تازه خبرونه
د هند د دیني عالمانو یوه پلاوي په ایران کې د افغانستان سفارت له استازي سره وکتل
ایران ته د هند د تلي دیني عالمانو د پلاوی مشري د هند مشهور ديني عالم سيد سليمان حسيني ندوي کوله او په تهران کې یې د افغانستان سفارت له استازي فضل محمد حقاني سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
درې ورځې وروسته له هغې، چې د هند بهرنیو چارو وزیر له افغانانو سره د مرستو د ارزونې لپاره یو تخنیکي پلاوی کابل ته له استولو خبر ورکړ؛ د هند د دیني عالمانو یو پلاوی ایران ته ولاړ او په تهران کې یې د افغانستان د سفارت له استازي سره وکتل او پر یو شمېر مسائلو یې خبرې وکړې.
دغه پلاوي له فضل محمد حقاني سره د افغانستان پر مسايلو او د دواړو هېوادونو د اړيکو په ټينګښت کې د عالمانو پر رول خبرې کړي.
په تهران کې د افغانستان د سفارت استازي د هند د عالمانو دغه پلاوي ته بلنه ورکړې، چې افغانستان ته هم سفر وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان په سیاسي مسایلو کې د نوي ډیلي لیوالتیا اوسمهال کمه ده؛ خو دوی به د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.
پوښتنه داده، چې هند په افغانستان کې څه رول لوبولی شي؟
د سیاسي چارو شنونکي په دې اند دي، چې کابل ته د هندي دیني عالمانو سفر د کابل او نوي دیلي ترمنځ د سیاسي اړیکو د بیا پیل لپاره ګټور تمامیدی شي.
نوي دیلي تر اوسه د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت نهدی پېژندلی او د نورو هېوادونو په څېر یې د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړول، د بشري حقونو مراعت کول او له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو لرې کول د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو شرطونه یاد کړي دي.
همدارنګه هند د افغانستان په سفارت کې د پخواني حکومت د دیپلوماتانو او اسلامي امارت د نوي چارسمبالي د ټاکلو په اړه ویلي، چې دا موضوع د افغانستان په کورنیو چارو پورې اړه لري او نوی ډیلي په کې ښکېل نهدی.
دا په داسې حال کې ده، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې له افغانانو سره د هند د مرستو د څرنګوالی په اړه یې یو تخنکي پلاوی کابل ته استولی دی.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه22 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی22 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه21 hours agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
