تازه خبرونه
د نظام په ساتنه او تینګښت کې د خلکو همکاري ډېره مهمه ده – رییس الوزراء
وموړي له خلکو وغوښتل، چې له اسلامي امارت او نظام سره نوره خواخوږي او همکاري وکړي، د بیارغونې په پروژو او اقتصادي پروګرامونو کې ونډه واخلي او له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په خپل اختر پیغام کې د هېواد له خلکو وغوښتل، چې له اسلامي نظام ملاتړ وکړي؛ ځکه د نظام په ساتنه او ټینګښت کې د خلکو ملاتړ اړین دی.
ملا محمد حسن اخوند ویلي: خلکو ته زما پیغام دا دی، چې له خپل اسلامي نظام څخه ټینګ ملاتړ وکړي، په ښو کارونو کې له مسوولینو سره همکاري وکړي، ځکه د نظام په ساتنه او ټینګښت کې د ولس همکاري ډېره اړینه ده.
نوموړي د اسلامي امارت له چارواکو هم وغوښتل، چې له خلکو دې خپله مرسته نه سپموي.
هغه له مسلمانانو په تېره بیا له حاجیانو وغوښتل، چې د فلسطین خلکو ته دعا وکړي او له فلسطینیانو سره پر پیوستون او مرستې یې هم ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د ملا محمد حسن اخوند خبرې راخیستي، چې ویلي یې دي: هغه پر امنیتي ځواکونو او د امارت پر ټولو ادارو غږ کړی، چې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې له اسلامي امارت او نظام سره نوره خواخوږي او همکاري وکړي، د بیارغونې په پروژو او اقتصادي پروګرامونو کې ونډه واخلي او له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
دغه راز په پخواني حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم له خلکو غوښتي، چې د افغانستان د خلکو ملي ګټو، ملي یووالي، قومي، مذهبي او کلتوري تنوع ته دې درناوي او پاملرنه وکړي، چې د سولې او سولهییز ژوندانه زمینه برابره شي.
عبدالله عبدالله د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې د افغانستانآابادي او پرمختګ په یووالي، همکارۍ او د ټولو هېوادوالو لپاره د تعلیم او کار د مشروع حقونو په برابرولو کې نغښتی دی.
نوموړي په دغه پيغام کې د افغانستان له خلکو سره د نړيوالو ټولنو د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
دې ته ورته نور خبرونه:
شتمن هېوادوال دې د خوراکي توکو بیې راټیټې او له بېوزلو سره مرسته وکړي – رییس الوزراء
اسلامي امارت امنیت خوندي کړی او د دښمنانو د شومو پلانونو مخه یې نیولې – ملا محمد حسن آخوند
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
تازه خبرونه
په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
عبدالمتین قانع وایي: د اورلګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.
ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اورلګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه5 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه1 day agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
-
تحول5 days agoتحول : د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو لیدنې
-
سوداگري4 days agoافغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې


