تازه خبرونه
د هرات په زلزله ځپلیو سیمو کې د ۲۱۴۶ کورونو د جوړولو چارې پیل شوې
د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په سیاه آب کلي کې د هرات زلزله ځپلیو لپاره د معیاري کورونو او استوګنځیو جوړولو چارې د سې شنبې پر ورځ ( د تلې ۲۵) د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس، د انجیل ولسوالۍ د ښاروال، د ښار جوړونې ریاست او د هرات ښاروالۍ د مسوولینو په حضور کې پیل شوې.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي احمدالله متقي ويلي، په پام کې ده، چې د بېلابېلو زازله ځپلیو سيمو د ٢٠ کليو لپاره ٢١٤٦ کورونه جوړ شي.
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس دغه راز ويلي، چې له باران او باد څخه د زيانمنو شويو کسانو د ساتنې په خاطر يې د درناوي لپاره پياوړې خيمې لګولې او د حکومت هڅه دا ده، چې د ژمي له رارسيدو مخکې کورونه جوړ کړي.
د هرات د انجيل ولسوالۍ ښاروال مولوي نعمت الله رحيمي ويلي، د ښاروالۍ، ښاري پراختيا او کرنې رياستونو انجنيرانو له څلورو ورځو راپدیخوا د ښارګوټي پر پلان او د کورونو پر جوړولو کار کوي او ټاکل شوې، چې دغه کورونه عصري او معيارونو جوړ شي او د زلزلې پر وړاندې پوره مقاومت ولري.
د رسمي څرګندونو له مخې، ټاکل شوې، چې په سياه آب کلي کې به ٢٧٩، په نايب رفيع کلي کې ٣٠٠، په سربلند کلي کې ١٢٣، په کشکک کلي کې ١٠٠، په کلای نوک کلي کې ٣٠، په کجکال کلي ٦٠، په بادک کلي کې ٦٥ کورونه دي. په کرنیل وردګ ها کلي کې ۱۳۳، په چاهک کې ۳۰۰ ، د عبدالآباد او حضرتآباد په دوه کلیو کې ۳۶، د ازقلک او قصر شیرین په دوه کلیو کې ۵۲، په جګده کلی کې ۳۰، په ګزېبالا کې ۴۵، د ګول خان او غازي په دوه کلیو کې ۵۰، د سیلکوه او سنګ سفید په دوه کلیو کې ۷۲، په چاه زهي او بهادر زهي کلیو کې ۱۰۵، په خواجه محمد شوراب کلي کې ۸۰ ، په چاه زهي او هلال زهي کلیو کې ۹۲ او د زوریانو په چاه زهي کلي کې ۱۱۵ کورونه جوړ شي.
د يادونې ده، چې د تېرې اوونۍ د شنبې پر ورځ (د تلې پر ١٥ ) هرات څو زورورو زلزلو ولړزاوه، چې د دغه ولايت سلګونه کورونه ويجاړ او څه باندې دوه زره کسان مړه او په زرګونه نور ټپيان شول.
تازه خبرونه
دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوهویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .
هغه وایي: مونږ جګړه نه غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.
هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمهییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
-
تحول5 days agoتحول: افغانستان ته د پاکستان بیاځلې ګواښنه
