Connect with us

نړۍ

شمالي کوریا د هغه امریکايي سرتېري په اړه چوپه خوله پاتې ده، چې له پولې ورتېر شوی

خپور شوی

د

شمالي کوریا خپلې سختې پیاوړې پولې ته د یوه امریکایي سرتېري د ننوتلو په اړه چوپه خوله پاتې ده؛ خو د چارشنبې پر ورځ یې د وسلو په وروستي نندارتون کې د لنډ واټن ویشتونکيو توغنديو ازموینه وکړه.

نږدې یوه ورځ وروسته له هغې، چې امریکایي سرتېری تراویس کینګ د پانمونجوم سرحدي کلي ته د خپل سفر په بهیر کې شمالي کوریا ته ننوت؛ خو تر دې دمه یې د برخلیک په اړه څه نه‌دي ویل شوي. هغه لومړنی امریکایی وګړی دی، چې له تېرو نږدې پېنځه کلونو راپدیخوا په شمالي کوریا کې نیول شوی دی.

په جنوبي کوريا کې د شمالي کوريا د څېړنیز پوهنتون ریيس يانګ مو جين ويلي: شمالي کوريا به ښايي دغه سرتېری په لنډ‌مهال کې د تبليغاتي موخو لپاره او بيا په منځني او اوږد‌مهال کې د سوداګرۍ د وسيلې په توگه وکاروي.

۲۳ کلن تراویس کینګ د برید پر تور د جنوبي کوریا په یوه زندان کې شاوخوا دوه میاشتې تېرې کړې وې. هغه د جولای پر ۱۰ خوشې شو او ټاکل شوې وه، چې د دوشنبې پر ورځ تکزاس ته واستول شي، چې له نورو مجازاتو سره هم مخ شي.

هغه تر ګمرک بدرګه شو؛ خو الوتکې ته له پورته کیدو مخکې له هوايي ډګره ووت.

د تراویس کینګ مور کلادین ګیتس ای بي سي نیوز ته څرګنده کړې، هغه حیرانه شوه، چې کله یې واورېدل زوی یې شمالي کوریا ته تللی دی.

د هغه مور کلادین ګیتس ویلي، چې د امریکا پوځ د سې شنبې پر سهار شمالي کوریا ته د هغه له ورننوتو خبر ورکړ.

هغې دا هم ویلي؛ زوی یې پر وروستی ځل څو ورځې مخکې ورته وویل، چې هغه به ډېر ژر تکزاس ته ورستون شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پییر ویلي، د امریکا حکومت له شمالي کوریا سره د دې پېښې د حل لپاره کار کوي.

د امریکا پر مشرۍ د ملګرو ملتونو قومندانۍ د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې ګومان کیږي امریکايي سرتېری د شمالي کوریا په بند کې وي.

دا په داسې حا کې ده، چې د امریکا دفاع وزیر لوید آستن په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: مونږ وضعیت له نږدې څارو او په اړه یې څېړنې کوو. دا مسله به په راتلونکیو څو ورځو او ساعتونو کې پراخه شي او مونږ به بیا تاسې ترې خبر کړو.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!