تازه خبرونه
د کندهار په دامان ولسوالۍ کې یو بهرنی سیلانی ټپي شو
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید آریانا نیوز ته ویلي، چې دا پېښه نن سهار (دوشنبه، د زمري شپږمه) شاوخوا ۸:۰۰ بجې د دامان ولسوالۍ د ارغستان پله په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار ولایت سیمهییزو سرچینو راپور ورکړی، چې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له کبله یو بهرنی سیلانی ټپي شوی دی.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید آریانا نیوز ته ویلي، چې دا پېښه نن سهار (دوشنبه، د زمري شپږمه) شاوخوا ۸:۰۰ بجې د دامان ولسوالۍ د ارغستان پله په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سیلانی، چې د پولنډ وګړی دی سپین بولډک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له “تونیس” ډوله بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ او سطحي ټپي شو.
اسدالله جمشید زیاته کړې؛ دا پېښه د دواړو موټرو چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.
ټپي سیلاني د میرویس سیمهییز روغتون ته لېږدول شوی دی.
د روغتیایي چارواکو ویلي د هغه روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ندی او لږ څه ټپي شوی دی.
تازه خبرونه
امیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ امیر خان متقي د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو له استازیو سره په انلاین ناسته کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او د روږدو د درملنې پر امید روغتون د ترسره شوي ظالمانه هوایي برید په اړه، چې په کې سلګونه هېوادوال شهیدان او زخمیان شول معلومات وړاندې کړل او هغه یې له بشري اصولو ښکاره سرغړونه وګڼله.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د روښانه دریځ، بهرني سیاست او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.
تازه خبرونه
پاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلامآباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.
تازه خبرونه
امیر خان متقي په کابل کې د روږدو پر روغتون د خونړي برید د غندنې تر څنګ د مشروع دفاع اعلان هم وکړ
امیر خان متقي په کابل کې د ډیپلوماټانو او د بېلابېلو بنسټونو له استازو سره په یوه ناسته کې ویلي، چې دا برید د پاکستان د پوځي رژیم لهخوا د ټولنې پر هغه زیانمنو خلکو تر سره شوی، چې د بشري بنسټونو پر ملاتړ تر درملنې لاندې ول.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د پاکستانیو پوځیانو هوايي بریدونه نه یوازې وغندل، بلکې د افغانستان د مشروع دفاع اعلان یې هم وکړ او زیاتوي، چې په دې برید کې له ۴۰۸ څخه ډېر ناروغان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.
امیر خان متقي په کابل کې د ډیپلوماټانو او د بېلابېلو بنسټونو له استازو سره په یوه ناسته کې ویلي، چې دا برید د پاکستان د پوځي رژیم لهخوا د ټولنې پر هغه زیانمنو خلکو تر سره شوی، چې د بشري بنسټونو پر ملاتړ تر درملنې لاندې ول.
هغه دا برید له بشري او اسلامي اصولو ښکاره سرغړونه ګڼلې او د پاکستان پوځي رژیم یې په قصدي ډول د ملکي ودانیزو بنسټونو پر نښه کولو تورن کړ.
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې؛ دا برید د چین په ګډون د سیمې د هېوادونو د منځګړیتوب له هڅو سره – سره او د افغانستان لهخوا د نیکنیتۍ وروسته تر سره شوی. لکه د روژې په مبارکه میاشت کې د پاکستانيو بندیانو خوشې کول.
دغه راز متقي ویلي، چې له فبرورۍ راپدېخوا د بېلابېلو ولایتونو په ملکي سیمو کې تکراري بریدونو پر ډیپلوماټیکو حل لارو باور له منځه وړی دی.
هغه خبرداری ورکړ، چې که بریدونه روان وساتل شي؛ نو افغان ځواکونه به “متناسب او مشروع” دفاعي اقداماتو ته هم دوام ورکړي.
هغه ټینګار وکړ؛ افغانستان جګړه نه غواړي، خو له خپل ملي حاکمیت او خاورې څخه به دفاع کوي.
هغه همدارنګه له نړیوالې ټولنې؛ په ځانګړي توګه د سیمې له مسلمانو هېوادونو وغوښتل، چې دا برید وغندي او خبرداری یې ورکړ: د پاکستان لهخوا د تاوتریخوالي دوام سیمه بېثباته کوي او لویې اقتصادي او پرمختیایي پروژې له خطر سره مخ کوي.
-
تازه خبرونه3 days agoچین د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ
-
تازه خبرونه3 days agoهند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او مولانا یې له کورني فشار سره مخ بولي
-
سوداگري3 days agoافغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
-
نړۍ3 days agoټرمپ له ایران سره د اوربند د خبرو پیلولو هڅې رد کړې – سرچینې
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي کمپ هوايي برید وکړ
-
تازه خبرونه1 day agoافغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days agoد م.م د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ بیا خپرول له فردي حقونو سرغړونه ده -ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې – د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ
