Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستان لنډمهالي حکومت له نورو سره له مشورې پرته افغان کډوال ایستلي – بلاول بوتو زرداري

خپور شوی

د

د پاکستان بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوتو زرداري ويلي، د پاکستان لنډمهالی حکومت باید د افغان کډوالو له ایستلو مخکې له ټولو خواوو سره مشوره کړې وای.

د پاکستان د خلکو ګوند مشر د شنبې پر ورځ د بلوچستان په کوټه ښار کې یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې، چې د افغان کډوالو مسله ډېره پېچلې ده.

نوموړي د دې ادعا په اړه، چې ګواکې لنډمهالی حکومت د ناقانونه کډوالو د شړلو واک نه‌لري ويلي؛ د قانون پلي کول د هر حکومت دنده ده.

نوموړي زیاته کړې: د قانون پلي کول خپله طریقه لري. د پاکستان د خلکو ګوند تل د بشري حقونو شعار پورته کړی دی. کوربه ټولنې هم اندېښنې لري او باید ورسره خبرې وشي. د پرېکړې د عملي کېدو په اړه هم ډېرې اندېښنې شته. زه فکر کوم، چې لنډمهالی حکومت باید له خلکو، مدني ټولنې، قربانیانو او کوربه‌ټولنو سره خبرې وکړي او د هغې پر بنسټ پرېکړه وکړي او عملي یې کړي.

بلاول بوتو زرداري دا هم ویلي، چې افغانستان باید له نړۍ سره د یوه دولت په توګه چلند وکړي نه د یوې ډلې.

هغه زیاته کړې: افغانستان باید وښيي، چې د پاکستان دښمن بې له شکه د افغانستان دښمن دی.

دغه راز وایي؛ حکومت دې له احتجاج کوونکیو سره خبرې وکړي او دې ستونزې ته دې د حل لار ولټوي.

دی وایي: ستونزه د رسنیو له پوښښ پرته حل کیدی نه‌شي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت شاوخوا یوه میاشت مخکې د ناقانونه افغان کډوالو ایستل پیل کړل، چې د ملګرو ملتونو او بشري حقونو ډلو هم پرې نیوکې وکړې.

د بشري حقونو د څار ادارې ويلي؛ پاکستانيو چارواکو د افغان وګړیو پر وړاندې پراخې سرغړونې کړي، چې افغانستان ته جبري ستانه شي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ پاکستانيو پولیسو د مهاجرینو ملکیتونه ضبط او کورونه یې ورته وران کړي دي. دغه راز د پاکستان پولیسو د مهاجرو وهل، ګواښل، نیول او شړل هم روان ساتلي دي.

د پاکستان لنډمهالی حکومت ادعا کوي، چې د پاکستان په بریدونو کې افغان وګړي لاس لري او د ناقانونه کډوالو شړل او ایستل هم له امنیتي ستونزو سره تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له امنیتي مسایلو سره پر افغانانو لګېدلي تورونه رد کړي او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د امنیتي ناکامۍ مسوول نه‌دی.

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله

د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.

Published

on

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ خطرناک پړاو ته رسېدلی او دواړه خواوې باید د مرګونو بریدونو د مخنیوي لپاره ډیپلوماسۍ ته راستانه شي.

د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.

د دغې ارزونې له مخې؛ د دواړو خواوو ترمنځ د هوایي بریدونو او توپخانې تبادلې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ نازکې اړیکې له مستقیمو نښتو سره مخ کړي دي.

پاکستان پر افغانستان د وسلوالو ډلو؛ په ځانګړي توګه تحریک طالبان پاکستان ته د پناه ورکولو تور لګوي؛ هغه تور، چې کابل رد کړی دی.

دغه راز افغان چارواکو د پاکستان بریدونه له ملي حاکمیت سرغړونه بللې او هغه یې “نا توجیه کېدونکي” بللي دي.

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د دې رجحان دوام کولی شي د پراخې سیمه‌ییزې شخړې لامل شي؛ ځکه، چې په ځانګړي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري ژوره شوې ده.

دې ډلې ویلي، چې ټولې نښې نښانې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته نغوته(اشاره) کوي؛ خو پاکستان به د لوړ لګښت سره – سره له جګړې څخه لږ ګټه پورته کړي.

له پاکستان سره جګړې ممکن د اسلامي امارت لپاره ملاتړ زیات کړی وي، ځکه افغانان د ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شوي دي؛ خو دې پر نړیواله کچه افغانستان نور هم منزوي کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د امید پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د هوايي برید له کبله ۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.

Published

on

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوه‌یمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم له‌خوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.

دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.

د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې

د راپور له مخې: نبراس‌الحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.

Published

on

د آلمان ای‌آر‌ډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.

د راپور له مخې: نبراس‌الحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.

د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ​​ورته وخت کې د اسلامي امارت له‌خوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.

په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.

دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.

آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نه‌پېژني.

د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.

د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!