سیمه ییز خبرونه

د غير مسوولو وسلوالو شتون د مرستو رسوونكيو په وړاندې ستره ننگونه ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سرې مياشتې چارواكي وايي:

د افغانستان د جغرافياوي ستونزو تر څنك يو شمېر غير مسوول ولسوال هم د دوى د كارنو پر وړاندې ستونزې جوړوي.

بل خوا د سره صليب نړيوالې كميټي چارواكي هم د دولت له وسلوالو مخالفينو څخه د ملاتړ غوښتنه كوي او وايي، چې د سرې مياشتې كاركوونكيو ته دې گواښونه نه جوړوي.

د سره صليب د نړيوالې كميټي غړيو د دغه بنست د يو سلو پنځوسمې كليزه په مراسمو كې د دولت له ټولو مخالفو وسلوالو ډلو وغوښتل، چې  د دغه بنسټ د مرستې رسونې له بهير څخه ملاتړ وكړي.

په افغانستان كې د سره صليب ريس گرادو پونتر اندولفي د خپلو كاركوونكيو د مرگ و  ژوبلې په اړه اندېښمن دى او وايي، چې زمونږ كاركوونكي د بې طرفه انسانانو په توگه په سره صليب كې كار كوي، چې خلكو ته مرستي ورسوي.

نوموړي ټينگار وكړ، چې:

په جگړو كې له بشري حقونو سرغړونه نه يوازې ملكي وگړيو ته زيان رسوي، بلكې د دغه بنسټ رضاكاران هم له گواښونو سره مخ كوي. سره مياشت هم د پېښو قربانيانو ته د خيريه مرستو له رسولو پرته بله موخه نه لري، خو تل د دغه بنسټ د كاركوونكيو د مرگ و ژوبلې څخه خبريږو.

يو شمېر هغه وگړي، چې د پېښو قربانيان دي د دغه بنسټ د مرستې رسونې له بهير څخه سرټكوي .

د سرې مياشتې سكرتر جنرال محمد امين ديندار د هېواد په يو شمېر سيمو كې غير مسوول وسلوال د مرستې رسونې د بهير له پاره يو گواښ بولي.

د سره صليب نړيواله كميټه په ۱۸۶۳م كال كې د هانري دونالت له خوا جوړه شوه، چې شاوخوا يو سل و پنځوس كاله يې په ټولنه نړۍ كې خيريه فعاليتونه تر سره كړي دي. دغه بنست اوس مهال په بېلابېلو هېوادونو كې شاوخوا ۱۸۷ دفترونه لري.

Trending

Exit mobile version