تازه خبرونه
د کانونو او پټرولیم وزارت یو تخنیکي پلاوی ازبکستان ته ولاړ
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې سفر اصلي موخه د معیاري لابراتوارونو له بېلابېلو تخنیکي څانګو لیدنه، له پرمختللیو لابراتواري تجهیزاتو او طریقو سره بلدتیا او د کانونو په برخه کې د عملي تجربو تبادله ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت یو ۲۰ کسیز تخنیکي او مسلکي پلاوی د کانونو اندتون(انسټیټوټ ) او د تخنیکي تفتیش ریاست د رییسانو تر مشرۍ لاندې د وړتیا لوړونې او مسلکي ودې په روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره پر ۲۸ ورځني سفر ازبکستان ته ولاړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې سفر اصلي موخه د معیاري لابراتوارونو له بېلابېلو تخنیکي څانګو لیدنه، له پرمختللیو لابراتواري تجهیزاتو او طریقو سره بلدتیا او د کانونو په برخه کې د عملي تجربو تبادله ده.
یاد سفر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تخنیکي او علمي همکاریو په چوکاټ کې ترسره کېږي او د لابراتواري معیارونو د ښهوالي، د کیفیت کنټرول او د کانونو په برخه کې د تخنیکي وړتیاوو پر لوړولو راڅرخیږي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت دفاع وزارت نور ډېر ځواکونه جذبوي
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په مرکز او ولایتونو کې د جلب او جذب مرکزونه د غوښتونکو د منلو لپاره چمتووالی لري.
ملي دفاع وزارت اعلان کړی، چې د اسلامي ملي اردو په لیکو کې د شاملېدا لپاره د امنیتي او تصفیوي کمیسیون لهخوا د تائید شویو کسانو د نوملیکنې بهیر رسمي پیل شوی دی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په مرکز او ولایتونو کې د جلب او جذب مرکزونه د غوښتونکو د منلو لپاره چمتووالی لري.
د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې، د ځواکونو نوملیکنه د تابعیت تذکرې او د امنیتي او تصفیوي کمیسیون لهخوا د تائید شوې فورمې پر وړاندې کولو ترسره کېږي.
د دې بهیر د پیل امر ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد صادر شوی دی.
پوځي شنونکي وایي؛ دا اقدام د امنیتي ځواکونو د وړتیا د پیاوړتیا او د هېواد د امنیت د ښه خوندي ساتلو لپاره ترسره شوی دی.
د هغوی پر باور، د روزل شویو ځواکونو د شمېر زیاتوالی کولی شي هم د کورنیو ګواښونو پر وړاندې اغېزمن وي او هم د ملي اردو عملیاتي وړتیا لوړه کړي.
همدارنګه ځینې باخبره کسان ټینګار کوي، چې د اسلامي امارت د ځواکونو تر څنګ باید د نورو وړ ځوانانو د جذب لپاره هم زمینه برابره شي.
له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ویلي وه، چې په ۲۰۲۵ کال کې د اسلامي ملي اردو د روزل شویو ځواکونو شمېر ۱۸۱ زره ته رسېدلی او له ۱۰۰ زره زیات پولیس هم په بېلابېلو برخو کې روزل شوي دي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د قطر پر همکارۍ د ډیپلوماسۍ روزنیز پروګرام ترسره شو
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا روزنیز کورس د قطر د یوه باتجربه ډیپلوماټ عمر غانم لهخوا وړاندې شوی دی.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ اندتون(انسټیټیوټ ) د قطر پر همکارۍ د «ډیپلوماسۍ نښلوونکې شبکې» تر سرلیک لاندې یو پېنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړی دی.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا روزنیز کورس د قطر د یوه باتجربه ډیپلوماټ عمر غانم لهخوا وړاندې شوی دی.
په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د معاصرې ډیپلوماسۍ بنسټیز مفاهیم، د ډیپلوماټیکو شبکو جوړښت او د ډیجیټلي ډیپلوماسۍ ارزښت وسپړل شو او عمرغانم د بېلابېلو هېوادونو په ډیپلوماټیکو ماموریتونو کې خپلې عملي تجربې ګډونوالو ته وړاندې کړې.
د پروګرام د وروستۍ برخې پر مهال په ځانګړو مراسمو کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د قطر د کابل سفیر او د دې وزارت د ډیپلوماسۍ اندتون رییس د ډیپلوماټانو د مسلکي روزنې او د تجربو د شریکولو پر ارزښت او د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ د پیاوړتیا لپاره د دغه راز تخصصي او ګډو پروګرامونو د دوام پر اړتیا ټینګار او څرګندونې وکړې.
د یادونې ده، چې دا روزنیز پړاو د ګډونوالو د مننلیکونو پر وېش پای ته ورسېد.
تازه خبرونه
یوه ډله افغانان له پاکستان څخه آلمان ته ولېږدول شول
د آلمان حکومت د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې د افغانانو د منلو پروګرام درولی و؛ خو دا بهیر په آلمان کې د قانوني کړنو له کبله بېرته پیل شوی دی.
د آلمان کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په دې وروستیو کې د افغانانو یوه ۳۲ کسیزه ډله له پاکستان څخه د برلین ښار ته لېږدول شوې ده.
د آلمان حکومت د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې د افغانانو د منلو پروګرام درولی و؛ خو دا بهیر په آلمان کې د قانوني کړنو له کبله بېرته پیل شوی دی.
شاوخوا ۲۲۰ کسه پخواني سیمهییز کارکوونکي، ۶۰ نور په «بشري حقونو نوملړ» کې راغلي کسان، نږدې ۶۰۰ کسان د «ارتباطي پُل» پروګرام پورې اړوند او شاوخوا ۱۰۰۰ نور افغانان د آلمان د منلو پروګرام له ډلې څخه دي، چې د منلو ژمنه یا د منلو خبرتیا یې ترلاسه کړې ده.
د آلمان اوسني حکومت ائتلاف، چې د مسیحي ډموکراټ، مسیحي سوسیال او سوسیال ډموکرات ګوندونو ترمنځ جوړ شوی؛ هوکړه کړې، چې «د افغانانو د منلو پروګرامونه تر ممکنه حده پای ته ورسوي او نوي پروګرامونه پیل نکړي.»
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان په خپلو ښارونو کې د ترهګرو له روزنیزو کمپونو ښکاره ملاتړ کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد ایران ولسمشر له افغانستان څخه د حقآبې پر ترلاسه کولو خپل ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له منځګړیتوب ډډه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoخلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون وړاندیز وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې یو کارکوونکی د ټرافیکي پېښې له کبله مړ شو
-
نړۍ4 days agoټرمپ د ونزویلا تېل پلوري
-
سوداگري4 days agoد پاکستان الفلاح بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه پای ته رسوي
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونې مسوولانه ندي
