تازه خبرونه

د ونزویلا ماموریت له عراق او افغانستان سره د پرتلې وړ ندی – مارکو روبیو

روبیو د امریکا ټلویزیونونو ته په خبرو کې ویلي، چې د امریکا رول تر ډېره د «نفتي قرنطین» او موجودو بندیزونو پر پلي کولو راڅرخیږي؛ دا هغه کړنه ده، چې پر وینا یې د نیکولاس ماډورو له لرې کېدا وړاندې هم روانه وه او موخه یې پر ونزویلا د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو لپاره فشار راوستل دي.

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ونزویلا وروستیو بدلونونو ته په نغوته کې ټینګار کړی، چې امریکا نیت نلري دا هېواد پر ورځنۍ بڼه اداره کړي او د واشینګټن ماموریت د عراق او افغانستان له پخوانیو تجربو سره د پرتلې وړ ندی.

روبیو د امریکا ټلویزیونونو ته په خبرو کې ویلي، چې د امریکا رول تر ډېره د «نفتي قرنطین» او موجودو بندیزونو پر پلي کولو راڅرخیږي؛ دا هغه کړنه ده، چې پر وینا یې د نیکولاس ماډورو له لرې کېدا وړاندې هم روانه وه او موخه یې پر ونزویلا د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو لپاره فشار راوستل دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه ورځ مخکې ویلي وه، چې واشینګټن به د یوې مودې لپاره ونزویلا «اداره» کړي؛ دا هغه خبرې دي، چې د امریکا دننه او بهر یې غبرګونونه او اندېښنې راوپارولې. ډېرو دا څرګندونې د اوږدمهالې بهرنۍ لاسوهنې د شونتیا نښه وګڼله

روبیو دا اندېښنې رد کړې او څرګندوي: « دا د لیبیا، عراق یا افغانستان موضوع نده؛ مونږ په منځني ختیځ کې نه یوو؛ دا لویدیځه نیمه‌کره ده او زمونږ ماموریت ورسره توپیر لري.»

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د امریکا اساسي موخه د مخدره توکو د قاچاق مخنیوی، د تېلو د صنعت د مدیریت سمون او د ونزویلا د خلکو لپاره د ښه راتلونکي رامنځته کول دي؛ خو د ونزویلا چارواکو د نیکولاس ماډورو د خوشې کېدا غوښتنه کړې ده.

سره له دې هم د امریکا حکومت ټینګار لري؛ فشارونه به روان وي، چې د واشینګټن له نظره اړین بدلونونه د ونزویلا په سیاست او اقتصاد کې عملي شي. دا هغه موضوع ده، چې اوس هم سیاسي او نړیوالو کړیو ته د پاملرنې وړ ده.

د نړیوالو حقونو یو شمېر کارپوهانو د امریکا د ځینو کړنو لکه وروستیو پوځي عملیاتو او کښتیو نیولو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

Trending

Exit mobile version