لوبی
د ۲۰۲۳ کال د کرکت د نړیوالو سیالیو د اتلولۍ کپ به افغانستان ته سفر وکړي
په هېواد کې د کرکت مینهوالو ته یو ښه زیری: د ۲۰۲۳ نړیوال جام د اتلولۍ کپ به د خپل نړیوال سفر د یوې برخې په توګه روانه اوونۍ کابل ته راورسیږي.
د کرکت نړیوالې شورا منلې، چې دا جایزه به د روانې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې پر ورځو د کابل له بېلابېلو سیمو لیدنه وکړي او خپلو مینهوالو ته به دا فرصت ورکړي، چې د سپینو زرو دا ګرانبیه کپ وګوري او ورسره انځورونه واخلي.
آریانا تلویزیون پر کورنیو خپرونو سربېره پر بهرنۍ کچه هم سپورتي خبرونه او پېښې افغانانو ته رسوي او په دې اړه له خپلې ژمنې سره سم ؛ خوښ دی، چې د دغې زړه راکښونکې نندارې لپاره یې د افغانستان کرکت بورد سره رسنیزه ملګرتيا او همکاري ساتلې ده.
د دې پېښې مهمې برخې به په ټول هېواد کې خپرې شي او مینهوال به یې وکولی شي د دې کپ د اتلولۍ سفر ان په خپلو کورونو کې وګوري.
دا دوه ورځنی سفر د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د کرکت د اتلولۍ کپ د سفر یوه برخه ده او تمه ده، چې په ټول هېواد کې به د کرکت مینهوال پر ځان رامات کړي.
دا کپ، چې له سپینو او سرو زرو جوړه شوی؛ ۱۱ کیلوګرامه وزن لري، چې کرکت کوونکیو هېوادونو ته ترټولو ستره جایزه ده؛ د دې بڼې سیالیو کپ د لومړي ځل لپاره پر ۱۹۷۵ ز. کال کله، چې په انګلستان کې لومړی نړیوال جام ترسره شو؛ ورکړشو. له هغه وخت راپدیخوا اتو بېلابېلو لوبډلو اتلولي ګټلې، چې استرالیا د پېنځه لوبو پر ګټلو له ټولو بریالۍ لوبډله ده.
د افغانستان کرکت بورد مشر میرویس اشرف په دې وروستیو کې ویلي؛ دا د ویاړ خبره ده، چې افغانستان د کرکت سیالیو د اتلولۍ کپ د سفر په پروګرام کې راغلی دی.
میرویس اشرف ويلي: مونږ ډېر وياړو، چې يو ځل بيا د کرکت د نړيوالې شورا د نرينه وو د نړيوال جام کوربهتوب کوو.دا زمونږ د خلکو لپاره یو ښه فرصت دی، چې د دې ویاړلې جایزې شاهدان شي او له کرکت نړیوالې ټولنې سره د تړاو احساس وکړي. دا زمونږ د لوبغاړو هڅونه هم ده، چې سخت کار وکړي او نړیوال جام ته چمتو شي.
د کپ سفر د سږکال پر جون په داسې حال کې پیل شو، چې د ۱۲۰۰۰ فوټو پر لوړوالي له ځمکې وتوغول شو. د نړیوال جام د اتلولۍ کپ دغه ویاړلی سفر د ستراتو پر سفري بالون ترسره شو.
دغه سفر به پر روان کال د کوربه هېواد هندوستان د احمد آباد ښار د نریندرا مودي په لوبغالي کې، چې د نړۍ تر ټولو لوی کرکت لوبغالی دی رسماً پای ته ورسیږي.
د کپ سفر یو میلیون مینهوالو ته فرصت ورکوي، چې له سپینو او سره زرو څخه د جوړ ګران بیه کپ سره اړیکه ونیسي. دا کپ د ۱۸هېوادونو اړوند سیمو ته ځي، چې په پېنځه وچو کې موقعیت لري.
له ګډون کوونکیو هېوادونو څخه پر لیدنې سربېره کپ به یو شمېر مخ پر ودې هېوادونو لکه بحرین، کویت، مالیزیا، پاپوا نیو ګینا، نایجیریا، یوګاندا، فرانسه، ایتالیا او امریکا ته هم سفر وکړي، نويو او شته مینهوالو ته فرصت ورکوي، چې د نړۍ د کرکت تر ټولو غوره جایزې ته یو ځل وګوري.
د کرکت نړیوالې شورا اجرائیوي مشر جف الاردیس د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي: د کرکت د نرینهوو د نړیوال جام سفر د نړۍ تر ټولو لوی د کرکت نړیوال جام ته د نسکورې شمېرنې پر بڼه یو مهم پړاو دی. په ټوله نړۍ کې د ځینو مشهورو ځایونو پر لیدلو سربېره په دې سفر کې به د هېواد له مشرانو سره د سپینو زرو مشهوره لیدنه، د ټولنیزو نوښتونو پیل او د کرکت پرمختیایي پروګرامونو ملاتړ شامل وي.
