تازه خبرونه
د لاهور سترې محکمې د طب ۱۳ افغان زدهکړیالانو د ایستلو پرېکړه وځنډوله
دا پرېکړه قاضي خالد اسحاق د یو شمېر زدهکړیالانو، چې صبیحه دفتاني او وحیده اسد رسول هم په کې دي؛ د عریضې له څېړلو وروسته صادره کړې ده.
د پاکستان د لاهور سترې محکمې په یوه لنډمهاله حکم کې چارواکو ته امر کړی، چې د پنجاب ایالت له طبي پوهنځیو څخه د ۱۳ افغان زدهکړیالانو له ایستلو ډډه وکړي.
دا پرېکړه قاضي خالد اسحاق د یو شمېر زدهکړیالانو، چې صبیحه دفتاني او وحیده اسد رسول هم په کې دي؛ د عریضې له څېړلو وروسته صادره کړې ده.
دغو زدهکړیالانو په خپله عریضه کې له طبي پوهنځیو څخه د دوی د ایستلو اړوند پرېکړې ننګولې دي.
په قضیه کې ویل شوي، چې افغان زدهکړیالان د پنجاب په بېلابېلو طبي پوهنځیو کې پر زدهکړو بوخت دي او یو شمېر یې د طب د زدهکړو په څلورمو او پېنځمو کلونو کې دي.
محکمې د پاکستان د روغتیايي علومو له پوهنتون، د پاکستان له طبي او غاښونو شورا او اړوند طبي پوهنځیو هم غوښتي، چې په راتلونکې غونډه کې د دغې قضیې په اړه خپل ځوابونه وړاندې کړي.
دا حکم په داسې وخت کې صادر شوی، چې د پاکستان د افغان طبي زدهکړیالانو برخلیک له نامعلوم حالت سره مخ دی. تېره میاشت هم د لاهور سترې محکمې افغانستان ته د افغان طبي زدهکړیالانو د ستنولو د پرېکړې پلي کېدا ځنډولې وه.
د نوي حکم له مخې، دغه ۱۳ افغان زدهکړیالان به د قضیې له څېړنې او د اړوند چارواکو د ځوابونو ترلاسه کېدا پورې له طبي پوهنځیو څخه له ایستل کېدا خوندي وي.
تازه خبرونه
اروپايي ټولنې له افغانانو سره پر روان ملاتړ ټینګار وکړ
اروپايي ټولنې ویلي، چې له ۱۹۹۴ز.کال راپدېخوا یې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارډ یورو بشري مرستې کړې دي، چې ۳۲۰ میلیون یورو یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ځانګړې شوې دي.
اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د درېیمې کمیټې په غونډه کې له افغانانو سره د مرستو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د ماموریت او د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکولو د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
اروپايي ټولنې ویلي، چې له ۱۹۹۴ز.کال راپدېخوا یې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارډ یورو بشري مرستې کړې دي، چې ۳۲۰ میلیون یورو یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ځانګړې شوې دي.
دې ټولنې په پای کې د ښځو او ځوانانو د حقونو د ساتنې او د هېواد د برخلیک په ټاکلو کې د هغوی د ګډون لپاره د نړیوالو لارو چارو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له دې مخکې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو تامین د پخوا پر پرتله اوس د شریعت په چوکاټ کې ښه تامین شوی دی.
تازه خبرونه
تحول: له روسي پلوه ځواکونو سره یو ځای کېدا ته لېوالتیا
تازه خبرونه
د افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان افسي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه
دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او آرمان افسي له لومړیو دقیقو خپله برلاسي وښوده.
آرمان افسي د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په دوهاویاومه لوبه کې ۵ – ۱ عمر ځواک ته ماتې ورکړه.
دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او آرمان افسي له لومړیو دقیقو خپله برلاسي وښوده.
ډامولا ایسیولووا آکاني په اتمه دقیقه کې د آرمان افسي لومړی ګول وواهه او پیمان سلطاني هم په لسمه او اتلسمه دقیقه کې دوه ګولونه ووهل، چې له دې سره آرمان افسي درې ګوله مخکې شو.
محمد نوروزي د لومړۍ نیمایي په اضافي وخت کې د عمر ځواک لپاره یو ګول وواهه او لومړۍ نیمایي د آرمان افسي پر ګټه ۳ پر ۱ پای ته ورسېده.
په دوهیمه نیمایي کې آرمان افسي خپل بریدونه روان وساتل او شکرالله کوهي د اضافي وخت په لړ کې د خپلې لوبډلې څلورم ګول وواهه. فردین عزیزي هم د اضافي وخت په پنځمه دقیقه کې د آرمان افسي پنځم ګول وواهه، چې لوبه د دې لوبډلې پر ګټه ۵ پر ۱ پای ته ورسېده.
پیمان سلطاني، چې په دې لوبه کې یې دوه ګولونه وهلي وه، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
آرمان افسي به په راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پر یودېرشمه له عینو مېنه کندهار سره مخ شي او عمر ځواک به د نومبر پر دوهیمه له طوفان هرات سره لوبه وکړي.
د افغانستان اتلانو لیګ روښان د شپږم پړاو ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.
-
لوبی4 days agoفضلالحق فاروقي په نړیوال۲۰آوریز لیګ کې د داوطلبۍ ریکارډ مات کړ او له اماراتو سره یوځای شو
-
تازه خبرونه3 days agoد سعودي، ایران، پاکستان او ترکیې اتحاد د افغانستان د ستونزو په اواري کې مرسته کولی شي
-
نړۍ4 days agoحوثیانو د سعودي عربستان د ریاض پر هوايي ډګر او د تېلو تاسیساتو له بریدونو خبر ورکړ
-
تازه خبرونه3 days agoامریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولیږدوي – بلومبرګ
-
لوبی3 days agoآریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶ داکار ځوانانو المپیک سیالۍ خپروي
-
لوبی5 days agoعینو مېنه عمر ځواک ته ۵ پر ۴ ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان، پاکستان او ایران په سرحدي سیمو کې د کوکنارو کښت پراخ شوی – راپور
-
لوبی4 days agoآرمان افسي د خراسان فاریاب لوبډلې ته درې پر یو ماتې ورکړه
