Connect with us

تازه خبرونه

روسیې د مسکو ناسته وځنډوله

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني د دوشنې پر ورځ( د وږي ۵) مازیګر مهال د روسیې فدراتیف د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره تیلیفوني خبرې وکړې، چې په کې د مسکو ناستې له ځنډولو خبر ورکړ شوی دی.

 د خبرپاڼې له مخې؛ په دې تیلیفوني خبرو کې د هېواد ولسمشر په افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګېدو په خاطر د نړیوالو او سیمه ییزو دوستانو او شریکانو په ځانګړي ډول د روسیې فدراتیف دولت هڅې وستایلې.

ولسمشر غني ویلي؛ د کابل په دوه یم کنفرانس کې د سولې هر اړخیزه برنامه، چې د افغانستان د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره په مشوره او د نړيوالې ټولنې په ملاتړ جوړه شوې وه، سرتاسري او پایدارې سولې ته د رسیدو ټول اساسي اصول یې ټاکلي دي.

 ښاغلي اشرف غني زیاته کړې؛ په خبرو کې باید د افغانانو په مالکیت سوله په پام کې ونیول شي او هر هغه بهیر، چې په دې برخه کې کار کوي؛ په پوره همغږۍ دې ورته چمتوالی ونیسي، چې د دغو ناستو ګټه ډېره شي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي؛ په دې اړیکه کې د روسیې فدراتیف دولت د بهرنیو چار وزیر وویل، چې مونږ هم د افغانانو په مالکیت سوله غواړو او په دې برخه کې هرې ګټورې همکارۍ ته چمتو یو او له افغان حکومت سره په همغږۍ به هره هڅه او همکاري ترسره کوو.

خبرپاڼې دا هم په ډاګه کړې؛ په دې خبرو کې پرېکړه وشوه، چې د بشپړ چمتووالي او ګټورتوب لپاره به د مسکو ناسته وځنډول شي، چې دواړه هېوادونه په ګډه د دغې ناستې لپاره چمتووالی ونیسي؛ افغانستان او د روسیې دولت به په ګډه د دغې ناستې مدیریت او کوربتوب وکړي. همدارنګه به په دې موده کې د افغانستان حکومت هم په کور دننه سلا مشورې وکړي او هم به د دواړو هېوادونو ترمنځ کاري ډلې د ناستې د څرنګوالي او وخت معلومولو په خاطر ګډ کار وکړي.

ټاکل شوې وه، چې د راتلونکې ستمبر مياشتې په څلورمه د روسيې، چين، ايران او د منځنۍ آسيا هېوادونو په ګډون د افغانستان  د سولې په اړه په مسکو کې ناسته ترسره شوې واى.

روسيې افغانستان او امريکا ته هم په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو دواړو هېوادونو د نه ګډون اعلان کړى و.

د طالبانو د قطر دفتر پلاوي له دې مخکې په دغه غونډه کې د ګډون پرېکړه کړې وه؛ خو اوس امریکایانو او طالبانو د یادې ناستې په اړه، چې د افغان حکومت او روسیې په مدیریت به جوړیږي؛ څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسيې دفاع وزارت د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه د درقد ولسوالۍ پر اړوند سیمو د روسي الوتکو بریدونه رد کړي او هغه له حقيقته لیرې بولي.

قتیل زوی

تازه خبرونه

UNAMA issues latest rights report, notes ongoing challenges for women, girls and media

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۳)

The Special Rapporteur on the human rights situation in Afghanistan, Richard Bennett, urged the United Nations Human Rights Council to keep Afghanistan and its people at the forefront of its agenda.

“It is important to hold the Taliban (Islamic Emirate) to account for their policies and actions,” he told the UN rights body this week.

Bennett’s account coincided with the UN mission in Afghanistan’s (UNAMA) latest report on the human rights situation – covering the period from January to March 2024.

In its report, UNAMA said that while the new school year in Afghanistan commenced in April, it did so without the presence of Afghan girls in high schools.

The report also stated that an invitation to attend a ceremony in Kabul marking the commencement of the new academic year, issued to media by the Ministry of Education, specifically instructed women journalists not to attend, citing a “lack of proper place[s]” for women.

