لوبی
د سريلانکا تیکشانا به د ټپ له کبله د اسيا کپ په وروستۍ لوبه کې نهوي
د سریلانکا لوبډلمشر داسون شاناکا د شنبې پر ورځ تائید کړه، چې ماهیش تیکشانا به د ټپ له کبله د هند پروړاندې د اسیا جام په وروستۍ سیالۍ کې له ګډون بې برخې وي.
د فرانسې خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ۲۳ کلن تیکشانا د پاکستان پر وړاندې د څلورو غوره سیالیو په پړاو کې پر زنګانه ټپي شو. سریلانکا دا لوبه وګټله او د یکشنبې پر ورځ یې پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
شاناکا په کولمبو کې د اتلولۍ د سیالۍ په څنډه کې خبریالانو ته وویل: نوموړی نهشي کولی په دې لوبو کې برخه واخلي؛ ځکه، چې د هغه ټپ درېیمه درجه دی؛ خو نړیوال جام سیالیو کې به ګډون ولري.
تیکشانا په پېنځه لوبو کې اته ویکتې واخیستې.
د سریلانکا کرکت بورد ویلي، چې تیکشانا تر درملنې لاندې دی او تکړه توپ وهومنکی ساهان اراچیګه به له لوبډلې سره یوځای شي.
سريلانکا او پاکستان په ګډه د دې سياليو کوربه و. سریلانکا د يوې کمزورې لوبډلې په توګه دې سياليو ته لار پيدا کړه؛ خو بریالی شو، چې د يوولسم ځل لپاره د اسيايي جام پايلوبې ته لار پيدا او د اووم ځل لپاره د اتلولۍ د ګټلو چانس خپل کړي.
دې هېواد د افغانستان پر وړاندې له پر زړه پورې بریا سره غوره څلور لوبډلو ته لاړ پیدا کړه او سره له دې، چې د هند پر وړاندې یې ماته وخوړ؛ خو بیا هم په غوره څلور لوبډلو کې یې خپل ځای وساته.
شاناکا ویلي: لوبغاړي واقعاً غواړي، چې هېواد ته خدمت وکړي. مونږ د یوه تیم په توګه کمزوری یوو، مونږ هم لکه نور غواړو، چې په لویو پړاوونو کې لوبه وکړو. دا ځوانان باید نړۍ ته وښيي، چې دوی څومره وړتیاوې لري.
وروستۍ لیدنه مه هیروئ!
په ټول هېواد کې به د کرکت مینهوالو ته آریانا تلویزیون د یکشنبې پر ورځ ( د وږي ۲۶ ) د ماسپښین له ۱:۳۰ بجې څخه په ژوندۍ بڼه د دوه لوبډلو زړهراکښونکې وروستۍ ( فاینل) سیالي خپروي.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه1 day agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ9 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