هغه زیاته کړې: کرکت له یو میلیارد څخه ډېر مینهوال لري او مونږ غواړو د امکان تر حده ډېرو خلکو ته فرصت ورکړو، چې دې نومیالي کپ ته نږدې شي، چې تر دې ځایه پر سر راوړل شوی دی.
د کال پای
د اریانا تلویزیون، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کرکت د نړیوالو سیالیو د څو میاشتو له لیدو وروسته، نړیوال جام به هم هیڅ استثنا ونهلري او دا لوبې به پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
سږنۍ سیالۍ به له ۵۰ اوریزو بڼو سره وي. د دې جایزې لپاره به ۱۰ هېوادونه سیالي وکړي، چې وروستی ځل انګلستان په ۲۰۱۹ کې ګټلی و.
ټاکل شوې دغه سیالۍ د ۲۰۲۳ ز. کال د اکتوبر له ۵ څخه د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر ۱۹ نېټې پورې په هند کې ترسره شي او پای لوبه به یې په مشهور نریندرا مودي لوبغالي کې پای ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې اریانا تلویزیون به له سیالیو مخکې د لوبو مهالوېشونه او د خپرونې وخت خپروي؛ مینهوال به له نويو پرمختګونو سره تازه ساتي. بس ډاډه اوسئ، چې زمونږ اوبپاڼه او ټولنیزو رسنیو ته د تازه معلوماتو لپاره سترګې پرلاره اوسئ.
لوبی
راشد خان او عظمتالله عمرزي په پنځوسآوریزو لوبو کې خپل لومړي ځایونه وساتل
د پاکستان ابرار احمد د ۶۷۵ امتیازونو له لرلو سره دوهیم او د سویلي افریقا کیشو مهاراج د ۶۶۷ امتیازونو پر لرلو درېیم ځای ته پورته شوی دی.
لوبی
د افغانستان کرکټ بورډ د چټک توپاچوونکو د استعداد موندنې ملي پروګرام پیلوي
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووهویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز راتلونکې میاشت د هېواد په څو ولایتونو کې د چټک توپاچوونکو د استعداد موندنې لپاره « تندر» نومی ملي پروګرام پیلوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووهویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.
د دغه بورډ د څرګندونو له مخې: د ګډون شرایط دا دي، چې لوبغاړي له ۱۹ څخه تر ۲۶ کلونو عمر ولري؛ لږ تر لږه ۱۸۰ سانټيمټره لوړوالی ولري، د اعتبار وړ برښنايي تذکره ولري او توپ په ساعت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کیلومټره چټکتیا سره وغورځولی شي.
د اعلان شوې مهالوېش له مخې؛ په کندوز کې به ارزونې د اوکټوبر پر څلورمه او پېنځمه، په هرات کې د اوکټوبر پر نهمه او لسمه، په کندهار کې د اوکټوبر پر دولسمه، په کابل کې د اوکټوبر پر څوارلسمه او پېنځلسمه، په خوست کې د اوکټوبر پر نولسمه، په پکتیا کې د اوکټوبر پر یوویشتمه او په کونړ کې د اوکټوبر پر پېنځهویشتمه ترسره شي. وروستی پړاو به هم د اوکټوبر پر اووهویشتمه په ننګرهار کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو هغو لوبغاړو، چې په لوړه کچه چټک توپاچوونکي کېدی شي؛ په ټاکل شویو نېټو په خپلو اړوند ولایتونو کې د «تندر» نومي چټک توپاچوونکو د استعدادونو د موندنې په پروګرام کې ګډون وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه پروګرام موخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د چټک توپاچولو هیلهبښوونکو استعدادونو موندل او د هېواد د کرکټ د لوړې کچې د فعالیتونو د سیسټم له لارې د مستعدو لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي.
لوبی
طوفان هرات او عینو مېنه کندهار ۱-۱ مساوي شول
عنایتالله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بنيمقدس د لوبې په دوهدېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د سېشنبې پر ورځ په کابل کې د نههویشتمې لوبې پر مهال طوفان هرات او عینو مېنه کندهار یو پر یو مساوي ولوبېدل.
عنایتالله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بنيمقدس د لوبې په دوهدېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.
د لوبې په دوهیمه نیمایي کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو څو فرصتونه درلودل؛ خو ونه توانېدل، چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او لوبه یو- یو پای ته ورسېده.
طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۲ سرغړونې وکړې او یو ژېړه کارت یې واخیست. عینو مېنه کندهار بیا ۱۶ سرغړونې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.
طوفان هرات به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر لومړۍ له آرمان افسي سره وکړي او عینو مېنه کندهار به د اوکټوبر پر دوهیمه له ابومسلم فراه سره مخ شي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.
-
تازه خبرونه4 days agoتاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه نورستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسلوال وژل شوي او ۳۲ نور ونیول شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
-
تازه خبرونه2 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری؛ مالي کړکېچ ۸.۳ میلیون کډوال له مرستو بېبرخې کولی شي
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت
-
نړۍ3 days agoد صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
-
تازه خبرونه2 days agoامریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل
