Connect with us

ننگرهار @ps

د ننګرهار قومي مشرانو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: غبرګولى ۲۸, ۱۴۰۲)

د ننګرهار ولایت یو شمېر قومي مشرانو نن (یکشنبه د غبرګولي ۲۸ ) په بهسود ولسوالۍ کې د دولسم ټولګي د زده‌کوونکیو د فراغت په مراسمو کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه او وایي، چې نجونې باید نور ښوونځيو ته د تګ او پوهې ترلاسه کولو اجازه ورکړ شي.

د دغه ولایت خلک د اوسني نظام له لوري د پوهنیز بهیر کیفیت ته پام یوه ښه ځانګړنه ګڼي او د نجونو پرمخ د زده‌کړو د تړلو دروازو پرانستل غواړي.

په ننګرهار ولایت کې د دولسم ټولګيو تازه فارغ شوي زده‌کوونکي د نجونو د ځنډيدلو زده‌کړو پیلیدل، په ښوونځيو کې پر وخت د کتابونو د ورکړې او همدراز د بهرنیو برسونو لپاره له نړیوالو سره د تعامل غوښتنه کوي.

یو شمېر استادان او قومي مخور هم له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او د نجونو لپاره په اسلامي چوکاټ کې د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د پوهنې کیفیت ته پاملرنه د دوی یو کاري لومړیتوب دی او تمه لري، چې په نږدې راتلونکي کې به د نجونو لپاره ښوونځي پرانستل شي.

د پوهنې ریاست د څرګندونو له مخې؛ د دغه ولایت د تودو سیمو په ۸۱۳ بابه ښوونځيو کې له څلور سوه زره ډېرو زده‌کوونکیو په سږنیو ازموینو کې ګډون کړي و، چې پېنځه ویشت زره زده کوونکي یې له دولسم ټولګیو فارغ شول.

سیمه ییز خبرونه

په ننګرهار ولايت کې د ليتيم ډبرو د قاچاق پر تور پېنځه کسان ونيول شول

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویلي؛ تېره ورځ (شنبه د سلواغې لومړۍ ) د شاوخوا زر ټنو تخته پت یا لیتیم ډبرو د قاچاق مخه ونیول شوه، چې له نورستان او کونړ ولایتونو څخه ننګرهار ولایت ته قاچاق کېدې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، چې له قاچاق وړونکیو څخه یې ۳۰۰ ټنه لیتیم په رسمي ډول د کانونو او پترولیم وزارت ته سپارلي او شاوخوا ۷۰۰ ټنه یې په کونړ ولایت کې له لاسوهنې لرې وساتل.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د دې قضیې په تړاو یو شمېر کورني او بهرني قاچاق کوونکي د کشفي او امنیتي ادارو لخوا نیول شوي هم دي.

د ملي امنيت د اوپراتيفي چارو ریيس داکتر بشير پرون په ننګرهار ولايت کې يوې خبري ناستې ته څرګنده کړې، چې له دغو قيمتي ډبرو څخه شاوخوا درې سوه ټنه په ننګرهار او پاتې نور يې په کونړ کې کشف او ترلاسه شوي دي.

هغه په ​​دې اړه ويلي: مونږ ته معلومه شوه، چې د دغو قيمتي ډبرو د قاچاق پلان شته، چې تړون نلري او په پټه استخراج کېږي. له همدې کبله مو د اصلي عاملينو د نيولو په موخه جلال‌آباد ښار ته د رسېدو چانس ورکړ. پېنځه کسان نيول شوي؛ دوه چینایي قاچاق وړونکي او درې نور افغانان دي، چې د دوی همکاران ول او پېرودل یې ترسره کول.

لیتیم یو نادر فلز دی، چې ډېري وختونه په عصري تیکنالوژیو؛ د سمارت فون بیتریو، برښنایي موټرو، کمپیوټرونو او ډرونونو کې کارول کیږي.

چارواکي زیاتوي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې د هېواد د قیمتي ډبرو قاچاق او غیر قانوني لېږد منع شوی دی.

Continue Reading

سوداگري

د تېر پر پرتله د ننګرهار ګمرک عواید ۳۰ سلنه ډېر شوي – چارواکي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۸, ۱۴۰۱)

په  ننګرهارولایت کې د ګمرک او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ولس ته د حساب ورکونې په خبرې ناسته څرګنده کړې، چې د تېر پر پرتله يي په عوايدو کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلي دي.

