ساینس او ټیکنالوژي
سایبري برید د اروپا درې لوی هوايي ډګرونه له ګډوډۍ سره مخ کړل
دا برید، چې د شنبې پر ورځ د سپټمبر پر شلمه پیل شو؛ د لندن هیترو، برلین برانډنبرګ او بروکسل هوايي ډګرونو کې یې ډیجیټل خدمات ګډوډ کړل او هوایي شرکتونه اړ شول، چې د سامانونو د چک کولو او غورځولو لپاره لاسي میتودونه وکاروي.
د اروپا په درې بوختو هوايي ډګرونو کې د رخصتیو پر مهال د کالینز هوایي شرکت د الوتنې سیسټم پر سایبري برید ګډوډ کړ، چې د مسافرینو د چک کولو او پورته کولو لپاره کارول کېده.
دا برید، چې د شنبې پر ورځ د سپټمبر پر شلمه پیل شو؛ د لندن هیترو، برلین برانډنبرګ او بروکسل هوايي ډګرونو کې یې ډیجیټل خدمات ګډوډ کړل او هوایي شرکتونه اړ شول، چې د سامانونو د چک کولو او غورځولو لپاره لاسي میتودونه وکاروي.
مسافرین له اوږدو کتارونو او پراخ ځنډ سره مخ شول.
د هوایي چلند شنونکي شرکت سیریوم د څرګندونو له مخې؛ یوازې د شنبې پر ورځ ۳۵ بهرنۍ او ۲۵ کورنۍ الوتنې لغو شوې، چې د بروکسل هوايي ډګر تر ټولو ډېر زیانمن شو.
ګډوډي د یکشنبې پر ورځ هم روانه وه، چې ۳۸ بهرنۍ او ۳۳ نورې کورنۍ الوتنې لغو شوې.
د بروکسل هوايي ډګر له هوايي شرکتونو څخه غوښتنه کړې؛ خپلې الوتنې د دوشنبې تر ورځې پورې نیمایي ته راټیټې کړي او خبرداری یې ورکړ، چې تر ۱۴۰ پورې نورې هم لغو کېدی شي.
کالینز هوایي شرکت ویلي، چې دوی د برید د خپرېدا د مخنیوي لپاره اغېزمن شوي سیسټمونه بېل کړي؛ خو د بشپړې رغېدو لپاره یې وخت ندی ورکړی.
په انګلستان، جرمني او بلجیم کې د سایبر امنیت ملي ادارې د پېښې په اړه څېړنه کوي؛ خو دا اوس هم روښانه نده، چې آیا دا برید د تاوان سافټویر و، د خدماتو د بندېدا برید و یا منظم دولتي عملیات.
اروپايي کمیسیون دا ګډوډي “جدي؛ خو منظم نه” وبلله؛ خو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې دا پېښه پر مرکزي ډیجیټل سیسټمونو د ډېرې تکیه کولو خطرونه پر ګوته کوي.
هوایی ډګرونو له مسافرینو څخه غوښتنه کړې، چې لږ تر لږه درې ساعته دمخه هوایي ډګر ته راشي او د الوتنې د تازه حالت توضیحاتو لپاره د هوایي شرکتونو وضعیت وګوري.
لکه څنګه، چې هوایي شرکتونه د مسافرینو د بیا الوتنې لپاره هڅه کوي؛ چارواکو خبرداری ورکړی، چې د ځنډ لړۍ ممکن تر راتلونکې اوونۍ وغځیږي.
ساینس او ټیکنالوژي
تېر کال په ټوله نړۍ کې انسانتهورته ۷۰۰۰روبوټونه پلورل شوي
د رویټرز د راپور له مخې؛ دغه نسبتاً کمه شمېره په داسې حال وړاندې شوې، چې په راتلونکو کلونو کې د انسانتهورته روبوټونو د بازار د چټکې پراختیا اټکلونه کېږي. چین هغه هېواد دی، چې د صنعتي روبوټونو تر ټولو لوی بازار لري. چین تېره میاشت د خپلو روبوټیکو لوبو په سیالیو کې د منډې او سوکوهنې وړتیا لرونکي انسانتهورته روبوټونه نندارې ته وړاندې کړل.
