Connect with us

نړۍ

د پخواني شوروي اتحاد مشر میخایل ګورباچوف د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو

خپور شوی

د

رویترز خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ میخایل ګورباچوف د خپلې واکمنۍ په کلونو کې نړیواله سړه جګړه له وینې تویولو پرته پای ته ورسوله، خو د شوروي اتحاد د ړنګېدو په مخنیوي کې پاتې راغلو او پرون د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو.

ګورباچوف د شوروي وروستي ولسمشرله امریکا سره د وسلو د کمولو معامله او لویدیځو قدرتونو سره ملګرتیا جوړه د آلمان د بیا یوځای کیدو لامل شو.

د هغه کورنیو اصلاحاتو یا پېرو سترویکا د شوروي اتحاد په کمزوري کولو کې مرسته وکړه تر هغه ځایه، چې ټوټه ټوټه شو او دا کار ولسمشر ولادیمیر پوتین د شلمې پېړۍ “ستر جیو پولیټیکل ناورین” ونوماوه.

د روسیې مرکزي کلینیکي روغتون ویلي، چې میخایل ګورباچوف د سې شنبې پر شپه د یوې جدي او اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شو.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف انترفکس ته ویلي، چې پوتین په دې اړه خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه وایي: سبا به د هغه کورنۍ او ملګرو ته د خواخوږۍ ټلیګرام واستول شي.

د نړۍ مشرانو له ځنډ پرته نوموړي ته احترام او درناوی څرګند کړ.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې پوتین ویلي وه، چې په ۲۰۱۸ کې به هغه د شوروي اتحاد د ویجاړېدو مخه ونیسي.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د اروپايي کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین ویلي، ګورباچوف، چې په ۱۹۹۰ کال کې د سولې د نوبل جایزه ترلاسه کړې وه، د یوې آزادې اروپا لپاره لاره پرانیستله.

د امریکا ولسمشر جو بایدن ویلي، چې هغه په ګلاسنوست او پیروسترویکا – خپلواکي او بیارغونه – یوازې د شعارونو په توګه نه، بلکې د شوروي اتحاد د خلکو لپاره د څو کلونو انزوا او محرومیت وروسته د راتلونکې لارې په توګه باور درلود.

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن، پر اوکراین د پوتین د برید په اړه وویل، د ګورباچوف د شوروي ټولنې د پرانستلو لپاره نه ستړي کیدونکي ژمنې زمونږ ټولو لپاره یوه بېلګه ده.

میخایل ګورباچوف په ۱۹۸۵ زیږدیز کال کې واک ورسېدو او د شوروي اتحاد په سوسیالیستي جمهوریتونو کې یې د پرانیستو پالیسیو او له لویدیځ سره د تعاملاتو له کبله ښه شهرت تر لاسه کړ؛ خو په ۱۹۹۱ کال کې یې د دغه اتحاد د پاشل کېدو مخه ونه شوه نیولی.

د یادونې ده، چې د شوروي اتحاد وروستي ولسمشر میخایل ګورباچوف په خپل هېواد کې د اقتصادي اصلاحاتو راوستو او له خپل بهرني سیاسته د تاوتریخوالي لرې کولو لپاره وغوښتل، چې له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!