Connect with us

تازه خبرونه

سراج الدین حقاني په کابل کې د سعودي عربستان له شارژدافیر سره وکتل

عبدالمتین قانع په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې سراج الدین حقاني د سعودي عربستان شارژدافیر ته په خپلو کارونو کې د بریالیتوب هیله وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو اسلامي او تاریخي اړیکو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

خپور شوی

د

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د دغه وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت له شارزژدافیر فیصل طلق البقمي سره وکتل.

عبدالمتین قانع په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې سراج الدین حقاني د سعودي عربستان شارژدافیر ته په خپلو کارونو کې د بریالیتوب هیله وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو اسلامي او تاریخي اړیکو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

د قانع د څرګندونو له مخې؛ فيصل طلق البقمي هم له افغان حکومت سره د اړيکو د پراختيا ژمنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ګډو اسلامي او فرهنګي ارزښتونو پر بنسټ د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کار‌پنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ

د دې نوې هوکړې له مخې، دا بودجه به د افغانستان د خصوصي سکټور د ثبات پروګرام ملاتړ وکړي، چې موخه یې د کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ وده، د افغان کار‌پنځوونکو( متشبثینو) هڅونه او مالي خدمتونو ته د لاسرسي پراخول دي.

Published

on

اروپایي ټولنې او د نړیوال مالي شرکت (IFC) د نړیوال بانک ډلې له غړیو سره د همږۍ له مخې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره د ۵ میلیون یورو پر ارزښت یو نوی پروګرام پیل کړی دی.

د دې نوې هوکړې له مخې، دا بودجه به د افغانستان د خصوصي سکټور د ثبات پروګرام ملاتړ وکړي، چې موخه یې د کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ وده، د افغان کار‌پنځوونکو( متشبثینو) هڅونه او مالي خدمتونو ته د لاسرسي پراخول دي.

دا نوښت د اروپايي ټولنې او نړيوال بانک د پراخو همکاريو يوه برخه ده، چې موخه يې په افغانستان کې د خصوصي سکټور پر بنسټ پراخې اقتصادي ودې ته وده ورکول دي. په دې پروګرام کې د ښځو، ځوانانو او راستنېدونکو اقتصادي ګډون ته ځانګړې پاملرنه شوې او د خصوصي سکټور له فعالانو سره به د سوداګريز چاپېريال د ښه کولو او د دوامدارو معيشتي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره نږدې همکاري وشي.

ټاکل شوې، چې دا پروګرام له راتلونکې مياشتې پيل او د ۴۲ مياشتو لپاره به روان وي. د دې پروګرام اصلي تمرکز پر پېنځه بنسټیزو برخو دی، چې په کې د خصوصي سکټور د همغږۍ او ملاتړ پياوړتيا، د کوچنيو سوداګريو او نويو شرکتونو لپاره د ظرفیت لوړول، د مالي شموليت ښه‌والی، د کاري فرصتونو لپاره د خصوصي پانګې جذب او د خصوصي سکټور د پراخ ګډون له لارې د ښځو د اقتصادي مشارکت زياتېدا شامل دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالی ورنيکا بوسکووېچ پوخار ويلي؛ دا نوښت د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د اروپايي ټولنې د هر اړخيزې ژمنې څرګندونه کوي، چې له بشردوستانه مرستو نيولې تر اوږدمهاله اقتصادي بيارغونې پورې پراخې هڅې رانغاړي.

همدارنګه د نړيوال بانک د منځني ختيځ، پاکستان او افغانستان لپاره سيمه‌ييز مدير خواجه آفتاب احمد ټينګار کړی، چې دا هوکړه د افغان کار‌پنځوونکو د ملاتړ لپاره د ګډې ژمنې څرګندونه ده.

ویل کیږي، چې د سوداګريزو کارونو پياوړتيا د خلکو د معيشـت د ساتنې او ان د اوسنیو ننګونو تر سختو شرايطو لاندې د هېواد د اقتصاد د باعزته بيارغونې يوه عملي لار هم ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: د ډګرنیو واقعیتونو له مخې پر اړیکو ټینګار 📽️

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۵, ۱۴۰۴

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د ولسونو تر څنګ اوږه پر اوږه درېدلی دی – ابراهیم صدر

د پنجشېر ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حقمل سعد د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال ابراهیم صدر ویلي: اوس هغه وخت رارسېدلی، چې اسلامي امارت د ولسونو تر څنګ اوږه پر اوږه ودریږي؛ د خلکو ستونزې او مشکلات واوري، ولس ته شته امکانات او آسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی رښتینی خدمت ترسره کړي.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت امنیتي چارو مرستیال ابراهیم صدر د یوه پلاوي پر مشرۍ پنجشېر ته په سفر کې د دې ولایت د والي محمدآغا حکیم په ګډون له حکومتي رییسانو، علماوو کرامو، قومي مشرانو او ولسي استازو سره یوه ګډه ناسته ترسره کړې ده.

د پنجشېر ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حقمل سعد د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال ابراهیم صدر ویلي: اوس هغه وخت رارسېدلی، چې اسلامي امارت د ولسونو تر څنګ اوږه پر اوږه ودریږي؛ د خلکو ستونزې او مشکلات واوري، ولس ته شته امکانات او آسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی رښتینی خدمت ترسره کړي.

هغه زیاته کړې: اسلامي امارت د مجاهدینو او ولسونو د سرښندنو پایله ده.

نوموړي د پنجشېر ولایت مسوولانو ته په خطاب کې ویلي: ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته  سفرونه کوئ؛ له خلکو سره به مخامخ ګورئ، د هغوی ستونزې او مشکلات به اورئ او ورته به پخپل وخت رسېدنه کوي.

نوموړي ټینګار کړی: مسوولان دې د خپل پرسونل د لیکو چاڼولو ته پوره پاملرنه وکړي او هغه منفورې څېرې او اشخاص، چې ولس او نظام ته ګټه نه‌رسوي؛ له لیکو لرې کړي، ځکه دا ډول کسان د فتنې او فساد سبب ګرځي.

دغه راز یې د یونیفورم؛ صورت او سیرت پر برابرولو هم ټینګار وکړ او وایي: ټولو منسوبینو ته لازمه ده، چې خپل رسمي یونیفورم رعایت کړي؛ ځکه د هر اورګان ځانګړی یونیفورم ټاکل شوی او دا د اسلامي امارت د رهبر سپارښتنه هم ده.

نوموړي زیاته کړې، چې لومړی به مسوولان خپل سیرت او صورت د سنت پر طریقه برابروي.

د نشه‌یي توکو په اړه نوموړي وویل: په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کچه صفر ته راټیټه شوې ده؛ استعمال، کښت، قاچاق او پلور یې بشپړ بند دی او د مخنیوي لپاره به نظام او ولس ګډ کار کوي.

ویل کیږي، چې یاد پلاوي د پنجشېر ولایت د امنیه قومندانۍ له اړوند ادارو او مدیریتونو هم لیدنه وکړه او د چارو د ښه‌والي لپار یې اړوند مسوولانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!