UNAMA did however point out that while they still received reports of the enforcement of the hijab instruction,such incidents significantly decreased after January 2024 with the cessation of the large-scale enforcement actions which took place between December 2023 and January 2024.

On the issue of freedom of media, UNAMA said the situation for journalists was “mixed”.

“Some journalists have reported an improvement in access to information with the appointment of spokespersons for de facto line departments at provincial level and the establishment of WhatsApp groups by some de facto entities to distribute information.”

However, journalists and media workers continue to operate in a challenging environment, with the media facing significant financial challenges, in addition to a range of restrictions imposed by the Islamic Emirate and the risk of arbitrary detentions.

Between January and March, at least four journalists were arrested, including one from Japan’s Kyodo news agency. All have since been released.

UNAMA stated however that threats to former government officials and former ANDSF members, including arbitrary arrest and detention, torture and ill-treatment and extrajudicial killings, continue to be reported to UNAMA Human Rights, despite the general amnesty announced by the Islamic Emirate.

On the death penalty and corporal punishment, UNAMA reported that the Islamic Emirate carried out three public executions of individuals sentenced to the death penalty.

“In all three instances, the de facto authorities stated that the death penalty was implemented in accordance with a sentence upheld by three de facto Courts (District, Appeal and Supreme) and approval by the Taliban leader,” the report read.

In response to the UNAMA report, Zabihullah Mujahid, spokesman of the Islamic Emirate, said that no one’s rights have been lost in Afghanistan, but Sharia rights of men and women in Afghanistan are secured and people have access to their rights more so now than before.

Mujahid called the UNAMA report baseless and said the report was not accurate.

Regarding the arrests of former government officials, Mujahid says no one has been arrested and there are no documents in this regard.

“In general, UNAMA’s reports are always full of propaganda and are meant to destroy public minds, and they do not have any documents to prove their claims,” added Mujahid.

Continue Reading

تازه خبرونه

د دفاع وزارت چارسمبالي د آذربایجان له سفیر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۳)

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد د چارشنبې پر ورځ د غویی پر دولسمه په کابل کې د آذربایجان سفارت له چارسمبالي سره د کتنې پرمهال  ویلي؛ د سفارت بیا پرانستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو مثبت ګام دی.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد یعقوب مجاهد ویلي: د دوه مسلمانو هېوادونو ترمنځ دوستي او مشترکات ډېر د ویاړ خبره ده.

محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د آذربایجان د سفارت بیا پرانستل یو مثبت ګام یاد کړ او څرګندوي: د دې اوږدمهاله اړیکو د ټینګښت لپاره مونږ غواړو، چې په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې همکارۍ ژر تر ژره پیل کړو.

د آذربایجان سفیر الهام محمدوف هم ویلي؛ مونږ چمتو یو، چې د اسلامي امارت او د دغه هېواد له خلکو سره د اړیکو د ټینګښت په برخه کې همکارۍ پراخې کړو.

Continue Reading

تازه خبرونه

ولس دې د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره همکاري وکړي – محمد خالد حنفي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت چارسمبالي نن چارشنبه په کابل کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د ملت د یووالي تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې ویلي: اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د خلکو د ستونزو د حل او د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره خدمت او همکاري وکړو.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه غونډه د اسلامي امارت د یو شمېر مسوولینو په حضور کې ترسره شوې ده.

محمد خالد حنفي په دې ناسته کې زیاته کړې: د جهاد موخه د اشغال خاتمه، خپلواکي ترلاسه کول او په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګول ول.

نوموړی وایي: دا د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې مونږ افغان ولس د پخوا په څېر خپلمنځي اختلافات نلرو، د یو رهبر تر امر او د اسلامي نظام د بیرغ ترسیوري لاندې ژوند کوو.

هغه ویلي: دا اسلامي نظام د خلکو نظام دی. خلک له دې نظام څخه جلا نه ګڼل کیږي او د نظام او خلکو ترمنځ هیڅ واټن نشته؛ نو له اسلامي نظام سره همکاري د ټولو خلکو شرعي دنده ده.

ویل کیږي، چې د ښځو د شرعي حقونو د خوندیتوب او ساتنې تر څنګ زرګونه شکایتونه دې وزارت حل کړي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!