تازه خبرونه
د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کي د اوبو بند د جوړولو چارې بشپړې شوې
یاده پروژه به مرسته وکړي، چي په ۱۲ کلیو کي ۲ زره ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه ورکړي او ورسره به د ځمکې لاندې اوبه راپورته او د سېلابونو ګواښ کم شي.
د اروپايي ټولني پر ملاتړ د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کي د اوبو یو بند، چې د ۱۳۱ زره مټره مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا لري؛جوړ شو.
یاده پروژه به مرسته وکړي، چي په ۱۲ کلیو کي ۲ زره ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه ورکړي او ورسره به د ځمکې لاندې اوبه راپورته او د سېلابونو ګواښ کم شي.
سیمهییزو چارواکو له دې نوښت هرکلی کړی او دا یې په سیمه کې د اوبو کمښت او د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بللی دی.
دا پروژه د افغان بنسټونو او نړیوالو شریکانو لخوا په کلیوالي پراختیا او چاپېریال ساتنې کې د پانګونې لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده.
دغه راز دا پروژه د اقلیمي بدلون له کبله رامنځته شویو ننګونود مخنیوي پر وړاندې، په سویلي افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ پر لوري د یو اغېزمن ګام په توګه لیدل کیږي.
تازه خبرونه
د هېواد په ۵ ولایتونو کې ۱۱ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورل شوې
د دې وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر زیاته کړې؛ یادې مېرمنې، چې له تېرو څو کلونو راپدېخوا د خپلو کورنیو له لوري د بې معنی غیرتونو او ناوړه د دودونو پر بنسټ نه یوازې ځورېدلې، بلکې له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره هم مخ وې؛ د محتسبینو پر هڅو وژغورل شوې.
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، پکتیکا، لوګر، زابل او پکتیا ولایتونو کې ۱۱ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورلې دي.
د دې وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر زیاته کړې؛ یادې مېرمنې، چې له تېرو څو کلونو راپدېخوا د خپلو کورنیو له لوري د بې معنی غیرتونو او ناوړه د دودونو پر بنسټ نه یوازې ځورېدلې، بلکې له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره هم مخ وې؛ د محتسبینو پر هڅو وژغورل شوې.
نوموړي ویلي؛ محتسبین د مېرمنو شرعي حقونو ورکولو ته ژمن دې او هیچاته به اجازه ور نکړي، چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.
دغه راز د دې وزارت محتسبینو تېره میاشت د هېواد پر کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې له ۱۰۰ څخه دېرې قضیې؛ د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل کړې دي.
همدارنګه سیف الاسلام خیبر آریانانیوز ته په یو غږیز پیغام کې څرګنده کړې؛ دې وزارت په لومړیو درې ربعو کې د مرکز او ولایتونو ۸۸۴۶ ولسي شکایتونه ثبت کړي او ۵۱۳۲ حل او رسېدنه ورته شوې ده.
همدا راز ۲۷۶۱ نور شکایتونه تر څېړونو لاندې دي او ۹۵۳ نور له قانون سره د نهسمون له کبله رد شوي دي.
ویل کیږي، چې ټول هېوادوال کولی شي پرته له کوم خنډ څخه خپل شکایتونه د ۱۹۱ وړیا شمېرې له لارې او یا هم په مرکز او ولایتونو کې د دې وزارت په اړوند څانګو کې ثبت کړي.
تازه خبرونه
افغان او روسیي چارواکو پر پوځي سټراټیژیو خبرې وکړې
په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.
روسي رسنیو د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د روسیې او افغانستان د دفاع وزارتونو مرستیالانو پر پوځي سټراټیژیو، ګډو پوځي همکاریو او اړیکو بحث او خبرې کړې دي.
په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.
د راپور له مخې؛ په دې لیدنه کې د اوسني وضعیت ارزونه شوې او د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا پر راتلونکو لارو چارو هم خبرې شوې دي. دغه راز دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د منظمې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره به نور ګډ ګامونه هم پورته شي.
اسلامي امارت تر دې دمه د دغې لیدنې په اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
په ننګرهار کې د کور چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه د سلواغې اتمه) د جلالآباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې په جلالآباد ښار کې د یوه کور د چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یو بل یې ټپي دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه د سلواغې اتمه) د جلالآباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان ښځې او ماشومان دي او ټپي کس د طبي مرستې لپاره روغتیایي مرکز ته لېږدول شوی دی.
#آریانانیوز #ننګرهار #جلالآباد #دچتتړېدا #غوچک #افغانستان
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان برښنا شرکت او بیات پاور ترمنځ د برښنا د تولید لس کلن تړون لاسلیک شو
-
لوبی4 days agoد ۲۰۲۶ فوټسال آسیا جام د لومړۍ ورځې لوبو ته لنډه کتنه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoمونږ به د ایران پر ضد د خپل هوایي حریم د کارولو اجازه ورنکړو
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت تقنيني اسناد شرعي منبع لري او اعتراض پرې جرم دی
-
تحول4 days agoتحول: له کابل سره د پوځي همکارۍ پراخولو ته د تاشکند لېوالتیا
-
تازه خبرونه3 days agoپه ننګرهار کې د کور چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکی دفتر تړل کیږي
-
تازه خبرونه3 days agoافغان او روسیي چارواکو پر پوځي سټراټیژیو خبرې وکړې
