تازه خبرونه
د کابل په استالف کې د ممیزو د پروسس کارخونه پرانیستل شوه
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند د دغې کارخونې د پرانستې په مراسمو کې د دې کارخونې د فعالیت پيل د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې مهم ګام یاد کړ او څرګندوي؛ له دې کارخونې سره به د سیمې اقتصاد پر حرکت راشي، صادرات به معیاري بڼه غوره کړي او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.
نن چارشنبه(د زمري اتمه ) د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې د ۱۰ زره ټنه کلني ظرفیت لرونکې د ممیزو د پروسس یوه کارخونه پرانیستل شوه.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند د دغې کارخونې د پرانستې په مراسمو کې د دې کارخونې د فعالیت پيل د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې مهم ګام یاد کړ او څرګندوي؛ له دې کارخونې سره به د سیمې اقتصاد پر حرکت راشي، صادرات به معیاري بڼه غوره کړي او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت د نورو برخو ترڅنګ د کرنې سکټور ته هم ځانګړې پاملرنه کړې او د کرنیز اقتصاد د ودې په هدف د اوبو مدیریت بېلابېلې پروژې پیل شوې. نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره آسانتیاوې رامنځته کړي، دغو محصولاتو ته یې د بازارموندنې لپاره نندارتونونه جوړ کړي او پر هغو وارداتو یې تعرفې لوړې کړې، چې په کور دننه تولیدېږي.
همداراز هغه وایي؛ اسلامي امارت د کرنې سکټور د پياوړتیا لپاره د کورنیو کرنیزو محصولاتو کارولو ته لومړیتوب ورکړی، د اوبو لګولو سیستمونو د ښه والي، سړو خونو د ایجاد او د پروسس او بسته بندۍ خونو د جوړولو په برخه کې هم پرمختګ شوی.
هغه بهر ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر کیفیت او بستهبندۍ ټینګار وکړ او دا کار یې د افغانستان د اعتبار او سوداګریزو اړیکو لپاره مهم وبلل.
ملا عبدالغني برادر آخوند ویلي: اسلامي امارت د سوداګرۍ کچې زیاتېدا لپاره پر سیمهییز اتصال ډېر تمرکز کړی او له نیکهمرغه اوسمهال د افغانستان د اوسپنېپټلۍ شبکې پراختیا موندلې، چې پرمټ یې له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې او پراخې شوې دي.
هغه وایي: اسلامي امارت هڅه کوي؛ د لاجوردو دهلېز په بشپړ ډول فعال شي او په دې اړه یې د ایکو ټولنې په وروستۍ غونډه کې هم د دغه دهلیز له ښکېلو هېوادونو سره خبرې کړي، چې افغانستان د اروپا بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي.
د ممیزو د دې کارخونې د پرانیستې پرمهال د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد په اقتصادي وده کې د خصوصي سکټور او پانګوالو هڅې اړینې بولي او وایي، چې پانګوالو ته یې په بېلابېلو برخو کې آسانتیاوې رامنځته کړې دي.
د دغه فابریکې له لوري پروسس او بستهبندي شوي ممیز به روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، امریکا، برېټانیا او د ختیځې آسیا هېوادونو ته صادر شي
ملا برادر د ممیزو د پروسس کارخونې د مسوولینو د پانګونې او فعالیت له پيل د هرکلی ترڅنګ زیاته کړې؛ ټول پانګوال کولی شي، چې پر کرنه او صنعت سربېره د کانونو، انرژۍ، مخابراتو، ټرانسپورټ او خدماتو په برخو کې پانګونه وکړي او د کمیت پر ځای کیفیت او معیاري پروسس او بستهبندۍ ته لومړیتوب ورکړي.
د یادونې ده، چې د ممیزو د پروسس فابریکه په ۱۲۸ جریبه ځمکه کې جوړه شوې؛ ۸ میلیون ډالر پانګونه پرې شوې او په کلني ډول د ۱۰ زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري.
تازه خبرونه
سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمالالدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشهيي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشهيي توکو په قاچاق کې پانګونه ونهکړي.
دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمهییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.
دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.
چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.
د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.
د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.
د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.
چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.
تازه خبرونه
په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.
محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
-
لوبی5 days agoهند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه3 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه3 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
څار4 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
-
تحول4 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
