نړۍ
د لبنان حزب الله له اسرائیلو سره د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز ومانه
هغه د امریکا دغه وړاندیز د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو اړینه هڅه یاده کړې ده.
یوه لوړپوړي لبناني چارواکي رویټرز خبري سرچینې ته ویلي، چې د لبنان حکومت او حزب الله له اسرائیلو سره د اوربند لپاره د امریکا له وړاندیز سره موافقه کړې؛ خو د منځپانګې په اړه ځینې وړاندیزونه لري.
هغه د امریکا دغه وړاندیز د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو اړینه هڅه یاده کړې ده.
اسرائیلو تر اوسه د دې خبر په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.
پر لبنان د اسرائیلي پوځ پراخ بریدونه روان دي او تر اوسه دغه جګړه په لبنان کې د څو زره کسانو د وژل کېدو او د بیروت له جنوب او شاوخوا سیمو څخه د شاوخوا یو نیم میلیون خلکو د بې ځایه کېدو لامل شوې هم ده.
د لبنان پارلمان د مشر نبيه بري مرستیال علي حسن خلیل ویلي، هېواد یې په لبنان کې د امریکا سفیر ته خپل لیکلي ځواب وړاندې کړی دی. همدا راز د سپینې ماڼۍ سفیر آموس هوکشتاین هم د خبرو اترو د دوام لپاره بیروت ته تللی دی.
آموس هوکشتاین د اسرائیل او لبنان ترمنځ یو امریکایی منځګړی دی. هغه يهودي دی او د قدس په ښار کې زېږېدلی دی. له دې مخکې د آموس هوکشتاین پر منځګړیتوب لبنان او اسرائیلو د سمندري سرحدونو د ټاکلو لپاره بریالي غیر مستقیم مذاکرات ترسره کړل. دا خبرې اترې د دې لامل شوې، چې د اسرائیلو او لبنان تر منځ سمندري پولې وټاکل شي.
له دې مخکې د لبنان حزب الله منلې وه، چې د شیعه ډلې او د لبنان د پارلمان مشر نبيه بري به د حزب الله پر استازیتوب خبرې اترې کوي.
خلیل رویټرز ته ویلي: لبنان خپل نظرونه په بیروت کې د امریکا سفیر ته په یوه یاددښت کې وړاندې کړي دي.
هغه د جزئياتو له ورکولو ډډه کړې؛ خو څرګندوي: ټول هغه نظرونه، چې مونږ وړاندې کړي؛ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ١٧٠١ نمبر پرېکړه ليک له ټولو جزئياتو سره سمون خوري.
د امنیت شورا ۱۷۰۱ پرېکړه لیک په ۲۰۰۶ کال کې د لبنان د حزب الله او اسرائیلو تر منځ پخوانۍ جګړه پای ته ورسوله.
په دې پرېکړه لیک کې ټینګار شوی، چې حزب الله باید د لبنان او اسرائیلو په سرحدي سیمه کې تر لیطاني سینده (جنوبي لبنان) پورې پوځي حضور ونلري. دا په دې معنی ده، چې د لبنان او اسرائیلو تر منځ له پولې څخه ۳۰ کیلومټره واټن دی.
خلیل د اسرائیلو او لبنان ترمنځ د اوربند لپاره د امریکا لخوا وړاندیز شوي پلان ته په نغوته کې ویلي، چې د دې نوښت بریالیتوب اوس له اسرائیلو سره تړاو لري. که اسرائيل د حل لار نه غواړي؛ نو سل ستونزې رامنځته کولی شي.
رویټرز لیکي، چې اسرائیلو مخکې ویلي وه، چې له اسرائیلو سره د لبنان په پولو کې د حزب الله نظامي ځواکونو او د حزب الله د وسلو د شتون له کبله د ۱۷۰۱ پرېکړه په سمه توګه پلي شوې نده.
لبنان هم پر اسرائیل تور لګوي، چې د دغه هېواد په فضا کې ناقانونه الوتنې کوي.
د لبنان د پارلمان مشر خلیل دستیار زیاته کړې: اسرائیل هڅه کوي، چې خبرې اترې د اور لاندې راولي او پر مونږ فشار راوړي.
هغه په بیروت او د هغې پر جنوبي سیمو (ضاحیه) د اسرائیلو د بریدونو زیاتوالي ته نغوته وکړه، چې د حزب الله د فعالیتونو مرکز دی.
د لبنان له حزب الله وروسته امل غورځنګ د لبنان تر ټولو مهمه شیعه ډله ده. که څه هم د حزب الله د پراخو فعالیتونو کچه له امل سره د پرتلې وړ نده..
نړۍ
ټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا حکومت د ټرمپ طلایي کارت نومی د ویزې یو داسې پروګرام پیل کړ، چې بهرنیانو ته به په دې هېواد کې د یو میلیون ډالرو د ورکولو په بدل کې د دایمي استوګنې د تر لاسه کولو اجازه ورکړي.