د ننګرهار اطلاعات او فرهنګ ریاست پر نوښت جوړه شوې دوه‌یمه خبري ناسته کې د ګمرک او صنعت او سوداګرۍ ریاست په دې ناسته کې د ننګرهار ګمرک ریيس ولس ته د څرګندونو پر مهال څرګنده کړه؛ د تېر پر پرتله يې اوسني عواید اووه سوه پېنځه اتیا ميلیون افغانیو ته رسېدلي، چې کابو دېرش سلنه لوړ شوي دي.

نوموړي يې لامل د فساد، عوایدو د تېښتې مخنیوی او له پخوا د صادراتو او وارداتو د کچه زیاتوالي بولي.

د ننګرهار ګمرک رییس مولوي عبدالهادي ابرار وايي: عواید يې د تېر پر پرتله دېرش سلنه زیات شوي او د فساد د مخنيوي ترڅنګ يې سوداګرو ته بېلابېلې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

نوموړي همدراز په ګمرک او تورخم کې سوداګرو ته د تېر پر پرتله د اسنتیاوي د رامنځته کیدو خبره هم وکړه او زیاته کړې یې ده، چې د تېر پر څير یو ځل بیا د سوداګرۍ له اړخه د ننګرهار ګمرک لومړي مقام ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د سردارمحمد داود خان د پلان له مخې به د تورخم ښارګوټی به د ډکې اړوند سیمې ته راولیږدوي او په تورخم کې به هم د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره تاسیسات جوړکړي.

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي عبدالبصیر پاچا هم د تېر کال پر پرتله د سږني کال په نهو میاشتو کې د عوایدو د دوه برابره زیاتوالي خبره کوي او وایي، چې روان کال کې د سوداګرو ګڼو ستونزو ته رسیدنه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته په دې ولایت کې اته نویو کارخونو فعالیت پیل کړی او تردې دمه پنځوس اعشاریه درې میلون و اووه سوه دېرش زره اته سوه افغانۍ راڼه عواید راټول شوي، چې د تېر کال پر پرته د سږني کال عواید يي په نهو میاشتو کې دوه برابره زیات شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ ریاست د څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ د دې ولایت په صعنتي ښارګوټي او ښار کې ۳۵۰ وړې او غټي تولیدي کارخونې فعاله دي، چې اته  زره کسان په کې کار کوي. د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو همدراز څرګنده کړې، چې په روان کال کې د ګڼو پانګوالو جوازونه ثبت او راجستر شوي هم دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په ننګرهار ولایت کې د یوې ۹ کلنې نجلۍ د پلور مخه ونیول شوه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۱)

د امربالمعرف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف څرګنده کړې: پرون شنبه د مرغومي ۲۴ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې یوه پلار غوښتل خپله ماشومه لور د قرض په بدل کې وپلوري.

نوموړي ویلي، چې دغه ۹ کلنه نجلۍ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې پر ۲۲۰ زره پاکستانيو کلدارو پلورل شوې وه او د پور ورکوونکيو پیسې ورکړ شوې دي.

د دغه وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې، د دغې نجلۍ نوم فوزیه ده او ټاکل شوې وه، چې دغه نجلۍ پر رحمان ولي نومي د شخصي پور په بدل کې وپلورل شي.

ښاغلی عاکف وايي، څو ورځې وړاندې یو شمېر متعصبو کړیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې یو پلار د پور په بدل کې خپله لور پلوري.

د اسلامي امارت مسوولینو د دې قضیې له خبرېدو او د حقایقو له څېړلو او ترلاسه کولو وروسته ځانونه مسوول وبلل؛ معلومه شوه، چې یو شمېر کړۍ د پیسو په ترلاسه کولو سره د اسلامي امارت د بدنامولو هڅې کوي.

د هغه په ​​وينا، د موضوع له روښانه کېدو وروسته د دغه وزارت وزير او مسوولينو دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړه او په دې برخه کې يې ښکېل کسان کابل ته وبلل.

صادق عاکف زیاتوي؛ د موضوع د روښانه کېدو لپاره دواړه لوري کابل ته راوغوښتل شول او د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت له لوري یې قرض ورکړ شو.

نوموړي دا خبرداری هم ورکړ، چې که په راتلونکي کې دا ډول پېښې رامنځته شي؛ د دواړو خواوو پر وړاندې به قانوني چلند ترسره شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!