Connect with us

سوداگري

د سره زرو بیه د هر اونس په بدل کې له ۴۶۰۰ ډالرو واوښته

دا بدلون د جیوپولیټیکي کړکېچونو له زیاتېدا او د امریکا د مرکزي بانک د رییس جروم پاول او ډونالد ټرمپ ترمنځ د اختلاف له کبله رامنځته شوی دی.

خپور شوی

د

د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي دوه‌ویشتمه ) د سرو زرو بیه د لومړي ځل لپاره د هر اونس په بدل کې له ۴۶۰۰ ډالرو واوښته او سپینو زرو هم یو نوی تاریخي ریکارډ ثبت کړ.

دا بدلون د جیوپولیټیکي کړکېچونو له زیاتېدا او د امریکا د مرکزي بانک د رییس جروم پاول او ډونالد ټرمپ ترمنځ د اختلاف له کبله رامنځته شوی دی.

د KCM Trade شرکت د بازار لوړپوړي شنونکي ټیم واټرر ویلي، چې د بېلابېلو عواملو ټولګه؛ د ایران وضعیت، د امریکا د شوني برید شونتیا او د مرکزي بانک د رییس د یوې جنایي قضیې تر تمرکز لاندې راتلل د سرو زرو د بیو د لوړېدا سبب دی.

د بشري حقونو بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د ایران د اعتراضونو، تاوترېخوالي او ناآرامیو له کبله تر دې دمه له ۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

دغه راز تهران ګواښ کړی، چې که د ټرمپ له‌خوا پر دې هېواد د نوو ګواښونو عملي کېدا پیل شي؛ نو په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې پر نښه کړي.

جروم پاول د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې نوموړی د ټرمپ له‌خوا د کانګرس پر وړاندې د شهادت له کبله پر جنایي تعقیب ګواښل شوی دی.

د پاول د څرګندونو له مخې؛ دا هڅه پر مرکزي بانک د نور ډېر فشار لپاره یوه پلمه ده، چې له کبله یې د سود کچه راټیټه د ډالر ارزښت کمزوری شوی دی.

د قیمتي فلزاتو په بازار کې د سپینو زرو بیه ۴.۱ سلنه لوړه شوې او د هر اونس په بدل کې ۸۳.۲۰ ډالرو ته ورسېده. همدارنګه پالاټین ۳.۴ سلنه وده وکړه او پالاډیوم هم په همدې کچه لوړ شو او د هر اونس بیه یې ۱۸۷۷.۹۶ ډالرو ته ورسېده.

سوداگري

هندي کارپوهانو افغانستان ته پر هوایي صادراتو ټینګار څرګند کړ

په دې غونډه کې د امرتسر هوايي ډګر مشر ویلي، چې تېر کال د همدې هوايي ډګر له لارې یوازې ۹۷۲ ټنه صادرات او ۲۳۶ ټنه واردات شوي، چې دا د هوايي ډګر د ظرفیت پر پرتله ډېر لږ دي.

Published

on

هندي کارپوهانو د امرتسر د سیمه‌ییزې شورا د صنعت په کنفډراسیون کې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د سیمې د چټکې اقتصادي ودې لپاره افغانستان ته د کرنیزو محصولاتو پر هوايي صادراتو ټینګار کړی دی.

په دې غونډه کې د امرتسر هوايي ډګر مشر ویلي، چې تېر کال د همدې هوايي ډګر له لارې یوازې ۹۷۲ ټنه صادرات او ۲۳۶ ټنه واردات شوي، چې دا د هوايي ډګر د ظرفیت پر پرتله ډېر لږ دي.

د متحده عربي اماراتو لپاره د هند پخواني سفیر ناوډیپ سوري د امرتسر- کابل – دوبۍ د سوداګریز دهلېز د جوړولو وړاندیز وکړ او څرګندوي، چې منظمې الوتنې کولی شي سوداګري زیاته کړي.

