نړۍ
د هائیټي په تاریخي کلا کې د ګڼې ګوڼې له کبله مرګ او ژوبله رامنځته شوې
د هایټي د شمالي څانګې د ملکي خوندیتوب رییس ژان هانري پټي ویلي، چې دا پېښه په لافریر تاریخي کلا کې رامنځته شوې، چې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې له فرانسې څخه د هائیټي له خپلواکۍ وروسته جوړه شوې ده.
رویټرز راپور ورکړی، چې چارواکو د شنبې پر ورځ د هائیټي په شمالي کلیوالي سیمه کې د ګڼې ګوڼې په پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول او دا هم شونې ده، شمېر یې نور هم زیات شي.
د هایټي د شمالي څانګې د ملکي خوندیتوب رییس ژان هانري پټي ویلي، چې دا پېښه په لافریر تاریخي کلا کې رامنځته شوې، چې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې له فرانسې څخه د هائیټي له خپلواکۍ وروسته جوړه شوې ده.
د رویټرز د څرګندونو له مخې، دغه پېښه د شنبې پر ورځ د هائیټې په شمال کې رامنځته شوې ده
هائیتي یو سیاحتي ځای دی، د یونیسکو په نړیوال میراث کې ثبت دی.
ویل کیږي، چې د شنبې پر ورځ زدهکوونکو او لیدونکو د دې کلا کلني جشن ته راغلي وه، چې دا پېښه رامنځته شوه.
نړۍ
د ایران او امریکا ترمنځ ۴۵ ورځني اوربند ته منځګړي وروستۍ هڅې کوي
یادې رسنۍ له امریکا، اسرائیل او سیمې سره د بلدو څلور سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې خبرې اترې د پاکستان، مصر او ترکیې لهخوا ترسره کیږي.
امریکایي خبري رسنۍ آکسیوس راپور ورکړی، چې ایران، امریکا او یو شمېر سیمهییز منځګړي د ۴۵ ورځني اوربند لپاره پر یوې داسې طرحې بحث کوي، چې که اوربند ومنل شي؛ نو د جګړې پای به ورسره ډاډمن وي.
یادې رسنۍ له امریکا، اسرائیل او سیمې سره د بلدو څلور سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې خبرې اترې د پاکستان، مصر او ترکیې لهخوا ترسره کیږي.
په راپور کې راغلي، چې د ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ غیر مستقیم پیغامونه او زنګونه هم تبادله کیږي.
دغه راز سرچینو ویلي، چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې یوې لنډمهالې هوکړې ته رسېدا هم شونې ده.
د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ایراني چارواکو منځګړو ته ټینګار کړی؛ دوی نه غواړي د غزې تړانګې یا لبنان په څیر حالت رامنځته شي، چې اوربند یوازې د کاغذ پر مخ پاتې او بریدونه هر وخت ممکن وي.
نړۍ
ټرمپ په ایران کې د دوهيم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ یو بل امریکایي پیلوټ هم ژغورل شوی و؛ خو د دوهیم هغه د ژغورلو لپاره اعلان نهشول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې؛ د امریکا پوځ د F-15 جنګي جټ الوتکې د دوهیم پیلوټ پر ژغورلو بریالی شوی، چې په ایران کې د عملیاتو پر مهال پر نښه شوی و.
ټرمپ په Truth Social کې لیکلي، چې پوځي افسر د ایران په غرنیو سیمو کې د دښمن د لیکو تر شا بند پاتې و، چې دښمنو ځواکونو څارلو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکایي ځواکونه وتوانیدل، چې «د امریکا په پوځي تاریخ کې د ترټولو زړور لټون او ژغورنې عملیاتو» په پایله کې خپل پیلوټ بریالی راوباسي.
ټرمپ زیاته کړې؛ عملیات د لسګونو پوځي الوتکو او پرمختللیو تجهیزاتو پر کارولو ترسره شول.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ پیلوټ ټپي و، خو د هغه روغتیایي حالت ښه راپور شوی او روغ به شي.
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ یو بل امریکایي پیلوټ هم ژغورل شوی و؛ خو د دوهیم هغه د ژغورلو لپاره اعلان نهشول.
ټرمپ ادعا کړې، چې دا دوه د ژغورنې عملیات د امریکایي ځواکونو لپاره له تلفاتو پرته ترسره شوي او دا یې په سیمه کې د هوايي برتري نښه وبلله.
نړۍ
په راتلونکو ۲–۳ اوونیو کې به پر ایران سخت بریدونه وکړو- ترامپ
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو په تېرو ۳۲ ورځو کې “چټکې او پرېکنده بریاوې” ترلاسه کړي او د ایران ګواښ د پام وړ کم شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلاي، چې امریکا له ایران سره په جګړه کې د خپلو بنسټیزو موخو د بشپړولو په درشل کې ده او په راتلونکو دوه یا درې اوونیو کې به پرې نور سخت بریدونه وکړي.
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو په تېرو ۳۲ ورځو کې “چټکې او پرېکنده بریاوې” ترلاسه کړي او د ایران ګواښ د پام وړ کم شوی دی.
دا جګړه د فبرورۍ پر اتهویشتمه د امریکا او اسرائیلو له بریدونو سره پیل شوې او په سیمه کې یې د لبنان او ایران د غچ اخیستونکو بریدونو په ګډون پراخې نښتې رامنځته کړې دي.
دغه راز د هرمز تنګي تړلکېدا د تېلو بیې لوړې او په نړیوالو بازارونو کې اندېښنې رامنځته کړې او د نړیوالو ادارو په ګډون د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک او د انرژۍ نړیوالې ادارې د جګړې د اقتصادي پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
ټرمپ له رویټرز سره په یوه مرکه کې ادعا کړې، چې دې بریدونو اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه نیولې او که ګواښ راپورته شي؛ نو امریکا به بیا برید وکړي.
د ټرمپ د څرګندونو له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا خلکو ته په یوه لیک کې پهډاګه کړې، چې هېواد یې د امریکا له عامو خلکو سره هیڅ دښمني نلري.
رویټرز راپور ورکړی، چې اسلامآباد د لنډمهاله اوربند وړاندیز کړی؛ خو له دواړو خواوو څخه یې ځواب ترلاسه کړی نهدی.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoله برید درولو وروسته ایران له امریکا سره پر لنډمهالي اوربند هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoچین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باوري فضا د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي – ژاو شینګ
-
څار5 days agoڅار: افغانستان اوس هم د شانګهای ټولنې په پام کې دی
-
تحول5 days agoتحول: د ایران او کابل ترمنځ د روانو خبرو دوام
-
تازه خبرونه22 hours agoپه اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې
-
روغتيا5 hours agoد روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
-
تحول20 hours agoتحول: په پاکستان کې د ایران او امریکا تاریخي خبرې
-
څار22 hours agoڅار: د پاکستان پر کوربتوب د ایران او امریکا خبرې
