Connect with us

تازه خبرونه

د ټرمپ حکومت د بهرنیو مرستو ځینې پروګرامونه بیا پیلوي

په راپور کې د هغو هېوادونو ترڅنګ، چې د خوراکي توکو د بېړني مرستې پروګرامونه به بیا په کې پیل شي؛ د افغانستان نوم ندی یاد شوی.

خپور شوی

د

رویټرز خبري سرچینې د ۶ باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د ټرمپ ادارې د سې‌شنبې پر ورځ( د وري نولسمه) پرېکړه وکړه، چې د امریکا د بهرنیو بېړنیو مرستو لږ تر لږه ۶ لغوه شوي پروګرامونه بیا پیل کړي.

په راپور کې د هغو هېوادونو ترڅنګ، چې د خوراکي توکو د بېړني مرستې پروګرامونه به بیا په کې پیل شي؛ د افغانستان نوم ندی یاد شوی.

د USAID مرستیال مدیر جرمي لوین، چې پخوا د میلیارډر ایلان ماسک د حکومت د موثریت څانګې غړی و؛ په یوه داخلي برښنالیک کې له کارمندانو وغوښتل، چې د دندې له پای ته رسولو څخه لاس واخلي.

پېنځه سرچینو رویټرز ته ویلي؛ د ټرمپ اداره هوډ لري، چې لبنان، سوریه، سومالیا، اردن، عراق او ایکوادور ته د بېړني خوراکي مرستو پروګرامونه بیا پیل کړي.

له دې موضوع خبرو دوه سرچینو ویلي، چې حکومت د آرام سمندر په سیمه کې د مهاجرت نړیوالې ټولنې ته څلور جایزې بیا پیل کړې دي.

لوین د سې‌شنبې پر ورځ د رویټرز په یوه داخلي برښنالیک کې ولیکل: “د ټولو جایزو په اړه بښنه غواړم. هغه زیاته کړې: “ډېری دخیل اړخونه حقونه لري او مونږ باید د سیالۍ لپاره د ګټو توازن وساتو- دا زما ګناه ده او زه یې مسوولیت پر غاړه اخلم.”

د بهرنیو مرستو پروګرامونو کې د کمښت له لومړني پړاو وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو لخوا لغوه شوي ډېری پروګرامونه معافیتونه ترلاسه کړل.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا وروستۍ پرېکړه نه منعکس کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سمدلاسه د جایزو بېرته ورکولو په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنکړ.

دوو سرچینو وویل چې د ځینو مرستو د بیرته ورکولو پریکړه د ادارې او کانګرس له فشار وروسته وشوه.

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې متحده ایالاتو دې پروګرام ته خبر ورکړی، چې په ۱۴ هېوادونو کې د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې بندوي او دا ګواښ یې هم کړی: “که پلي شي؛ نو دا د هغو میلیونونو خلکو لپاره د مرګ سزا کیدی شي، چې له سختې لوږې او بېوسۍ سره مخ دي.”

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي بروس د سې‌شنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، چې امریکا اندېښمنه ده، چې د یمن او افغانستان لپاره د نړیوال خوراکي پروګرام تمویل حوثیانو او اسلامي امارت ته ګټه رسوي.

امریکا د اسلامي امارت او یمن له واکمنو سره مرستې بندې کړې دي. واشنګټن د دواړو هېوادونو لپاره، چې له کلونو څخه ویجاړونکې جګړې ځپلي دي؛ تر ټولو لوی مرستندوی و.

جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ پر شلمه د خپلې واکمنۍ د دوه‌یم پېر له پیل سره میلیارډونه ډالر بهرنۍ مرستې لغوه کړې دي، چې پروړاندې یې اعتراضي غږونه هم پورته شول.

ویل کیږي، چې رویټرز خبري سرچینې یوه ورځ مخکې راپور ورکړ؛ د ټرمپ حکومت د افغانستان، یمن، سومالیا او سوریې په ګډون له ۱۲ څخه زیاتو هېوادونو ته د ژوند ژغورنې مرستې پروګرامونه پای ته رسولي، چې ټولټال بودجه یې له ۱.۳ میلیارډ ډالرو څخه زیاته ده.

تازه خبرونه

اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د قطر په اوبو کې د یوې چورلکې د راغورځېدا د مرګونې پېښې له کبله د قطر او ترکیې حکومتونو او خلکو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ د قطر په اوبو کې د چورلکې د راغورځېدا له کبله اووه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي، چې د دې پېښې لامل تخنیکي ستونزه ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

Published

on

په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلام‌آباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.

ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بې‌ثباته کېدی نشي.»

دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلام‌آباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.

هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»

د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بې‌ځایه شوي دي.

پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسله‌وال بریدونه د افغانستان له خاورې  تنظیمېږي.

په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز

یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.

Published

on

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.

یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.

د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلام‌آباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.

په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بې‌ځایه شوي دي.

دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.

ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.

دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نه‌کوي.

دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.

همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.

د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بې‌پروايي او بې‌تفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!