لوبی
د ۲۰۲۵ آریانا سنوکر د اتلولۍ جام د دوهیمې ورځې پایلې
د دې سیالیو د دوهیمې ورځې په پېنځمه لوبه کې زلمي سلامخېل وکولی شول اسماعیل محمدي ته څلور پر صفر ماتې ورکړي.
د ۲۰۲۵ کال آریانا سنوکر سیالیو دوهیمه ورځ له زړهراکښونکو هڅو او پرېکنده بریاوو سره ترسره شوه.
د دې سیالیو د دوهیمې ورځې په پېنځمه لوبه کې زلمي سلامخېل وکولی شول اسماعیل محمدي ته څلور پر صفر ماتې ورکړي.
د دوهیمې ورځې په شپږمه لوبه کې اجمل یوسفزي بریالی شو، چې حسیب الله سلطاني څلور پر صفر وګټي.
په اوومه لوبه کې محمد میر نورزی وتوانید، چې ۱۳ کلن ابراهیم محمدي ته څلور پر یو مات کړي.
دغه راز د دې ټورنمنټد دوهیمې ورځ په اتمه او وروستۍ لوبه کې نادر روحاني وکولی شو، چې تر ټولو ځوان لوبغاړي محمد عثمان محمدي ته څلور پر صفر ماتې ورکړي.
په ټول افغانستان کې د سنوکر مینهوال کولی شي دغه زړهراکښونکې سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون پر سکرین، آریانا سپورټ فیسبوک پاڼې، آریانا سپورټ یوټیوب پاڼې او آریانا تلویزیون اوبپاڼې له لارې وګوري.
دغه سيالۍ به د سلواغې له درویشتمې او نههویشتمې تر منځ په يوه اوونۍ کې د هېواد د ٣٢ غوره ورزشکارانو په ګډون ترسره شي.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه1 day agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه1 day agoد اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