د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.
د پړاوونو له ترسره کولو وروسته د ویزې غوښتونکي باید “شنه کارت” ته ورته؛ په امریکا کې د ژوند او کار اجازې ته د ویزې د ترلاسه کولو لپاره ۱ میلیون ډالر ورکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “دا په اصل کې شین کارت دی؛ خو ډېر غوره، ډېر ځواکمن او ډېره پیاوړی لار. د لارې جوړول یوه اړینه مسئله ده؛ باید د منلو وړ خلک اوسئ”.
د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک وایي، چې شاوخوا ۱۰ زره کسانو د طلایي کارت د ترلاسه کولو لپاره نوملیکنه کړې او تمه ده، چې نور به هم دا کار وکړي.
لوټنیک رویټرز ته ویلي: “زه تمه لرم، چې د وخت پر تېرېدا به زرګونه کارتونه وپلورو او میلیارډونه ډالر راټول کړو.”
لوټنیک ویلي، چې د طلایي کارت پروګرام به هغه کسان امریکا ته راولي، چې اقتصاد ته ګټه ورسوي.
د ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر وړاندې پراخه مبارزه پیل کړې ده. امریکا سلګونه زره کسان، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې ول؛ له هېواده ایستلي او د قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره یې بېلابېل ګامونه پورته کړي دي.
لوټنیک یادونه کوي؛ د طلایي کارت یوه شرکتي نسخه هم شته او شرکتونو ته اجازه ورکوي، چې د ۲ میلیون ډالرو پر سپارلو یې د هر کارمند لپاره ترلاسه کړي.
نړۍ
د امریکا په کنټاکي پوهنتون کې د ډزو له کبله دوه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ د امریکا د کنټاکي ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له کبله یو زدهکړیال وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی.
ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.
دغه پېښه د سېشنبې پر ورځ د کنټاکي ایالت په مرکز فرانکفورت ښار کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د یوه وسلهوال د شتون په اړه لومړني راپورونه خپاره شول. پولیسو چټکه هڅه تر سره کړه؛ شکمن ونیول شو او سیمه یې خوندي کړه.
نیویارک ټایمز د پوهنتون د ویاند د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ شکمن کس زدهکړیال نه و، خو دواړه قربانیان د پوهنتون زدهکړیالان دي. ډزې د زدهکړیالانو د استوګنې له ودانې بهر ترسره شوې دي.
کنټاکي پوهنتون د تورپوستو لپاره د امریکا یو تاریخي ښوونیز مرکز ګڼل کېږي، چې شاوخوا ۱۷۰۰ زدهکړیالان لري. په دې اړه تر دې دمه نور جزئیات خپاره شوي ندي؛ خو ویل کېږي، چې وروسته به رسمي اعلامیه خپره شي.
د فرانکفورت پولیسو د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې؛ خو وایي جنایي څېړنې روانې دي، چې د پېښې انګېزه او څرنګوالی معلوم شي.
نړۍ
په کالیفورنیا کې ۱۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
دا پېښه د شنبې پر ورځ له ماسپښین وروسته ۶ بجې د لوسیل سړک په ۱۹۰۰ بلاک کې رامنځته شوې ده.
امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د کالیفورنیا ایالت د سټاکټون ښار د آیسکریم په یوه پلورنځي کې پر ډزو ۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
دا پېښه د شنبې پر ورځ له ماسپښین وروسته ۶ بجې د لوسیل سړک په ۱۹۰۰ بلاک کې رامنځته شوې ده.
چارواکو ويلي؛ د پېښې لومړنۍ څېړنې ښيي: شونې ده، چې دا ډزې هدفي وي او پولیس د ټولو ممکنه انګېزو په لټه کې دي. د پېښې بشپړ جزئیات اوس هم تر څېړنې لاندې دي.
د ښاروال مرستیالې جیسن لی ویلي: “د آیس کریم پلورنځي باید داسې ځای نه وای، چې کورنۍ په کې ګواښ احساس کړي.”
د کالیفورنیا د بېړنیو خدماتو دفتر څرګنده کړې، چې دوی له سیمهییزو ځواکونو سره پر ګډه وضعیت څاري.
چارواکو له خلکو غوښتي، چې که دوی د پېښې په اړه کوم معلومات ولري؛ نو له چارواکو سره دې اړیکه ونیسي، چې دوی وکولی شي په دې اړه خپلې څېړنې روانې وساتي.
-
نړۍ4 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
-
نړۍ5 days agoد امریکا په کنټاکي پوهنتون کې د ډزو له کبله دوه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد آیاسآی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو
-
تازه خبرونه1 day agoڅار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
