تازه خبرونه
د هېواد او دين دښمنان د هېواد ازادي زغملی نهشي
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ویلي؛ د دین او افغانستان د آزادۍ دښمان اوسنی وضعیت زعملی نهشي او پر وړاندې یې د دسیسو جوړولو هڅې کوي.
سراج الدین حقاني د کابینې له یو شمېر غړیو سره د پکتیا ولایت مرکز ښرنې ته په سفر کې د یوې دیني مدرسې د پرانیستې پر مهال ویلي: زمونږ د دین او هېواد دښمنان زمونږ ازادي زغملی نهشي او اوس نظام ته دسیسې او اخطار ورکوي؛ خو زمونږ اراده ټینګه، ثابته، مبارزه مو سپیڅلې او متحد یوو. مونږ به هیچاته لاس ونهغځوو.
سراج الدین حقاني د دغه ولایت له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي نظام د ملاتړ لپاره سره متحد شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه ولايت له خلکو او په تېره بيا له ځوانانو غوښتي، چې له رامنځته شويو فرصتونو څخه زياته ګټه پورته کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه ویلي؛ همدا د بریالیتوب اصل دی او تاسې نیکمرغه یاست، چې علما یئ او تاسې باید له هغو فرصتونو ښه ګټه پورته کړئ، چې الله پاک درکړي دي.
د اقتصاد وزارت چارسمبالي دین محمد حنیف د اسلامي نظام د رامنځته کولو لپاره قربانیو ته په نغوته کې څرګنده کړې: مونږ او تاسې ټولو ته معلومه ده، چې ډېره قرباني علماوو، مجاهدينو ورکړې او بې له شکه ټولو خلکو په کې برخه اخيستې ده؛ خو رهبري او مشري يې د علماوو پر غاړه وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي په دې وروستیو کې د هېواد یوشمېر ولایتونو ته سفرونه کړي او خلکو ته یې د اسلامي نظام د ملاتړ لپاره د یووالي بلنه ورکړې ده.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
تحول5 days agoتحول: په کابل کې پر یو روغتون د پاکستان تازه هوایي برید
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه4 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه9 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
