سوداگري
د ۲۰۲۵ په ډسمبر کې د افغانستان صادرات کموالی ښیي- نړیوال بانک
دا کمښت تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدا له کبله رامنځته شوی دی.
د نړیوال بانک د تازه راپور له مخې؛ د افغانستان صادرات د تېر میلادي کال په ډسمبر کې د نومبر پر پرتله ۲۵ سلنه کم شوي او ۱۶۲ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
دا کمښت تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدا له کبله رامنځته شوی دی.
نړیوال بانک ویلي، چې هند په ډسمبر کې د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار و، چې د ټولو صادراتو ۶۱.۲ سلنه برخه یې جوړوله.
د راپور له مخې؛ د افغانستان واردات په ډسمبر کې ۱.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي، چې دا د تېرې میاشتې پر پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
نړیوال بانک همدارنګه ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د افغانیو ارزښت د تېرې میاشتې پر پرتله ۰.۴ سلنه لوړ شوی دی. د کلني شمېر له مخې، د افغانیو ارزښت په ټولیزه توګه ۵.۸ سلنه زیاتوالی ثبت کړی، چې دا د بازار د پرلهپسې ثبات نښه ښیي.
د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ؛ د افغانستان کورني عواید په ډسمبر کې ۲۴.۱ میلیارډ افغانۍ (نږدې ۳۶۳.۱ میلیون ډالر) ته رسېدلي، چې دا د میاشتنۍ کچې ۲.۹ سلنه او د کلنۍ کچې ۱۸ سلنه زیاتوالی څرګندوي.
سوداگري
په هر اونس کې د سرو زرو بیه له ۵۰۰۰ ډالرو واوښته
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ کله، چې یې د اروپا پر ضد د تعرفو د لګولو ګواښونه بېرته واخیستل او د ګرینلنډ پر وړاندې یې د پوځي هڅې شونتیا رد کړه؛ بازارونو ته یې لنډمهالی ډاډ ورکړ، خو د ایران پر ضد د نورو ډېرو بندیزونو لګېدا بیا د بازارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

پر دې سربېره ټرمپ په دې وروستیو کې کاناډا ته هم ګواښ کړی، چې که له چین سره د کومې معاملې یا تړون په لټه کې شي؛ نو له ۱۰۰ سلنه تعرفې سره به مخ شي.
پر ایران د امریکا زیات شوي فشار د تېلو بیې لوړې کړي د سپینو زرو بیې هم د پام وړ لوړې شوې دي، چې شاوخوا ۱۰۸ ډالرو ته په هر اونس کې رسېدلي دي.
د سرو زرو بیې په تېر کال کې ۶۴ سلنه لوړې شوې وې. سږ کال یوازې په یوه میاشت کې د سرو زرو بیه له ۱۷ سلنې څخه زیاته لوړه شوې ده.
سوداگري
بنګله دیش د افغانستان د پنبې پېرودلو ته لېوالتیا وښوده
د دغې اتحادیې تر چتر لاندې کمپنیو تېرکال نږدې ۴۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت صادرات لرل.
په بهرنیو چارو وزارت کې د اقتصادي اړیکو رییس شفیع الله اعظم په ایکس پانه کې لیکلي: د بنګله دیش د البسې تولید او صادراتو ټولنې (BGMEA)د افغانستان پنبې (مالوچو) پېرودلو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د دغې اتحادیې تر چتر لاندې کمپنیو تېرکال نږدې ۴۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت صادرات لرل.
شفیع الله اعظم زیاته کړې، چې له یادې اتحادیې سره د افغان پنبې د پېر ترڅنګ د ټوکرو په تولیدي برخه کې هم د پانګونې پر میکانیزم بحث او خبرې شوې دي.
ویل کیږي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد پر مشرۍ یوه پلاوي د بنګلهدېش په ډاکه کې له دېرشم نړۍوال نندارتون د لیدنې لپاره دې هېواد ته سفر کړی دی.
سوداگري
د افغانستان څهباندې ۱۰۰ زره ټنه پنبه نړیوالو بازارونو ته صادره شوې
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو زیاته کړې؛ د افغانستان د پنبې صادراتو نړۍوالو بازارونو ته لار موندلې او دا محصول اوس د پاکستان پر ځای ترکیې، بنګلهدېش او ایران ته صادرېږي، چې افغان سوداګرو ته یې نوې اقتصادي هیلې راپنځولي دي.
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د ۸۶ میلیون ډالرو پر ارزښت ۱۰۴ زره ټنه پنبه نړیوالو بازارونو ته صادره کړې ده.
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو زیاته کړې؛ د افغانستان د پنبې صادراتو نړۍوالو بازارونو ته لار موندلې او دا محصول اوس د پاکستان پر ځای ترکیې، بنګلهدېش او ایران ته صادرېږي، چې افغان سوداګرو ته یې نوې اقتصادي هیلې راپنځولي دي.
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس غلام یحیی ویلي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدا که څه هم ستونزې رامنځته کړې؛ خو افغان سوداګر یې دې ته اړ کړل، چې بدیل بازارونه ولټوي.
ویل کیږي، چې په هلمند ولایت کې ترټولو ډېره پنبه کرل کېږي.
-
لوبی1 day agoنن د انډونیزیا ۲۰۲۶ آسیا فوټسال ملتونو جام پیلېږي
-
تازه خبرونه1 day agoد ملګرو ملتونو مرستیالې په افغانستان پر ښځو د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoټرمپ د افغانستان په جګړه کې د بریټانوي سرتېرو له رول ستاینه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoبلجیم له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کړي
-
تازه خبرونه3 days agoپه کابل کې د دوحې د بهیر او تعامل په اړه د ملګرو ملتونو له پلاوي سره د افغان چارواکو لیدل
-
لوبی2 days agoد افغانستان فوټسال ملي لوبډله په آسیا ملتونو جام کې د ګډون لپاره انډونیزیا ته ورسېده
-
سوداگري1 day agoپه هر اونس کې د سرو زرو بیه له ۵۰۰۰ ډالرو واوښته
-
تازه خبرونه1 day agoپه راتلونکو ۵ کلونو کې به افغانستان د سیمهییزې همکارۍ مهم لوبغاړی وي