تازه خبرونه

د لاهور سترې محکمې د طب ۱۳ افغان زده‌کړیالانو د ایستلو پرېکړه وځنډوله

دا پرېکړه قاضي خالد اسحاق د یو شمېر زده‌کړیالانو، چې صبیحه دفتاني او وحیده اسد رسول هم په کې دي؛ د عریضې له څېړلو وروسته صادره کړې ده.

Published

on

د پاکستان د لاهور سترې محکمې په یوه لنډمهاله حکم کې چارواکو ته امر کړی، چې د پنجاب ایالت له طبي پوهنځیو څخه د ۱۳ افغان زده‌کړیالانو له ایستلو ډډه وکړي.

دا پرېکړه قاضي خالد اسحاق د یو شمېر زده‌کړیالانو، چې صبیحه دفتاني او وحیده اسد رسول هم په کې دي؛ د عریضې له څېړلو وروسته صادره کړې ده.

دغو زده‌کړیالانو په خپله عریضه کې له طبي پوهنځیو څخه د دوی د ایستلو اړوند پرېکړې ننګولې دي.

په قضیه کې ویل شوي، چې افغان زدهکړیالان د پنجاب په بېلابېلو طبي پوهنځیو کې پر زده‌کړو بوخت دي او یو شمېر یې د طب د زده‌کړو په څلورمو او پېنځمو کلونو کې دي.

محکمې د پاکستان د روغتیايي علومو له پوهنتون، د پاکستان له طبي او غاښونو شورا او اړوند طبي پوهنځیو هم غوښتي، چې په راتلونکې غونډه کې د دغې قضیې په اړه خپل ځوابونه وړاندې کړي.

دا حکم په داسې وخت کې صادر شوی، چې د پاکستان د افغان طبي زده‌کړیالانو برخلیک له نامعلوم حالت سره مخ دی. تېره میاشت هم د لاهور سترې محکمې افغانستان ته د افغان طبي زده‌کړیالانو د ستنولو د پرېکړې پلي کېدا ځنډولې وه.

د نوي حکم له مخې، دغه ۱۳ افغان زدهکړیالان به د قضیې له  څېړنې او د اړوند چارواکو د ځوابونو ترلاسه کېدا پورې له طبي پوهنځیو څخه له ایستل کېدا خوندي وي.

Trending

Exit mobile version