Connect with us

تازه خبرونه

زمونږ مخالفین د افغان کډوالو په پنډغالو کې د ځان ملګري لټوي- باجوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان لوی درستیز ویلي، چې حقاني شبکه او د پاکستان وسلوال طالبان د افغان کډوالو په پنډغالو کې د ځان ملګري لټوي.

د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه د جرمني د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې تور لګولی، چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیمیږي.

باجوه د افغانستان کړکیچ ډېر پېچلی ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې افغان کډوالو د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښ کړی دی.

د نوموړي په وینا؛ د پاکستان پوځ القاعده، د پاکستانيو طالبانو تحریک او جماعت الحرار ډلې ماتې کړي، خو دغه ډلې اوس هم په افغانستان کې مرکزونه لري. مونږ اوس هم دوه اعشاریه اووه میلیون افغان کډوالو ته ځای ورکړی، چې د پاکستانيو طالبانو او حقاني شبکې لخوا کارول کیږي. مونږ غواړو، چې افغان کډوال له پاکستان څحه خپل هېواد ته ستانه شي.

باجوه دا هم ویلي، چې د ديورند کرښې د څارنې لپاره یې یو طرفه ګامونه اوچت کړي؛ خو ترهګر د نړۍ لپاره ګواښ دی، چې د مبارزې لپاره یې باید ټوله نړۍ یو موټی شي.

باجوه زیاته کړې؛ تېر کال په پاکستان کې شاوخوا یو سل و درویشت بریدونه تر سره شوي، چې په افغانستان کې تنظیم شوي وه. مونږ د افغانستان ستونزه درک کوو؛ نو، ځکه یې نه ملامتوو، خو په دې هم پوهیږو، چې د افغانستان ناامنيو مونږ ته زیان اړولی دی.

افغان چارواکي بیا وايي، چې ټولې ترهګرې ډلې په پاکستان کې دي او د پاکستان په ملاتړ پر افغانستان بریدونه کوي.

د ملي د فاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي؛ باجوه نه مني، چې ترورستان دې په پاکستان کې وي. د هغه په باور ترهګر خپل بریدونه له افغانستان څخه تنظیموي. ای کاش، چې پاکستان د ترورستانو له ملاتړه لاس واخلي؛ ځکه، چې دا نه یوازې د افغانستان په ګټه ده، بلکې پاکستان او نړۍ ته هم ګټه رسوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي، مونږ تل له امریکا غوښتي، چې د طالبانو او نورو ترورستانو مرکزونه په پاکستان کې دي او باید بمبارد شي. که داسې ونشي افغانستان به ناامنه وي.

افغانستان تل پاکستان ته د ملامتیا ګوته نیسي او له دغه هېواده غواړي، چې د افغان دولت د وسلوالو مخالفینو او نورو سخت دریځو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

خبریال: فواد ناصري

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!