د کارګو د یوه شرکت مسوولانو ویلي، چې که د ګمرکي چارو بهیر چټک شي او مناسبې الوتنې موجودې وي؛ نو دوی کولی شي هره اوونۍ له ۱۵۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ ټنو پورې توکي ولېږدوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په نومبر کې د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اعلان وکړ، چې د هند او افغانستان ترمنځ به د هوايي ټرانسپورټ خدمتونه ډېر ژر بېرته پیل شي.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان الفلاح بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه پای ته رسوي

د پاکستان ورځپاڼې بزنس ریکارډر راپور ورکړی؛ ټاکل شوې، چې غضنفر بانک د الفلاح بانک شتمني وپېري.

Published

on

الفلاح بانک د پاکستان یو لوی سوداګریزو بانک ویلي، چې په افغانستان کې یې د خپلو فعالیتونو د درولو په بهیر کې نوی پرمختګ کړی دی.

د پاکستان ورځپاڼې بزنس ریکارډر راپور ورکړی؛ ټاکل شوې، چې غضنفر بانک د الفلاح بانک شتمني وپېري.

د پاکستان سوداګریز راپورونه ښیي، چې دا بانک د سې‌شنبې پر ورځ د پاکستان (PSX) ته د دې موضوع په اړه خبر ورکړ.

د پاکستان مرکزي بانک (SBP) غضنفر بانک ته د اصولي منظورۍ اجازه ورکړې، چې د لازمې څېړنې (Due Diligence) بهیر پیل کړي او د افغانستان مرکزي بانک هم ورته اجازه ورکړې ده. له همدې کبله الفلاح به غضنفر بانک ته اجازه ورکړي، چې دغه بهیر پر مخ یوسي.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان د سوداګرۍ خونې له افغانستان سره د سوداګریزو دروازو پر بیا پرانستلو ټینګار وکړ

جنید الطاف د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د اجرائي کمیټې په غونډه کې ویلي؛ دا مهال له پاکستان – افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پورې تړلي له ۱۲ زره څخه زیات کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي او سوداګر اړ دي، چې ډېر لوړ لګښتونه پرې کړي.

Published

on

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر جنید الطاف خبرداری ورکړی، چې له افغانستان سره د لارو او دروازو اوږدمهاله تړل کېدا سوداګرو ته ستر مالي زیانونه اړولي او دوه‌اړخیزه او ټرانزیټي سوداګري یې پوره ګډوډه کړې ده.

جنید الطاف د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د اجرائي کمیټې په غونډه کې ویلي؛ دا مهال له پاکستان – افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پورې تړلي له ۱۲ زره څخه زیات کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي او سوداګر اړ دي، چې ډېر لوړ لګښتونه پرې کړي.

په دې غونډه کې سوداګرو ویلي، چې د دروازو او لارو تړل کېدا د فاسدېدونکو توکو صادرات زیانمن کړي، بې‌کاري یې زیاته کړې او د ډیورنډ کرښې ته نږدې هغو ټولنو ته یې جدي ټولنیزې ـ اقتصادي ستونزې پیدا کړي، چې ژوند یې تر ډېره پر سوداګرۍ ولاړ دی.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ هره ورځ د کانټینرونو د بند پاتې کېدا له کبله میلیونونه ډالر له منځه ځي. په داسې حال کې، چې د کانټینرونو په بانکي ضمانتونو او امنیتي سپماوو کې میلیارډونه پاکستانۍ روپۍ کنګل پاتې دي.

د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی؛ دا ستونزه باید د خبرو اترو له لارې حل شي او د دواړو غاړو له چارواکو یې وغوښتل، چې دوه‌اړخیزه او ټرانزیټي سوداګري بېرته پیل کړي، چې د نورو دېرو اقتصادي زیانونو مخه ونیول شي.

د یادونې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري شاوخوا درې میاشتې مخکې د دواړو لوریو ترمنځ د خونړیو نښتو له کبله درېدلې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!