټولو هېوادوالو لپاره د تعلیم او کار د مشروع حقونو په برابرولو کې نغښتی دی.
نوموړي په دغه پيغام کې د افغانستان له خلکو سره د نړيوالو ټولنو د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
دې ته ورته نور خبرونه:
شتمن هېوادوال دې د خوراکي توکو بیې راټیټې او له بېوزلو سره مرسته وکړي – رییس الوزراء
اسلامي امارت امنیت خوندي کړی او د دښمنانو د شومو پلانونو مخه یې نیولې – ملا محمد حسن آخوند
-
لوبی4 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
کابل زلمی د کابل کرکټ غوره لیګ د دوهیم پړاو اتلولي خپله کړه
-
لوبی3 days ago
حضرت الله ځاځي د مجیب الرحمن پر ځای په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې لوبیږي
-
تازه خبرونه2 days ago
پاکستان د اختر او محرم په ورځو کې پېښور ته د افغانانو پر راتګ بندیز ولګاوه
-
نړۍ2 days ago
د غزې په سویل کې ۸ اسرائيلي پوځیان ووژل شول
-
روغتيا5 days ago
تېر کال څه باندې ۱۶۰ زره واحده وینه راټوله شوې – روغتیا وزارت
-
تازه خبرونه2 days ago
د جرمني پولیسو یو افغان له برید وروسته پر ډزو وواژه
-
تازه خبرونه5 days ago
په کابل کې د سړک غاړې خوړو په اړه ځانګړی راپور