Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د ننگرهار په عامه روغتون كې اورلگيدنې مالي او ځاني زيان اړولى

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ننگرهار د عامې روغتيا روغتون د ماشومانو په څانگه کې د اورلگیدنې له كبله یوماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او گڼ شمېر طبي وسایل سوزیدلي دي.

چارواکي د دې اور لگيدنې لامل د ماشومانو د څانگې په نوې ودانۍ كې، چې د ولايتي بيا رغونې ډلې پرمالي لگښت جوړه شوې؛ د سعادت ساختماني شركت له خوا د برېښنا د ټيټ كيفيت لينونو لگول بولي.

په دې اړه د ولایتي بیارغونې ډلې او سعادت شرکت څه نه دي ويلي.

د ننگرهار د عامې روغتيا رييس داکتربازمحمد شېرزاد وايي، چې:

دا اورلگيدنه تېره شپه شاوخوا دولس بجې د جلال اباد  ښار د مرکزي روغتون د ماشومانو په سل بيستريز واټ كې د برېښنا د ټکان له كبله رامنځته شوې، چې په كې یوماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او د لکونو افغانیو په ارزښت طبي وسایل او د نوې جوړې شوې ودانۍ یو شمېر خونې سوزیدلې دي.

شېرزاد زياتوي:

د ماشومانو د واټ لپاره د دې ودانۍ برېښنايي او اړوند نورې چارې څه موده وړاندې د پي ارټي د درې سوه پنځوس زره امريکايي ډالرو پرمالي مرسته د نوي سادات ساختماني شرکت  لخوا ترسره شوي، چې كيفيت يې ډېر ټيت دى. د دې ودانۍ د جوړيدو پرمهال مو د ټيټ کيفيت راپورهم اړوند مسوولینو ته وخت په وخت وركړى، خو پي ار ټي يې په اړه کوم گام پورته نه کړ.

شیرزاد زياتوي:

له لومړي سره په دې ودانۍ کې د برېښنا لپاره اساسي مزي نه دي لگول شوي.

د ننگرهارمرکزي روغتون د ماشومانو واټ رغوونکي شرکت مسوولينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړده، چې د ننگرهار په مركزي روغتون کې د ماشومانو واټ په دوه پوړونو کې شاوخوا دوه کاله وړاندې رغول شوى، چې د چارواکو په وينا، دا درېيم ځل دى، چې د اورلگېدنې پېښه په کې رامنځته کېږي.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

د سپاه پاسدارانو د استخباراتو رییس ووژل شو

دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

Published

on

په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدا سره هم‌مهاله راپورونه ښیي، چې د امریکا او اسرائیلو په ګډ هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسدارانو د استخباراتو مشر سید مجید خادمي وژل شوی او ایراني سرچینو هم دا خبر تائید کړی دی.

دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

راپورونه ښيي، چې دې هېواد د بریدونو اووه‌پنځوسمه څپه پیل کړې ده.

تل ابیب هغه سیمه شمېرل شوې، چې څانګیزو بمونو له ټولو ډېره ځپلې او په اوسیدونکو کې یې وېره رامنځته شوې ده. د حیفا، پتح تیکوا ښارونه او د لویدیځې غاړې ځینې برخې هم پر نښه شوې دي.

راپورونه ښیي، چې د ایران پر تهران، بوشهر او اهواز ښارونو بریدونه شوي. په داسې حال کې، چې ایران د بغداد او سلیمانیې امریکایي اډې پر نښه کړې دي.

دغه راز اسرائیلو په لبنان کې د بیروت او نبطیه پر اړوند سیمو بریدونه کړي دي.

ویل کیږي، چې د متقابلو بریدونو په سیمه کې د پراخو شخړو اندېښنې زیاتې کړې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

Published

on

ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا له‌خوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»

د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.

د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوه‌یم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.

د ایران د ادعا په اړه د امریکا له‌خوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنه‌یي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچ‌اخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

Last Updated on: وری ۱۷, ۱۴۰۵

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!