تازه خبرونه
طالبانو په ۱۰۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ حکومتي ودانۍ ویجاړې کړي – حکومت
د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو کمیسیون مشر نادر نادري وایي، چې وسلوالو طالبانو په وروستیو اوونیو کې لږ تر لږه ۱۰۶ ولسوالیو ۲۶۰ حکومتي ودانۍ ویجاړې او یا سوځولي دي.
د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو کمیسیون مشر نادر نادري نن پنجشنبه د چنګاښ ۲۴ یوې خبري ناستې ته یو لړ موندنې وړاندې کړې او څرګندوي، چې ۲۶۰ حکومتي ودانۍ یې ورانې کړي، د ملکي خدمتونو پنځوس زره کارکوونکي یې زیانمن کړي، ۱۱۲ پراختیایي پروژې یې درولي او په ۳۵ ولسوالیو کې یې پنځوس سلنه عامه ادارې لوټ او غلا کړي دي.
هغه ویلي: طالبانو د درې میاشتني اوربند وړاندیز کړی؛ خو په بدل کې یې د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د هغو د یو شمېر مشرانو د نومونو لرې کولو او د ۷۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
نادر نادري ویلي، چې دا شرایط ډېر درانده دي او د اووه زره بندیانو خوشې کول، چې خوشې کېدنې یې په تېرو کې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.
د نادر نادري موندنې ښيي؛ طالبانو په تر خپل ولکې لاندې سیمو کې وېره خپره کړې او د ملکي خدمتونو څلور زره کارکوونکي بې ځایه شوي، چې عاملین یې باید د نړیوالو قوانینو له مخې عدالت ته راکاږل شي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي، چې طالبانو د کندوز، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو په ځینو سیمو کې خپل قوانین لګولي او سړیو ته یې ویلي، چې پګړۍ پر سر او ږیره هم پرېدي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ ویلي، چې طالبانو تر خپل کنترول لاندې سیمو کې پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي او سړیو ته یې د پګړیو پر سر کولو او ږیرو پرېښودو امر کړی؛ خو طالبان دا خبرې ردوي.
د افغانستان د سمون غوښتونکیو بهیر مرستیاله حسینه رفیع ټینګار کوي، چې د خپلو لپاره مبارزه کوي او نه ترې په شا کیږي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د رپوټ له مخې: د چنګاښ په ۱۵ لومړیو ورځو کې د جګړې شدت سبب شو، چې ۱۹۱ کسان ژوند وبایلي، چې ۱۴۸ یې نرینه، ۱۴ ښځې او نهه ویشت ماشومان دي. دغه راز ۱۰۵۹ کسان، چې ۵۴۸ یې نرینه، ۱۱۷ یې ښځې او ۳۹۴ ماشومان دي، ټپیان شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بادغیس والي حسام الدین شمس د څرګندونو له مخې؛ طالبانو په بادغیس کې د مشرانو او مخورو پر منځګړیتوب اوربند کړی، جګړه یې پای ته رسولې او د قلعه نو له شاوخوا سیمو وتلي دي؛ خو طالبانو په دې اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمالالدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشهيي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشهيي توکو په قاچاق کې پانګونه ونهکړي.
دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمهییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.
دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.
چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.
د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.
د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.
د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.
چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.
تازه خبرونه
په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.
محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
-
لوبی5 days agoهند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
څار4 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
-
تحول4 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
