سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار په عامه روغتون كې اورلگيدنې مالي او ځاني زيان اړولى
د ننگرهار د عامې روغتيا روغتون د ماشومانو په څانگه کې د اورلگیدنې له كبله یوماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او گڼ شمېر طبي وسایل سوزیدلي دي.
چارواکي د دې اور لگيدنې لامل د ماشومانو د څانگې په نوې ودانۍ كې، چې د ولايتي بيا رغونې ډلې پرمالي لگښت جوړه شوې؛ د سعادت ساختماني شركت له خوا د برېښنا د ټيټ كيفيت لينونو لگول بولي.
په دې اړه د ولایتي بیارغونې ډلې او سعادت شرکت څه نه دي ويلي.
د ننگرهار د عامې روغتيا رييس داکتربازمحمد شېرزاد وايي، چې:
دا اورلگيدنه تېره شپه شاوخوا دولس بجې د جلال اباد ښار د مرکزي روغتون د ماشومانو په سل بيستريز واټ كې د برېښنا د ټکان له كبله رامنځته شوې، چې په كې یوماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او د لکونو افغانیو په ارزښت طبي وسایل او د نوې جوړې شوې ودانۍ یو شمېر خونې سوزیدلې دي.
شېرزاد زياتوي:
د ماشومانو د واټ لپاره د دې ودانۍ برېښنايي او اړوند نورې چارې څه موده وړاندې د پي ارټي د درې سوه پنځوس زره امريکايي ډالرو پرمالي مرسته د نوي سادات ساختماني شرکت لخوا ترسره شوي، چې كيفيت يې ډېر ټيت دى. د دې ودانۍ د جوړيدو پرمهال مو د ټيټ کيفيت راپورهم اړوند مسوولینو ته وخت په وخت وركړى، خو پي ار ټي يې په اړه کوم گام پورته نه کړ.
شیرزاد زياتوي:
له لومړي سره په دې ودانۍ کې د برېښنا لپاره اساسي مزي نه دي لگول شوي.
د ننگرهارمرکزي روغتون د ماشومانو واټ رغوونکي شرکت مسوولينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړده، چې د ننگرهار په مركزي روغتون کې د ماشومانو واټ په دوه پوړونو کې شاوخوا دوه کاله وړاندې رغول شوى، چې د چارواکو په وينا، دا درېيم ځل دى، چې د اورلگېدنې پېښه په کې رامنځته کېږي.