Connect with us

سوداگري

د چین-پاکستان له اقتصادي دهلیز سره نښلېدا به د اقتصاد له پیاوړتیا سره مرسته وکړي

خپور شوی

د

د اسلامي‌ امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل ويلي؛ د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز (CPEC) له نښلېدا سره به افغانستان وکولی شي د سیمې او اروپا له هېوادونو سره وصل شي او په دې توګه پانګونه راجذب کړي.

حافظ ضیا احمد تکل زیاته کړې، چې په هېواد کې د امنیت له خوندي کېدو سره اوس اړتیا ده، چې له سي‌پیک سره د نښلېدا په ګډون نورې سترې او نړیوالې پروژې هم پلې شي.

حافظ ضیا احمد تکل وايي: افغانستان به د سیمې د هېوادونو په نښلولو کې بنسټیز رول ولوبوي.

د افغانستان جغرافياوي موقعيت ته پر پاملرنه دا يو ډېر مهم ټکی دی، په تېره بيا د آسيايي هېوادونو لپاره، چې د سيمې د نښلولو او ترانزيت په برخه کې ترې کار اخيستل کېږي.

هغه وايي، چې اسلامي امارت غواړي په افغانستان کې د هېوادونو ترمنځ اقتصادي رقابت رامنځته کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د پانګونې لپاره داسې زمینه برابره کړې، چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې پانګونه وکړي او خپلې پروژې پلي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په اسلام‌آباد کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د درې اړخیزې ناستې په وروستۍ اعلامیه کې، چې تېره اوونۍ ( د غویی ۱۸) خپره شوه، راغلي، چې په دې غونډه کې د چین-پاکستان په اقتصادي دهلېز( سي‌پیک ) کې د افغانستان د شاملېدو خبره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر دوام او د تاپي، کاسا ۱۰۰۰ او د اوسپنې پټلۍ د پروژو پر پلي کېدا هم ټینګار وشو.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري او د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګنګ په دې کتنه کې څرګنده کړې، چې د چین – پاکستان په اقتصادي دهلېز کې د افغانستان د شاملېدو هدف له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو دوام دی.

هغه مهال هم اسلامي امارت ویلي وه، چې په دې پروژه کې ګډون ته چمتو دی.

د افغانستان اسلامي امارت ویلي چې په دې پروژه کې شاملیدل د افغانستان لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ده؛ ځکه له یوې خوا به د هېواد اړتیاوې د توکو پر واردولو پوره کېږي او له بلې خوا به کورنیو توکو ته بازار موندنه کېږي.

د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز د «یو کمربند او یوې لارې» پر نوم د چین د نوښت یوه برخه ده او چین غواړي له دې لارې له آسیايي هېوادونه سره ونښلیږي

سوداگري

په ۲۰۲۷ز.کال کې به د ټاپي له لارې پاکستان ته د ګاز د لېږد د پیل زمینه برابره شي – ترکمنستان

په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر اتاجان مولاموف په اسلام‌‌آباد کې یوې غونډې ته ویلي؛ تمه ده، چې د ټاپي ګاز نل‌لیکې د سرحدآباد ـ هرات برخې چارې د روان کال تر پایه بشپړې شي.

Published

on

په پاکستان کې د ترکمنستان سفارت ويلي، د ټاپي ګاز نل‌لیکې د پروژې د یوې مهمې برخې له بشپړېدا سره به په ۲۰۲۷ز.کال کې افغانستان او له هغه وروسته پکستان ته د ګاز د لېږد د پیل زمینه برابره شي.

په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر اتاجان مولاموف په اسلام‌‌آباد کې یوې غونډې ته ویلي؛ تمه ده، چې د ټاپي ګاز نل‌لیکې د سرحدآباد ـ هرات برخې چارې د روان کال تر پایه بشپړې شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ټاپي پروژې او د سیمې د انرژۍ د نورو پروژو پلي کېدا کولی شي پاکستان ته د انرژۍ د باثباته برابرولو او د صنعتي او اقتصادي ودې لپاره د نویو فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

د ټاپي ګاز نل‌لیکه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري او داسې طرحه شوې، چې هر کال د ترکمنستان د ګلکینیش ګاز له ډګر څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته تر ۳۳ میلیارډ مټره مکعبه ګاز ولېږدوي.

ترکمنستان دغه پروژه د ګاز د صادراتو د پراختیا او په سیمه کې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره له مهمو لارو څخه بولي.

