Connect with us

لوبی

راشد خان په آسیا جام کې د خپلې ځواکمنې افغان لوبډلې مشري کوي

شل اوریزو دودیزو سیالیو ته له راستنېدا سره د ټولو سترګې د افغانستان کرکټ لوبډلې ته اوړي؛ ځکه، چې دا کم عمره؛ خو زړوره لوبډله د لوبغاړو پر نه ستړي کېدونکو هڅو له نورو سره پر اصلي سیالانو بدله شوې ده.

خپور شوی

د

ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۵ آسیا جام لوبې روانه اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې پیل شي؛ هند، پاکستان او سریلانکا به له افغانستان، بنګله دېش او هانګ کانګ سره ولوبیږي.

شل اوریزو دودیزو سیالیو ته له راستنېدا سره د ټولو سترګې د افغانستان کرکټ لوبډلې ته اوړي؛ ځکه، چې دا کم عمره؛ خو زړوره لوبډله د لوبغاړو پر نه ستړي کېدونکو هڅو له نورو سره پر اصلي سیالانو بدله شوې ده.

د افغانستان لوبډله د مجیب الرحمن، نور احمد او تجربه لرونکي محمد نبي په ګډون د خپل ستوري راشد خان پر مشرۍ ورځ تر بلې ځواکمنه کیږي. د دوی د توپ‌اچونې ځواک ډېر ښه ځلېدلی دی؛ تېره اوونۍ د متحده عربي اماراتو د درې اړخیز لوبلړ په بهیر کې د افغانستان توپ‌اچوونکو د پاکستان د توپ‌وهنې پر وړاندې زړه‌راکښونکې بریا خپله کړه؛ خو په پایلوبه کې بخت ورسره یاري ونکړه او یوازې پر ۶۶ منډو وسوځیدل.

دغه راز د توپ‌وهنې په برخه کې افغان لوبډله د رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران پر مټو تکیه لري او د صدیق الله اتل او دروېش رسولي د راڅرګندېدونکو استعدادونو له ملاتړ برخمن دي.

د لوبډلې مشرانو ويلي، چې ځوان جوړښت او تجربه دوی ته باور ورکوي، چې وکولی شي له ګروپي پړاوه ورتېر شي او د بنګله دېش، هانګ کانګ او سریلانکا پر وړاندې سیالي وکړي.

د کرکټ شنونکو یادونه کړې، چې د افغانستان کرکټ وده په آسیا کې یو خورا زړه‌راکښونکی داستان دی؛ د کډوالۍ له کمپونو څخه، چې خام استعدادونه یې وروزل تر هغې لوبډلې، چې اوس د سیمې دودیزو کرکټ ځواکونو ته د ماتې ورکولو وړتیا لري. آسیا جام ته د دوی کمپاین سپورتي او سمبولیک ارزښت لري.

د سیالیو له پیل سره د افغانستان ننګونه به ثبات وي. که دوی وکولی شي د توپ‌اچونې ځواک او د توپ‌وهنې اصل خپل کړي؛ دوی نه یوازې نیمه پای لوبې ته رسېدلی شي، بلکې د آسیا کرکټ پر ټولو بڼو به ځان هم ځواکمن وساتي.

لوبی

افغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ آوریز نړیوال جام راتلونکې پړاو ته د لارموندلو هیلې ژوندۍ وساتلې.

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

هدف ته د رسېدو لپاره افغانستان کمزوری پیل درلود؛ ځکه رحمن الله ګربز پرته له دې، چې کومه منډه وکړي وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ د ۵۳ منډو، عظمت الله عمرزي د ۴۰ منډو او دروېش رسولی د ۳۳ منډو پر مټ لوبه وکړه او افغانستان په داسې حال کې بریا خپله کړه، چې څلور توپونه پاتې ول.

له دې بریا سره افغانستان دوه نمرې ترلاسه کړې او د جام د غوره اته لوبډلو پړاو ته د رسېدو خپلې هیلې یې ژوندۍ وساتلې.

ټاکل شوې، چې افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې د پنجشنبې پر ورځ له کاناډا سره مخامخ شي.

Continue Reading

لوبی

افغان ملي لوبډله د اماراتو پر وړاندې د ۲۰ آوریز جام برخلیک ټاکونکې لوبه کوي

دغه لوبه د نوي ډیلي په آرون جیټلي لوبغالي کې د  ترسره کېږي او سیالي د ځايي وخت له مخې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو پیل شوې ده.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه) د ۲۰ آوریز نړیوال جام د ګروپي پړاو په درېیمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو لوبډلې سره مخامخ کېږي.

دغه لوبه د نوي ډیلي په آرون جیټلي لوبغالي کې د  ترسره کېږي او سیالي د ځايي وخت له مخې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو پیل شوې ده.

د افغانستان لوبډلې په ګروپي پړاو کې خپلې مخکنۍ دوه لوبې د نیوزیلینډ او سویلي افریقا وړاندې بایللې دي او دا لوبه بل پړاو ته د رسېدو د هیلو د ژوندي ساتلو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

Continue Reading

لوبی

سویلي افریقا افغانستان ته له دوه‌یم سوپر آور وروسته ماتې ورکړه

دواړو لوبډلو په ټاکل شویو آورونو کې ۱۸۷ منډې جوړې کړې، چې له کبله یې لوبه سوپر آور ته ولاړه. په لومړي سوپر آور کې افغانستان ۱۷ منډې وکړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.

Published

on

سویلي افریقا  د چارشنبې پر ورځ( د سلواغې دوه‌ویشتمه / د فبرورۍ یوولسمه) په احمدآباد نریندرا مودي لوبغالي کې د شل آوریز نړیوال جام د تاریخي سیالۍ پر مهال افغانستان ته له دوه‌یم سوپر آور وروسته د ۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

دواړو لوبډلو په ټاکل شویو آورونو کې ۱۸۷ منډې جوړې کړې، چې له کبله یې لوبه سوپر آور ته ولاړه. په لومړي سوپر آور کې افغانستان ۱۷ منډې وکړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.

سویلي افریقا هم په وروستي حساس آور کې دې هدف ته ورسېده او لوبه دوه‌یم تاریخي سوپر آور ته وغځېده.

په پرېکړه‌کوونکي سوپر آور کې سویلي افریقا پر سړه سینه د لوبې بریا خپله کړه او د دې سیالیو یوه نه‌هېریدونکې پایله رامنځته شوه.

دې لوبې تر سخت فشار لاندې د سویلي افریقا د توپ‌اچونې ژورتیا او په وروستیو آورونو کې د هغوی د پر زړه‌پورې توپ‌اچونې ښکارندویي وکړه. په داسې حال کې، چې د افغانستان نه ستړې کېدونکې مبارزې د ۲۰۲۴ ز.کال پایلوبې ته رسېدلې لوبډله تر وروستي بریده ورسوله او د غم او زغم یوه زړه‌راکښونکې بېلګه یې وړاندې کړه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!