تازه خبرونه
د پاکستان حکومت بیا د بې اسنادو افغانانو د جبري ایستلو سپارښتنه وکړه
د پاکستان چارواکو د سې شنبې پر ورځ (د کب نههویشتمه) ویلي، چې دوی به له د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو بهیر بیا پیل کړي.
د پاکستان چارواکو دغه څرګندونې له هغې وروسته کړي، چې د یکشنبې پر شپه د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ او د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د ملکي استوګنې پر کورونو هوايي بریدونه وکړل. د دغو بریدونو په پایله کې درې ښځې او درې ماشومان په پکتیکا او دوه ښځې په خوست کې وژل شوي دي.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وه: د ملي دفاع وزارت پر سپارښتنه د پاکستان د پوځ نهه اډې پر نښه شوي، چې په پايله کې يې پاکستانيو ځواکونو ته مرګ او ژوبله اوښتې؛ خو د پاکستانيو پوځيانو د مرګ او ژوبلې په اړه يې کره ارقام ورنکړل.
د ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې؛ د پاکستانيو ځواکونو او اسلامي امارت تر منځ سرحدي نښته پر افغانستان د پاکستان له هوايي بريد وروسته پيل شوې وه او اوس پای ته رسېدلې ده.
د مهاجرت نړیوالې ټولنې (IOM) د روان کال په جنورۍ میاشت کې څرګنده کړې، چې له ۵۰۰ زره ډېر بې اسنادو افغان مهاجرین له هغې وروسته له پاکستان څخه ووتل، چې اسلامآباد په نومبر میاشت کې ورته ضرب الاجل ټاکلی و. د دغه مهالوېش له مخې؛ د افغانانو په ګډون له اسنادو پرته کډوال باید له پاکشتان څخه ووځي که نه؛ نو وبهنیول شي.
پاکستان د امنیتي اندېښنو او اقتصادي فشارونو له کبله د بې اسنادو مهاجرینو له ځپلو دفاع وکړه؛ خو شنونکي په دې باور دي، چې د اسلامآباد هدف د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د سخت دریځو د شتون په اړه د افغانستان پر اسلامي امارت فشار راوړل دي.
د خيبر پښتونخوا ايالت يوه لوړ پوړي دولتي چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي اي ايف پي ته وويل: د ناقانونه افغان کډوالو د ستنېدو دوهيم پړاو به له اختر وروسته پيل شي.
هغه زياته کړې، چې: د دې مرحلې جزئيات تر اوسه ندي په ډاګه شوي.
دغه راز د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي هم ای ایف پي ته تائید کړه، چې د “ناقانونه افغانانو” پر نښه کولو او د جبري ایستلو د عملیاتو دوهیم پړاو به له اختر وروسته پیل شي.
دغه راز یې د نوم د نه ښودلو پر شرط ویلي؛ د خیبر پښتونخوا پولیسو ته د هغو سیمو د لټون سپارښتنه شوې، چې هلته بې اسناده افغانان ژوند کوي.
د پېښور د پوليسو دغه لوړپوړي چارواکي دا هم څرګنده کړې، چې د خيبر پښتونخوا ايالت فډرال حکومت تر اوسه د دې عملياتو د څرنګوالي په اړه ځانګړې امر ندي کړي.
ده ويلي، چې پوليسو په سيمه کې د مېشتو افغانانو په اړه معلومات راټول کړي دي.
ویل کیږي، چې په وروستیو لسیزو کې میلیونونه افغانان له تاوتریخجنو جګړو څخه پاکستان ته کډه شوي دي.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیانمنونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بېرحمي روانه ساتلې ده.
هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
-
تازه خبرونه1 day agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
