Connect with us

تازه خبرونه

د نړیوالې جنایي محکمې حکمونه د اسلامي امارت مذهبي دریځ اغېزمنولی نشي – ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند په یوه غږیزه څرګندونه کې ویلي: “مونږ د نړیوالې جنایي محکمې پر نوم اداره نه پېژنو او نه هم مونږ د هغې د حکمونو منلو ته اړ یوو.”

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۱۸, ۱۴۰۴

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت د مشر او قاضي القضات د نیولو په اړه د هاګ نړیوالې جنایي محکمې د راپور د خپرېدو په غبرګون کې ويلي، چې دا ډول حکمونه د اسلامي امارت پر” اراده او مذهبي دریځ” اغېزه نشي کولی.

د اسلامي امارت ویاند په یوه غږیزه څرګندونه کې ویلي: “مونږ د نړیوالې جنایي محکمې پر نوم اداره نه پېژنو او نه هم مونږ د هغې د حکمونو منلو ته اړ یوو.”

مجاهد زیاته کړې، چې په غزه کې د فلسطینیانو نسل وژنه د اسرائیلو لخوا او د دې رژیم د ملاتړ کوونکو هېوادونو پر ملاتړ ترسره کیږي او هره ورځ سلګونه ماشومان او ښځې پرته له کوم دلیل څخه وژل کیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د نړیوالې جنایي محکمې لخوا د بشري حقونو شعار یوه “شرموونکې” موضوع ده.

په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې نن (سې‌شنبه) له “بشري حقونو د سرغړونې” پر تور د اسلامي امارت د رهبر هبة‌الله آخوندزاده او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړی دی.

تازه خبرونه

چین او پاکستان د افغانستان په اړه د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ

د دې خبرپانې یوه برخه افغانستان او د سیمې امنیت ته ځانګړې شوې او دواړو لوریو د ناامنۍ د پراخېدو او د پولې هاخوا ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

Published

on

چین او پاکستان د بیجینګ له لوړې کچې خبرو اترو وروسته د افغانستان په اړه د زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی، چې د افغانستان له خاورې دې د سیمې د امنیت پر ضد استفاده نه کېږي.

دا موضوع په یوه ګډه خبرپاڼه کې وړاندې شوې، چې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د څلور ورځني سفر له پای ته رسېدو وروسته خپره شوې ده؛ هغه سفر، چې په کې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ او د چین له لومړي وزیر لي چیانګ سره لیدنې وکړې.

د دې خبرپانې یوه برخه افغانستان او د سیمې امنیت ته ځانګړې شوې او دواړو لوریو د ناامنۍ د پراخېدو او د پولې هاخوا ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

چین او پاکستان همدارنګه د افغانستان، پاکستان او چین له درې‌اړخیزو خبرو اترو هرکلی کړی، چې د ۲۰۲۶ کال په اپریل کې ترسره شوې وې. پاکستان د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د خبرو په آسانتیا کې د چین له رول څخه مننه کړې ده.

په دې ګډه خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې هیڅ فرد یا ډله باید د افغانستان له خاورې څخه د سیمې د هېوادونو پر ضد د بریدونو یا بې ثباته کوونکو فعالیتونو لپاره کار وانخلي.

په خبرپاڼه کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یادونه هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تل دا ټینګار کړی؛ د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

دواړو هېوادونو همدارنګه د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، سوداګرۍ، مصنوعي ځیرکتیا، بېخبناوو او د چین– پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پیک) په برخو کې د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

دا سفر د چین او پاکستان د ډیپلوماټیکو اړیکو له پېنځه‌اویایمې کلیزې سره هم‌مهاله ترسره شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

محمد یعقوب مجاهد په امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته سفر وکړ

یاد وزارت زیاته کړې، په دې کنفرانس کې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو امنیتي او دفاعي چارواکي ګډون لري او د سیمه‌ییز امنیت، ګډو ننګونو او متقابلو همکاریو په اړه به خبرې اترې وکړي.

Published

on

ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د روسیې فډراسیون پر کوربتوب په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ښار ته رسېدلی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، په دې کنفرانس کې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو امنیتي او دفاعي چارواکي ګډون لري او د سیمه‌ییز امنیت، ګډو ننګونو او متقابلو همکاریو په اړه به خبرې اترې وکړي.

د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې، د اړینو امنیتي موضوعاتو په اړه د نظرونو وړاندې کول او د همکاریو پیاوړتیا د دې غونډې له مهمې موضوګانې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د لوی اختر لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر؛ خلک دې له پټاکۍ کارولو ډډه وکړي – کورنیو چارو وزارت

د کورنیو چارو وزارت ویاندعبدالمتین قانع د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې امنیتي ځواکونه د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت ټینګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري او په بېلابېلو سیمو کې ځانګړي امنیتي پلانونه پلي کېږي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۵, ۱۴۰۵

د لوی اختر له رانږدې کېدا سره هم‌مهاله د کورنیو چارو وزارت ډاډ څرګند کړی، چې د هېواد پر کچه د لمونځ‌کوونکو، عیدګاوو او عامه ځایونو د امنیت لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاندعبدالمتین قانع د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې امنیتي ځواکونه د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت ټینګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري او په بېلابېلو سیمو کې ځانګړي امنیتي پلانونه پلي کېږي.

دغه راز د یاد وزارت د ویاند مرستیال بسم الله حبیب ویلي؛ امنیتي ځواکونه به په عیدګاوو، جوماتونو، لویو لارو، پارکونو او نورو تفریحي ځایونو کې پراخ حضور ولري، چې خلک وکولی شي د اختر مراسم امن او آرامه ونمانځي.

هغه زیاته کړې؛ د دغو تدابیرو موخه د خلکو لپاره د خوندي چاپېریال برابرول او د هر ډول احتمالي ګواښ مخنیوی دی.

کورنیو چارو وزارت له ځوانانو او تنکیو ځوانانو غوښتي، چې د خلکو د ځورونې د مخنیوي لپاره له پټاکیو او نورو اور اخیستونکو توکو له کارولو ډډه وکړي.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري د اختر د ورځو په آرامه او خوندي تېرېدا کې اړینه ونډه لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!