تازه خبرونه

د شانګهای همکاریو ټولنې دوه ورځنۍ سرمشریزه په مسکو کې ترسره شوه

پاکستان د افغانستان ثبات د سیمه‌ییز امنیت لپاره اړین وباله او هند وویل، چې له افغانستان سره به خپلې بشري مرستې روانې ساتي.

Published

on

په مسکو کې د شانګهای همکاریو ټولنو مشرانو دوه ورځنۍ غونډه په داسې حال کې ترسره شوې، چې د پاکستان او هندوستان چارواکو د خپلو ویناوو لویه برخه افغانستان ته ځانګړې کړې ده.

پاکستان د افغانستان ثبات د سیمه‌ییز امنیت لپاره اړین وباله او هند وویل، چې له افغانستان سره به خپلې بشري مرستې روانې ساتي.

دا غونډه د روسیې لومړي وزیر پیل کړه او په کې د هند، پاکستان او چین په ګډون د شانګهای ټولنې غړو هېوادونو چارواکو ګډون کړی و.

د پاکستان لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق‌ ډار د خپلې وینا یوه اړینه برخه افغانستان ته ځانګړې او داسې څرګنده کړه؛ د دې هېواد امنیت د ټولې سیمې لپاره ډېر اړین دی.

نوموړی وایي: « د تلپاتې اقتصادي پراختیا ترلاسه کول د سیمې له سولې او امنیت پرته ناشوني دي. په افغانستان کې د ثبات ټینګول زمونږ د سیمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره اړین دي. پاکستان اوس هم د یوه سوله‌ییز، باثباته، یو موټي او هراړخیز پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی؛ یو داسې افغانستان، چې له خپل ځان او له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې وي».

دغه راز د هند بهرنیو چارو وزیر د شانګهای د غړو ترمنځ د بشري، کلتوري او اقتصادي همکاریو پر اړتیاوو ټینګار وکړ او وایي، چې هند سږکال د افغانستان په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د سرطان درملنې تجهیزات، واکسینونه او روغتیايي مرستې چمتو کړې دي.

د هند بهرنیو چارو وزیر اس جی‌شنکر وایي: « د افغانستان د وروستیو زلزلو پر مهال زیانمن شویو سیمو ته پر همغه ورځ زمونږ بېړني مرستندویه توکي ورسېدل. د پېښو پر وړاندې زمونږ د مقاومت لرونکو بېخبناوو ابتکار هم د پام وړ دی.»

دا سیمه‌ییزه غونډه په داسې حال کې ترسره شوې، چې د اوسني افغان حکومت هیڅ استازی ورته بلل شوی ندی. که څه هم افغانستان او منګولیا په شانګهای همکاریو ټولنه کې د څارونکو هېوادونو په توګه منل شوي؛ خو د اسلامي امارت استازی له تېرو څلور کلونو راپدېخوا په دې غونډو کې غیر حاضر دی.

کارپوهان وايي، چې د شانګهای همکاریو ټولنې په غونډو کې د افغانستان ګډون د امنیت، اقتصاد، ټرانزیټ، پانګونې او ډیپلوماټیکو اړیکو لپاره اړین دی.

 که څه هم د دې ناستې کوربه روسیې اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی او له دې مخکې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي داسې ټینګار کړی و: په ټولو هغو غونډو کې، چې د روسیې پر کوربتوب تر سره کېږي؛ د افغانستان استازی به په کې وي، خو تر اوسه د اسلامي امارت د استازي د نه ګډون لامل روښانه شوی ندی.

Trending

Exit mobile version