سیمه ییز خبرونه
د معلولينو او شهيدانو په قانون كې راوستل شوي تعديلونه دې توشيح شي
د ولسي جرگې د شهيدانو اومعلولينو كميسيون رييس له ولسمشرحامد كرزي وغوښتل، چې:
د شهيدانو اومعلولينو قانون په توشيح به د دوى د كورنيو ستونزې يو څه راكمې شي.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي:
د معلولينو او شهيدانو د كورنيو د معاش لپاره څلور ميليارد و دوه سوه ميليون افغانۍ ځانگړې شوي، چې كه ورته په پام كې نيول شوي حقوق زيات شي؛ نوډېرې پانگې ته به اړتيا وي.
د دسمبردرېيمه د معلولينو نړيواله ورځ ده. دا ورځ په كابل كې د دوشنبې په ورځ(د ليندۍ۱۳) د يوې غونډې په ترڅ كې ونمانځل شوه.
يوشمېرمعلولين دا يو نمايشي كارگڼي او وايي:
موږ په خپل ژوندانه كې له گڼو ستونزو سره مخ يو؛ دولت مو د ستونزو په حل كې عملي گام نه دى اخيستى، خو يوازې ژمنې كوي.
د كاراو تولنيزو چارو وزارت وايي، چې:
له خپلو امكاناتو سره سم مو يو شمېرمعلولينو ته كورونه وېشلي او دا لړۍ روانه ده.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال واصل نور مومند وايي:
اوس د كال څلورميليارد او دوه سوه ميليون افغانۍ د معلولينو حقوق وركوي، چې كه يې په معاشونو كې زياتوالى راشي؛ نو د ډېرې پانگې لرلو ته به مو اړتيا زياته شي.
نوموړى زياتوي:
د معلولينو د ستونزو د حل لپاره مو شپږ ستراتيژيكې برنامي په پام كې نيولې دي.
د ولسي جرگې د شهيدانو او معلولينو كميسيون رييس عالمي بلخي وايي:
د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان كې د معلولينو شمېر ډېر، خو معاشونه يې لږ دي.
هغه ټينگار كړى، چې:
ولسي جرگې د شهيدانو او معلولينو په قانون كې يو لړ تعديلات راوستي، چې له مخي يې ټولو معلولينو ته يوشان امتيازاو د ځمكي وړيا وېش په پام كې نيولى او ولسمشر ته د توشيح په موخه استول شوى دى.
كليپ……. دولسي جرګې د شهيدانو او معلولينو د كميسيون رييس عالمي بلخي
د كار او تولنيزو وزارت وايي په ټول افغانستان كې يو ميليون معلولين شته چې يوازي ۸۴زره له دوى سره ثبت اوټاكلى معاش وركول كيږي .
سیمه ییز خبرونه
د سپاه پاسدارانو د استخباراتو رییس ووژل شو
دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدا سره هممهاله راپورونه ښیي، چې د امریکا او اسرائیلو په ګډ هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسدارانو د استخباراتو مشر سید مجید خادمي وژل شوی او ایراني سرچینو هم دا خبر تائید کړی دی.
دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
راپورونه ښيي، چې دې هېواد د بریدونو اووهپنځوسمه څپه پیل کړې ده.
تل ابیب هغه سیمه شمېرل شوې، چې څانګیزو بمونو له ټولو ډېره ځپلې او په اوسیدونکو کې یې وېره رامنځته شوې ده. د حیفا، پتح تیکوا ښارونه او د لویدیځې غاړې ځینې برخې هم پر نښه شوې دي.
راپورونه ښیي، چې د ایران پر تهران، بوشهر او اهواز ښارونو بریدونه شوي. په داسې حال کې، چې ایران د بغداد او سلیمانیې امریکایي اډې پر نښه کړې دي.
دغه راز اسرائیلو په لبنان کې د بیروت او نبطیه پر اړوند سیمو بریدونه کړي دي.
ویل کیږي، چې د متقابلو بریدونو په سیمه کې د پراخو شخړو اندېښنې زیاتې کړې دي.
سیمه ییز خبرونه
په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا لهخوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»
د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.
د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوهیم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.
د ایران د ادعا په اړه د امریکا لهخوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اتهویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنهیي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچاخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد کابل پر نوښت د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي خبرو لومړۍ غونډه جوړه شوه
-
تازه خبرونه3 days agoکابل د منځنۍ آسیا او افغانستان د مشورتي خبرو کوربتوب کوي
-
نړۍ3 days agoټرمپ په ایران کې د دوهيم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستاني رژیم په بریدونو کې سلګونه کسان «شهیدان» او زرګونه نور بېځایه شول
-
تحول4 days agoتحول: په منځني ختیځ کې د جګړې اوږدېدا
-
تازه خبرونه23 hours agoایران او امریکا د خپلې جګړې په نوي کړکېچن پړاو کې د پېنځه اوونیو اوربند ته هیله من شول