تازه خبرونه
د چین بهرنیو چارو وزیر د درې اړخیزې ناستې لپاره کابل ته راورسېد
دا غونډه پر سیمهییزه همکارۍ او ډیپلوماټیکو اړیکو راڅرخیږي.
د چین بهرنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی د چارشنبې پر ورځ (د زمري نههویشتمه) کابل ته سفر کړی، د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.
دا غونډه پر سیمهییزه همکارۍ او ډیپلوماټیکو اړیکو راڅرخیږي.
د مهالوېش له مخې؛ وانګ یی به د پنجشنبې پر ورځ (د زمري شلمه) د درې اړخیزې غونډې له پای ته رسېدو وروسته اسلامآباد ته سفر وکړي، چې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږمې سټراټیژیکو خبرو د ناستې مشري وکړي.
وانګ یی له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال د جولای پر یوولسمه په کوالالمپور کې د ختیځې آسیا د پېنځلسمې سرمشریزې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون کړی و.
تازه خبرونه
اروپايي ټولنې له افغانانو سره پر روان ملاتړ ټینګار وکړ
اروپايي ټولنې ویلي، چې له ۱۹۹۴ز.کال راپدېخوا یې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارډ یورو بشري مرستې کړې دي، چې ۳۲۰ میلیون یورو یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ځانګړې شوې دي.
اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د درېیمې کمیټې په غونډه کې له افغانانو سره د مرستو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د ماموریت او د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکولو د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
اروپايي ټولنې ویلي، چې له ۱۹۹۴ز.کال راپدېخوا یې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارډ یورو بشري مرستې کړې دي، چې ۳۲۰ میلیون یورو یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ځانګړې شوې دي.
دې ټولنې په پای کې د ښځو او ځوانانو د حقونو د ساتنې او د هېواد د برخلیک په ټاکلو کې د هغوی د ګډون لپاره د نړیوالو لارو چارو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له دې مخکې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو تامین د پخوا پر پرتله اوس د شریعت په چوکاټ کې ښه تامین شوی دی.
تازه خبرونه
تحول: له روسي پلوه ځواکونو سره یو ځای کېدا ته لېوالتیا
تازه خبرونه
د افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان افسي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه
دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او آرمان افسي له لومړیو دقیقو خپله برلاسي وښوده.
آرمان افسي د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په دوهاویاومه لوبه کې ۵ – ۱ عمر ځواک ته ماتې ورکړه.
دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او آرمان افسي له لومړیو دقیقو خپله برلاسي وښوده.
ډامولا ایسیولووا آکاني په اتمه دقیقه کې د آرمان افسي لومړی ګول وواهه او پیمان سلطاني هم په لسمه او اتلسمه دقیقه کې دوه ګولونه ووهل، چې له دې سره آرمان افسي درې ګوله مخکې شو.
محمد نوروزي د لومړۍ نیمایي په اضافي وخت کې د عمر ځواک لپاره یو ګول وواهه او لومړۍ نیمایي د آرمان افسي پر ګټه ۳ پر ۱ پای ته ورسېده.
په دوهیمه نیمایي کې آرمان افسي خپل بریدونه روان وساتل او شکرالله کوهي د اضافي وخت په لړ کې د خپلې لوبډلې څلورم ګول وواهه. فردین عزیزي هم د اضافي وخت په پنځمه دقیقه کې د آرمان افسي پنځم ګول وواهه، چې لوبه د دې لوبډلې پر ګټه ۵ پر ۱ پای ته ورسېده.
پیمان سلطاني، چې په دې لوبه کې یې دوه ګولونه وهلي وه، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
آرمان افسي به په راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پر یودېرشمه له عینو مېنه کندهار سره مخ شي او عمر ځواک به د نومبر پر دوهیمه له طوفان هرات سره لوبه وکړي.
د افغانستان اتلانو لیګ روښان د شپږم پړاو ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.
-
تازه خبرونه4 days agoد سعودي، ایران، پاکستان او ترکیې اتحاد د افغانستان د ستونزو په اواري کې مرسته کولی شي
-
لوبی5 days agoآریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶ داکار ځوانانو المپیک سیالۍ خپروي
-
تازه خبرونه5 days agoامریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولیږدوي – بلومبرګ
-
تازه خبرونه3 days agoد ښځو حقونه باید د اسلامي شریعت په رڼا کې تأمین شي
-
نړۍ4 days agoد اسرائیلو ټاکنې؛ هیڅ سیاسي لوري اړین اکثریت نهدی ترلاسه کړی
-
لوبی4 days agoسرخپوشان خوافي طوفان هرات ته درې ګوله ورکړل
-
لوبی5 days agoد افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډله د فیفا نړیوال جام درېیمې درجې ته لار پیدا کړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان په پاکستان کې د نشهيي توکو د کر او تولید پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه
