Connect with us

تازه خبرونه

د سولې لپاره طالبانو یو ګام هم ندی پورته کړي – وحید عمر

خپور شوی

د

 د ولسمشرۍ د عامه او ستراتیژیکو اړیکو د ادارې مشر نن ( د سلواغې ۱۱) یوې خبري ناستې ته د طالبانو پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی او وایي، چې د طالبانو لخوا داسې کوم ګام ندی پورته شوی، چې سولې ته د دوی اراده وښیي.

دی وایي، چې د  څو سیاستوالو تر منځ به د معاملو پر بنسټ سوله تلپاتې نه وي.

هغه په دې اړه ویلي؛ مونږ چمتو یو، چې د سولې په بهیر کې قرباني ورکړو. په دې شرط، چې بهیر ډیموکراټیک او د افغانستان مشر د ټاکنو له لارې رامنځته شي.

نوموړی وایي؛ طالبان باید داسې طرحې مطرح نکړي، چې مخکې له دې په افغان تاریخ کې غندل شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغان حکومت په تېرو دوه کلونو کې د سولې د بهیر پر لوري شپږ څرګند ګامونه اخیستي؛ خو په وینا یې طالبانو یو کوچنی ګام هم ندی پورته کړی. د نویو شرایطو د وړاندې کولو بر ځای دې پخوانۍ ژمنې پلې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دواړه لوري پړتیا پر یو او بل اچوي خبرې یې ناندیزې کړي؛ طالبان د اشرف غني پر ځای د یوه بل کس واک ته رسېدل غواړي؛ خو اشرف غني لنډمهاله حکومت د وینو تویېدو پیلامه بولي او نه یې مني.

ولسمشر غني وایي: مونږ باید د ټاکنو پر نېټه هوکړه وکړو، چې د واک د لېږد مشروع لار ده، مونږ انتقالي دولتونه درلودل، چې د وینو توېیدنو سبب شول.

 په همدې حال کې کارپوهان وایي چې د طالبانو او حکومت لخوا ځان لوړ حسابول به د سولې بهیر په مطلق ډول له ناکامي سره مخامخ کړي. طالبانو ویلي چې که غني له واک لرې شي، حاضر دي له نوې ادارې سره خبرې وکړي، خو ولسمشر غني وایي چې لنډمهاله اداره تباهي او وراني را منځته کوي.

کارپوهانو ویلي، چې د دواړو لوریو لخوا د سولې په بهیر کې ځان لوړ حسابول دې بهیر ته خطرناک دی او ښایي د بهیر د ناکامي سبب شي.

د کابینې پخوانی غړی  علي احمد عثماني ویلي؛ ارګ نور باید متقاعد شي؛ لنډ مهاله حکومت له ښه یا بده مرغه رامنځاته کېدونکی دی. زما پر اند لنډ مهاله حکومت له ادغامي حکومته غوره دی او ښه والی هم لري،         

د ولسمشر پخوانی سلاکار  طارق فرهادي ویلي؛  په افغانستان کې د جګړې د د ښکېلو لوریو لپاره نړیواله پخلاینه اړینه ده. تر هغې، چې دواړه لوري له جګړې ځانغوښتنې تېر نشي؛ په افغانستان کې سوله ناشونې ده.        

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر ندي  او د ملکي تلفاتو عواقب د همدوی پر غاړه دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده  ناجیه انوري وایي: زمونږ بل اړخ تر دې دمه خبرو ته چمتو شوی ندی او د جګړې د زیانونو او تاوتریخوالي له رامنځته کیدو هم اوږه نشي ایستلی او هسې به د سولې بهیر وځنډوي.                         

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار هم په یوه ټویټ کې ویلي، چې لنډ مهال حکومت د افغانستان په چارو کې پردیو هېوادونو ته د دایمي لاسوهنو زمینه برابروي.

تازه خبرونه

سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

Published

on

د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمال‌الدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې پانګونه ونه‌کړي.

دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمه‌ییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.

چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.

د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.

د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.

چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.

محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د دې ټولنې د تماس ډلې غونډه به د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شي.

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

د غونډې موخه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ترمنځ د نظرونو همغږي او د دغه هېواد د وضعیت په تړاو د ګډ دریځ پیاوړتیا بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې به د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ غونډه هم ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزیرانو په دې کلنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ پر مهمو موضوعاتو سربېره د افغانستان وضعیت او له دغه هېواد سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشي.

د اسلامي همکاریو ټولن د افغانستان د وضعیت په اړه د تماس ډله کې د غړیو هېوادونو استازي شامل دي او دغه ډله د افغانستان اړوند د بحثونو او د نظرونو د همغږۍ لپاره جوړ شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!