د نړیوالو روبوټیکو فډراسیون د راټولو شویو څرګندونو له مخې، تېر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷۰۰۰ انسانتهورته روبوټونه د صنعتي او مسلکي چوپړتیاوو لپاره پلورل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ دغه نسبتاً کمه شمېره په داسې حال وړاندې شوې، چې په راتلونکو کلونو کې د انسانتهورته روبوټونو د بازار د چټکې پراختیا اټکلونه کېږي. چین هغه هېواد دی، چې د صنعتي روبوټونو تر ټولو لوی بازار لري. چین تېره میاشت د خپلو روبوټیکو لوبو په سیالیو کې د منډې او سوکوهنې وړتیا لرونکي انسانتهورته روبوټونه نندارې ته وړاندې کړل.
د نړیوالو روبوټیکو فډراسیون د معیارونو له مخې؛ د انسانتهورته روبوټ د پېژندل کېدا لپاره روبوټ باید د انسان بڼه ولري او په هغه چاپېریال کې خپلواکه فعالیت وکړي، چې د انسانانو لپاره جوړ شوی وي. د پښو لرل په کې اړین نهدي.
د نړیوالو روبوټیکو فډراسیون هغه څرګندونې، چې رویټرز له خپرېدا مخکې کتلي؛ د هغې ټکنالوژۍ په اړه د صنعت پر کچه له لومړنیو ارزونو څخه دي، چې میلیارډونه ډالر پانګونه یې راجلب کړې او زړهراکښونکې نندارې یې وړاندې کړې دي.
دغه راز د فرانکفورټ مېشت نړیوالو روبوټیکو فډراسیون عمومي منشي سوزانه بیلر رویټرز ته ویلي، چې انسانټهورته روبوټونو شمېر اوس هم د نړۍ د ټولو روبوټونو د شمېر« یوازې یوه برخه» جوړوي.
د دغه شمېر پر پرتله په ۲۰۲۴ز.کال کې شاوخوا ۵۴۲ زره عادي صنعتي روبوټونه نصب شوي او اټکل کېږي، چې په همغه کال کې ۱۹۹ زره نور چوپړروبوټونه د لېږد، مېلمهپالنې او پاکولو لپاره پلورل شوي وي. د ۲۰۲۵ز.کال د صنعتي او چوپړروبوټونو شمېر به د سپټمبر پر څلیریشتمه خپرې شي.
بیلر زیاتوي؛ په ۲۰۲۵ز.کال کې د پلورل شویو انسانتهورته روبوټونو ډېری یې په تولیدي چارو کې نهکارېدل، بلکې څېړنیزو بنسټونو یا هغو شرکتونو پېرلي، چې د مصنوعي ځیرکتیا د ماډلونو د ښه کولو لپاره ترې د معلوماتو په راټولولو کې کار اخلي.
د نوموړې د څرګندونو له مخې: موټر جوړوونکي، چې د دغې ټکنالوژۍ له لومړنیو کاروونکو څخه دي؛ په خپلو کارخونو کې یې ازمایښتي پروژې پیل کړې دي او په هره کارخونه کې له څو څخه تر لسګونو پورې روبوټونه کاروي.
نړیوالو روبوټیکو فډراسیون له تېرو درې لسیزو راپدېخوا د روبوټیک صنعت شمېر راټولوي او د لومړي ځل لپاره یې د صنعتي او چوپړروبوټونو د ډېر لوی شمېر ترڅنګ د انسانتهورته روبوټونو د شمېر راټولول هم پیل کړي دي.
د امریکا د بانک نړیوالې څېړنې څانګه اټکل کوي، چې سږ کال به ۹۰ زره انسانتهورته روبوټونه ولېږدول شي او تر ۲۰۳۰ز.کال پورې به دغه شمېر ۱.۲ میلیون ته ورسېږي.
د نړیوالو روبوټیکو فډراسیون شمېر د عرضهکوونکو او د هېوادونو د صنعت د ټولنو پر معلوماتو ولاړ دي. په دې شمېر کې د مصرف کوونکو او پوځي انسانتهورته روبوټونه نهدي شامل او طبي روبوټونه جلا کټګوري ګڼل کېږي.
