سوداگري
د پاکستان سوداګریز پلاوي په کابل کې د مالیې وزارت له چارواکو سره وکتل
پاکستاني پلاوي د سې شنبې پر ورځ د چنګاښ ۲۸ په کابل سرینا هوټل کې د افغانستان اسلامي امارت د مالي چارو له مسوولینو سره د دوه اړخیزو سوداګریزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
که څه هم د دې غونډې پایله معلومه نده؛ خو د اسلامي امارت مسوولین څرګندوي، چې پلاوی به له افغانستان څخه د ډبرو سکرو پر واردولو ډېر تمرکز وکړي او په ترانزیتي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې به د دواړو غاړیو د شته ستونزو د اواري په لټه کې شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، چې پاکستاني پلاوي د افغانستان د مالیې وزارت له چارواکو سره پر تجارتي او ترانزیتي آسانتیاوو او هغو تړونونو، چې نېټه یې پای ته رسیدلې؛ خبرې کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پاکستانی پلاوی هڅه کوي، چې له افغانستان څخه دې هېواد ته د ډبرو سکرو صادرات دوام ومومي او د ترانسپورت ستونزې یې اوارې کړي.
دغه پلاوی د دوشنبې پر ماښام کابل ته راغلی او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له چارواکو سره یې تعارفي ناسته کړې؛ خو په روانه درې اړخیزه ناسته کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو مسایلو خبرې وشي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو ويلي، د ډبرو سکرو پر صادراتو یې ډېر تمرکز کړی او زیاته کړې یې ده، چې د شته ستونزو د اواري لپاره هڅې روانې دي او دواړه هېوادونه به په جوړ شوي چوکاټ کې سوداګریزې اړیکې ولري.
پاکستانی پلاوي په داسې حال کې د ډبرو سکرو په صادراتو کې د آسانتیاوو غوښتنه کوي، چې په نړیوال مارکیټ کې د دې توکو بیه لوړه شوې ده.
دغه راز جيو خبري آژانس د سې شنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې کابل ته د پاکستان د سوداګريز پلاوي له سفر مخکې اسلامي امارت يو ځل بيا د وارداتي ډبرو سکرو بيه لوړه کړې ده.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې وروستیو کې له افغانستان څخه د برښنا د تولید لپاره د ډبرو سکرو د واردولو اعلان وکړ او ادعا یې وکړه، چې له دې سره به هېواد ته نږدې دوه میلیارد ډالر سپما شي.
هغه ويلي، چې د افغانستان د ډبرو سکرو بيه به د ډالرو پر ځاى پر پاکستانیو کلدارو وي.
جیو راپور ورکړی، چې د لومړي وزیر له اعلان وروسته د افغانستان اسلامي امارت د وارد شوي ډبرو سکرو بیه په هر ټن کې له ۹۰ دالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړه.
جیو د افغان رسنیو د راپورونو د ځرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ د ډبرو سکرو بیه یو ځل بیا په یوه ټن کې ۸۰ دالره لوړه شوې ده.
جيو د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت د وياند عصمت الله برهان د څرګندونو له مخې خبر ورکړى، چې د ډبرو سکرو نوې بيه به ټن پر ٢٨٠ ډالره وي.
اقتصادي کارپوه عبدالناصر رشتیا ويلي، چې له سیمه ییزو او ګاونډ هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو ښه کېدل به هېواد د اقتصادي انسجام پر لوري بوځي او دغه اړیکې به په هېواد کې د پانګوالۍ د ودې او ملاتړ لامل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې خصوصي سکتور له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات د پام وړ ډېر کړي او په دې وروستیو کې اسلامي امارت هم پر صادرېدونکیو سکرو مالیه اوچته کړې ده.
سوداگري
افغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د یکشنې پر ورځ( د کب څلیریشتمه ) د لاجورد دهلیز او تورغونډۍ بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د اته صادراتي سوداګریزو بارونو له لېږدولو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
چارواکو تائید کړې، چې د لاجورد دهلیز له لارې د اته سوداګریزو بارونو د لېږدولو لپاره همغږي بشپړه شوې ده.
د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب څلیریشتمه / د مارچ پېنځلسمه ) له هغې لارې، چې افغانستان له ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان سره نښلوي خپل سوداګریز توکي ترکیې ته ولېږدوي.
دا بارونه وچه مېوه، مربا، دېګونه او د انرژۍ څښاک توکي لري، چې ترکیې ته له رسېدا وروسته به د سعودي عربستان، امریکا، آسټرالیا او هالینډ بازارونو ته صادر شي.
د لاجورد دهلیز یوه سیمهییزه سوداګریزه او ټرانزیټي لار ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې د قفقاز او ترکیې له لارې له اروپایي بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره پیل شوه، چې د دودیزو لارو ترڅنګ د افغان صادراتو لپاره یوه بدیله لار برابروي.
د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانزیټي دهلیزونو پراخول، د صادراتو او وارداتو له ودې ملاتړ او د نړیوالو ټرانسپورټي عملیاتو آسانتیاوې د دوی اړین لومړیتوبونو دي او په سیمهییزه سوداګرۍ او اتصال کې د افغانستان د دریځ پیاوړتیا ته عملي ګامونه اخیستل کیږي.
تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.
د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.
ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.
سوداگري
د اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنېپټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:
د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه
د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه
د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه
د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه
په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.
د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.
-
تازه خبرونه1 day agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
نړۍ10 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
