تازه خبرونه
د ۱۴۰۵ کال لپاره له ایران سره د برښنا پېرودلو تړون وغځول شو
د افغانستان برښنا شرکت ويلي، چې دا سفر د ایران د توانیر شرکت د برښنا مدیریت، لیږد او وېش پر بلنه ترسره شوی دی، افغان لوړ پوړي پلاوي د ایران په پلازمېنه تهران کې د برښنا د لېږد د بنسټونو د پراختیا او د وارداتي برښنا د پېرودلو په اړه د بحث او اندونو د وړاندې کولو لپاره ګډه دوه اړخیزه غونډه تر سره کړې ده.
د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي عمومي رییس عبدالحق همکار پر مشرۍ یوه پلاوي ایران ته د سفر پر مهال د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال لپاره له ایراني لوري سره د برښنا پېرودلو د تړون غځولو هوکړه لاسلیک کړه.
د افغانستان برښنا شرکت ويلي، چې دا سفر د ایران د توانیر شرکت د برښنا مدیریت، لیږد او وېش پر بلنه ترسره شوی دی، افغان لوړ پوړي پلاوي د ایران په پلازمېنه تهران کې د برښنا د لېږد د بنسټونو د پراختیا او د وارداتي برښنا د پېرودلو په اړه د بحث او اندونو د وړاندې کولو لپاره ګډه دوه اړخیزه غونډه تر سره کړې ده.
د افغانستان برښنا شرکت مشرتابه له برښنا صادروونکو ګاونډیو هېوادونو سره د پرلهپسې غونډو له لارې ګډې اړیکې او همکارۍ پیاوړې کړي، چې په پایله کې یې د وارداتي برښنا په اړه زیاتې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.