ساینس او ټیکنالوژي
مصنوعي ځیرکتیا ښايي بشریت ته ګواښ پېښ کړي – د م.م د بشري حقونو مسوول
ټورک د دوشنبې پر ورځ په ژنیو کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته د وینا پر مهال ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا په صنعت کې د ځینو کسانو لهخوا د دې ټکنالوژۍ د خطرونو په اړه راپورته شوې اندېښنې جدي نیسي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مسوول ولکر ټورک خبرداری ورکړی، چې پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا ښايي د بشریت پر وړاندې په یوه «شتونیز ګواښ» بدله شي او د دې ټکنالوژۍ د خوندیتوب او مصونیت لپاره یې د جدي تضمینونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
ټورک د دوشنبې پر ورځ په ژنیو کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته د وینا پر مهال ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا په صنعت کې د ځینو کسانو لهخوا د دې ټکنالوژۍ د خطرونو په اړه راپورته شوې اندېښنې جدي نیسي.
هغه زیاته کړې؛ مخکې له دې، چې ناوخته شي باید د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب او امنیت لپاره د پیاوړو تضمینونو د رامنځته کولو لپاره پراخې هڅې وشي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر زیاته کړې، د پیاوړو مصنوعي ځیرکتیايي سیسټمونو ناکامي یا ناوړه ګټه اخیستنه ښايي حیاتي بېخبناوې، خدمتونه، اړیکې او ډیموکراټیک بنسټونه ګډوډ کړي.
ټورک همداراز ویلي، چې یوازې یو شمېر کسان پر مصنوعي ځیرکتیا ډېر پراخ واک لري او له هېوادونو یې وغوښتل، چې د دې ټکنالوژۍ د پراختیا او کارونې په برخه کې پر روښانه «سرو کرښو» هوکړه وکړي.
هغه د خپلې وینا پر مهال دا هم ویلي؛ په اوکراین کې د روسیې لهخوا د بشپړ خپلواکه بېپیلوټه الوتکو د کارولو په اړه پر خپرو شویو راپورونو د « سختې وېرې» څرګندونه وکړه او د هغو وسلو د سمدستي بندیز غوښتنه یې وکړه، چې له انساني مداخلې پرته د خلکو د وژلو وړتیا لري. رویټرز دغه راپورونه په خپلواکه توګه تائید کړي نهدي.
دغه راز ټورک د ایران د اعدامونو پر زیاتېدا او پر اوکراین د روسیې د بریدونو پر پراخېدا نیوکه وکړه او د امریکا د کډوالۍ په توقیفخونو کې د شاوخوا ۲۳ کسانو د مړینې په تړاو هم د حساب ورکولو غوښتنه وکړه.
هغه ویلي، ملګري ملتونه باید د شخړو د تمویل په برخه کې د ښکېلو شرکتونو او اقتصادي ګټو رول هم په ډېر دقت وڅېړي.
هغه وایي، چې دغه بنسټ به د جګړو د پارولو تر شا د پټو لاملونو د رابرسېره کولو او له هغوی څخه د حساب ورکولو له غوښتنې شاتګ ونهکړي.
د ټورک دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا به د اوکټوبر تر اوومې د ایران د جګړې، د سوډان د شخړې او د نړۍ د نورو کړکېچونو څېړنه روانه وساتي.
ساینس او ټیکنالوژي
په یو کال کې ۲۰ میلیون ماشومان له انلاین جنسي ځورونې سره مخ شوي
د یونیسف د راپور له مخې؛ په افریقا، اسیا، لاتیني امریکا او ختیځه اروپا کې له ۱۲ څخه تر ۱۷ کلونو پورې د هرو پېنځه ماشومانو له ډلې له یوه څخه ډېرو لږ تر لږه یو ډول انلاین جنسي ناوړه ګټه اخیستنه یا استثمار تجربه کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق( یونیسف) ويلي، په ۲۱ هېوادونو کې شاوخوا ۲۰ میلیون ماشومان له یو کال راپدېخوا په انلاین نړۍ کې له جنسي ناوړه ګټې اخیستنې یا جنسي ښکېلاک( استثمار) سره مخ شوي دي. د دغو پېښو ډېره برخه په خواله رسنیو کې رامنځته شوې ده.
د یونیسف د راپور له مخې؛ په افریقا، اسیا، لاتیني امریکا او ختیځه اروپا کې له ۱۲ څخه تر ۱۷ کلونو پورې د هرو پېنځه ماشومانو له ډلې له یوه څخه ډېرو لږ تر لږه یو ډول انلاین جنسي ناوړه ګټه اخیستنه یا استثمار تجربه کړی دی.
