سیمه ییز خبرونه

د معلولينو او شهيدانو په قانون كې راوستل شوي تعديلونه دې توشيح شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرگې د شهيدانو اومعلولينو كميسيون رييس له ولسمشرحامد كرزي وغوښتل، چې:

د شهيدانو اومعلولينو قانون په توشيح به د دوى د كورنيو ستونزې يو څه راكمې شي.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي:

د معلولينو او شهيدانو د كورنيو د معاش لپاره څلور ميليارد و دوه سوه ميليون افغانۍ ځانگړې شوي، چې كه ورته په پام كې نيول شوي حقوق زيات شي؛ نوډېرې پانگې ته به اړتيا وي.

د دسمبردرېيمه د معلولينو نړيواله ورځ ده. دا ورځ په كابل كې د دوشنبې په ورځ(د ليندۍ۱۳) د يوې غونډې په ترڅ كې ونمانځل شوه.

يوشمېرمعلولين دا يو نمايشي كارگڼي او وايي:

موږ په خپل ژوندانه كې له گڼو ستونزو سره مخ يو؛ دولت مو د ستونزو په حل كې عملي گام نه دى اخيستى، خو يوازې ژمنې كوي.

د كاراو تولنيزو چارو وزارت وايي، چې:

له خپلو امكاناتو سره سم مو يو شمېرمعلولينو ته كورونه وېشلي او دا لړۍ روانه ده.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال واصل نور مومند وايي:

اوس د كال څلورميليارد  او دوه سوه ميليون افغانۍ د معلولينو حقوق وركوي، چې كه يې په معاشونو كې زياتوالى راشي؛ نو د ډېرې پانگې لرلو ته به مو اړتيا زياته شي.

نوموړى زياتوي:

د معلولينو د ستونزو د حل  لپاره مو شپږ ستراتيژيكې برنامي په پام كې نيولې دي.

د ولسي جرگې د شهيدانو او معلولينو كميسيون رييس عالمي بلخي وايي:

د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان كې د معلولينو شمېر ډېر، خو معاشونه يې لږ دي.

هغه ټينگار كړى، چې:

ولسي جرگې د شهيدانو او معلولينو په قانون كې يو لړ تعديلات راوستي، چې له مخي يې  ټولو معلولينو ته يوشان امتيازاو د ځمكي وړيا وېش په پام كې نيولى او ولسمشر ته د توشيح په موخه استول شوى دى.

كليپ…….  دولسي جرګې د شهيدانو او معلولينو د كميسيون رييس  عالمي بلخي

د كار او تولنيزو وزارت وايي په ټول افغانستان كې  يو ميليون معلولين شته چې  يوازي ۸۴زره  له دوى سره ثبت اوټاكلى  معاش وركول كيږي .

Trending

Exit mobile version