Continue Reading

سوداگري

اروپايي ټولنې او اف‌ای‌او د افغانستان د کرنې د پیاوړتیا لپاره ۵ میلیون یورو ځانګړي کړل

د دې پروګرام موخه بزګرانو او کرنیزو کاروبارونو او بازارونو ته د لا ښه لاسرسي، د پرله‌پسې عاید د رامنځته کولو او د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ستونزو له اغېزو سره د مقابلې په برخه کې مرسته بلل شوې ده.

Published

on

اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادرې(اف‌ای‌او) د افغانستان د کرنې او خوړو د سیسټمونو د پیاوړتیا لپاره د ۵ میلیون یورو پر ارزښت یو پروګرام پیل کړی دی.

د دې پروګرام موخه بزګرانو او کرنیزو کاروبارونو او بازارونو ته د لا ښه لاسرسي، د پرله‌پسې عاید د رامنځته کولو او د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ستونزو له اغېزو سره د مقابلې په برخه کې مرسته بلل شوې ده.

دې ادارې زیاته کړې، دغه پروګرام به له زیان‌منو کورنیو، راستنېدونکو، بېځایه شویو کورنیو او په هغو سیمو کې له میشتو ټولنو سره مرسته وکړي، چې د خوړو له ناامنۍ، اقلیمي ګواښونو او د اقتصادي فرصتونو له کمښت سره مخ دي. په دې پروګرام کې به ښځو او ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د دغه پروګرام په چوکاټ کې به خدمتونو څلور مرکزونه جوړ شي، چې بزګران او په کلیوالو سیمو کې کرنیز کاروبارونه به له کرنیزو مشورو، مسلکي خدمتونو، کرنیزو شرکتونو او بازارونو سره ونښلوي.

دغه‌راز ټاکل شوې، چې شاوخوا دوه زره هکټاره ویجاړ شوي ځنګلونه او څړځایونه بېرته ورغول شي او د ښځو او سیمه‌ییزو ټولنو تر مدیریت لاندې د ۲۵۰ نیالګیو روزنځایونو له جوړولو ملاتړ وشي.

اف‌ای‌او به پر دې سربېره د کرنې او چاپېریال په برخو کې پراختیايي وړتیا لرونکو شرکتونو ته مالي مرستې او تخنیکي او سوداګریزې مشورې هم ورکړي. تمه ده، چې دغه ملاتړ به د تولید د زیاتوالي، د خدمتونو د پراختیا، په کلیوالو سیمو کې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدا او له بازارونو سره د بزګرانو د ډېرې نښلېدنې زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د نوې استازولۍ چارسمبالي نیکولا بلومو ویلي، چې د افغانستان د کرنې وړتیا اوس هم تر خپل واقعي کچې کمه کارول شوې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د هېواد سخت زیان‌منېدنه د دې برخې د ودې مخه نیسي.

په افغانستان کې د دې ادارې استازي ریچارډ ټرینچارډ هم ویلي، چې د افغانستان کرنیزو کاروبارونو، له سختو شرایطو سره – سره د ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او له بازارونو سره د بزګرانو د نښلولو واقعي وړتیا ښودلې ده.

اروپايي ټولنه او دا اداره وايي، چې دغه پروګرام به د ډېرو بشري مرستو پر ځای د پرله‌پسې اقتصادي ودې، خوړو خوندیتوب او د افغانستان د کلیوالو ټولنو د مقاومت وړتیا د پیاوړتیا لپاره د دوامدارو حللارو پر لوري د تګ پر موخه پلي شي.

Continue Reading

سوداگري

یو اماراتي شرکت د سالنګ د دوه‌یم تونل او درملو  یوې کارخونې جوړولو ته لېواله شو

د پانګونې «بین‌الوزارتي» کمیټې په غونډه کې د دې شرکت د پانګونې پر موضوع بحث وشو او له لېوالتیا یې هرکلی شوی دی.

Published

on

د متحده عربي اماراتو HHM Global Industry Group شرکت په افغانستان کې د سالنګ دوه‌یم تونل او د درملو د تولیدي کارخونې جوړولو په برخو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

د پانګونې «بین‌الوزارتي» کمیټې په غونډه کې د دې شرکت د پانګونې پر موضوع بحث وشو او له لېوالتیا یې هرکلی شوی دی.

یادې کمیټې ویلي؛ اړوند وزارتونه او ادارې چمتو دي، چې په دې برخه کې له اماراتي شرکت سره لازمه همکاري وکړي.

له دې شرکت څخه وغوښتل شول، چې د سالنګ دوه‌یم تونل، د درملو تولیدي کارخونې د پانګونې ځانګړې طرحې چمتو او اړوند کمیټې ته وړاندې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!