شاوخوا ۱۵ میلیون ماشومان له ناغوښتل شوي جنسي منځپانګې سره مخ شوي، ۹ میلیون ماشومان له جنسي خبرو یا د جنسي انځورونو لېږلو ته اړ شوي او د شاوخوا ۴ میلیون ماشومانو جنسي انځورونه یې له رضایت پرته خپاره شوي دي.
یونیسف ویلي، په ټوله نړۍ کې له ورته ناوړه ګټه اخیستنې سره د مخ کېدونکو ماشومانو شمېر ښايي لسګونو میلیونونو ته ورسېږي.
دا څېړنه په دې برخه کې له سترو څېړنو څخه بلل شوې ده؛ معلومات یې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ۲۱ هېوادونو کې د شاوخوا ۲۱ زره انټرنېټ کاروونکو ماشومانو له نظرپوښتنو راټول شوي، چې پاکستان، کینیا، برازیل او سربیا هم په کې راغلي دي.
ډېری پېښې په خواله رسنیو کې
یونیسف وايي، د ناوړه ګټه اخیستنې نږدې ۶۰ سلنه پېښې په خواله لکه: فیسبوک، واټساپ، انسټاګرام، سناپچټ او ټیکټاک کې شوې دي. شاوخوا ۱۴ سلنه پېښې هم په انلاین لوبو کې رامنځته شوې دي.
د فیسبوک، واټساپ او انسټاګرام د مالک شرکت میټا ویلي، د دغو نظرپوښتنو یوه برخه د ۲۰۲۰ کال اړوند ده؛ هغه مهال د تنکیو ځوانانو د خوندیتوب لپاره د نننیو امنیتي اقداماتو ځینې برخې پلې شوې نهوې.
سناپچټ او ټیکټاک هم ویلي، چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د خوندیتوب لپاره یې په خپلو شبکو کې بېلابېل امنیتي تدابیر پلي کړي دي.
د یونیسف راپور ښيي، چې له نیمایي څخه په ډېرو پېښو کې ناوړه ګټه اخیستونکی هغه کس و، چې ماشوم له مخکې پېژانده؛ لکه ملګری، د کورنۍ غړی یا عاطفي ملګری. په ۳۸ سلنه پېښو کې ماشوم له ناوړه ګټه اخیستونکي سره د لومړي ځل لپاره په انلاین نړۍ کې مخ شوی و.
همدارنګه، له یوې سلنې څخه هم په کمو پېښو کې پولیسو، ټولنیزو کارکوونکو یا د مرستې کرښو ته راپور ورکړ شوی دی.
د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ناوړه ګټې اخیستنې اندېښنه
یونیسف د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ناوړه ګټې اخیستنې د زیاتېدا په اړه هم خبرداری ورکړی دی. په ۹ هېوادونو کې شاوخوا ۱.۱ میلیون ماشومانو ویلي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو یې د دوی د څېرو په وسیله جعلي جنسي انځورونه یا ویډیوګانې جوړې شوې دي.
د راپور له مخې؛ هغه ماشومان چې له انلاین جنسي ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ شوي، د نورو ماشومانو پر پرتله شاوخوا څلور برابره ډېر د ځانوژنې یا ځان ته د زیان رسولو فکر راپور کړی دی او د هغوی د اندېښنې کچه هم لوړه وه.
د یونیسف اجرائیوي مشرې کاټرین راسل ویلي، ډېری ماشومان له داسې تجربو وروسته له سخت روحي او رواني فشار سره مخ کېږي او په چوپتیا کې کړاو ګالي.
یونیسف له حکومتونو او د ټکنالوژۍ له شرکتونو غوښتي، چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره امنیتي تدابیر پیاوړي کړي؛ د انلاین ناوړه ګټې اخیستنې او د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د جوړېدونکو منځپانګو اړوند قوانین نوي کړي او د ماشومانو د ملاتړ او د پېښو د راپور ورکولو سیسټمونه ښهکړي.
-
تازه خبرونه5 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه5 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ5 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
تازه خبرونه5 days agoد قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ2 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
لوبی2 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
