تازه خبرونه
طالبانو زلمي خلیلزاد ته د ۸۲ طالب زندانیانو نوملړ سپارلی
طالبانو د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د آزادیدو په بدل کې د خپلو دوه اتیا بندیانو نوملړ زلمي خلیلزاد ته سپارلی دی.
د افغانستان سولې په بهیر کې یوه نوې دروازه پرانیستل شوې، چې پر پرمختګ یې یوازې خلیلزاد او طالبانو هوکړه کړې او د افغان حکومت پر مزاج چندان ښه نده لګېدلې.
داسې ښکاري، چې د حقاني شبکې له منګولو څخه د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د خلاصولو لپاره زلمی خلیلزاد د ۸۲ طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره کابل ته راغلی وي.
طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، په دې ۸۲ کسانو کې د طالبانو بندیان په درې برخو وېشل شوي، چې ځينې یې د بګرام، ځینې یې د څرخي پله په زندانونو او پاتې نور یې په کابل ښار کې د امنیتي بنسټونو تر کلکې څارنې لاندې بندیان دي، چې ډېر یې د طالبانو کلیدي چارواکي دي.
سیاسي فعال وحید مژده ویلي؛ په دې نوملړ کې د طالبانو والیان، قومندانان او کلیدي څېرې د انس حقاني او حافظ رشید په ګډون شته، چې د بګرام، څرخي پله او ملي امنیت په زندانونو کې بندیان دي.
په داسې حال کې، چې خلیلزاد د افغانستان د امریکایي پوهنتون د دوه بندي استادانو د خلاصولو په هڅه کې دی؛ د ملي امنیت شورا سلاکار په کابل کې د روسیې له سفیر سره کتلي او د سولې په بهیر کې یې پر ملي او سیمه ییزې اجماع ټینګار کړی دی.
د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ویلي؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره د دې بندیانو د خلاصولو غوښتنه راپورته کړې، چې وکړای شي د سولې خبرو اترو بیا پیل آسانه کړي.
نړۍ د سولې په بهیر کې د زلمي خلیلزاد او افغان حکومت د تازه اقدام په تمه ده.
ناتو هم ویلي، ناتو د افغانستان په اړه هره نوې پرېکړه د خپلو متحدینو په مشوره کوي.
د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي، چې که ناتو په افغانستان او یا بل ځای کې د یوه ستر او یا نوي ماموریت لپاره نوې پرېکړه وکړي؛ مونږ د ټولو متحدینو هوکړې ته اړتیا لرو.
مخکې له دې زلمي خلیلزاد په اسلام آباد کې د طالبانو له استازیو سره د افغانستان د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د خلاصولو پر لارو چارو خبرې کړې وې.
باور کیږي، چې پاکستان ته د زلمي خلیلزاد وروستی سفر او د هغه هېواد د پوځ له لوی درستیز سره یې لیدنه له همدې مورد لیرې نده.
تازه خبرونه
تاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ
مهرالدین په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې تاجکستان او افغانستان د خپلې ګډې پولې په اوږدو کې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره همغږي دي.
د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین په یوه خبري کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د ستونزو له په پام کې نیولو سره افغانستان خپلې مرستې زیاتې کړي.
مهرالدین په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې تاجکستان او افغانستان د خپلې ګډې پولې په اوږدو کې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره همغږي دي.
هغه یادونه کړې، چې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي سیمو وسلوال بریدونه او جرمي فعالیتونه ډېر شوي دي.
هغه وایي؛ افغان چارواکو تاجکستان ته ډاډ ورکړی، چې دوی به د پېښو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي او د هر ډول سرغړونې په اړه به بشپړه څېړنه وشي.
مهرالدین ټینګار کړی، چې تاجکستان په افغانستان کې د ټولنیز-اقتصادي شرایطو د ښه کولو لپاره د رغنده نړیوالو تعاملاتو ملاتړ کوي.
هغه ویلي: تاجکستان په ۲۰۲۵ ز.کال کې افغانستان ته له ۶۰ زره ټنو ډېرې بشري مرستې، چې خوراکي او اړین توکي په کې ول؛ چمتو کړي دي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي یادونه هم کړې ده. تاجکستان سرحدي بازارونه بیا پرانیستي او افغانستان ته د برښنا رسولو یې هم روان ساتلي دي.
تاجکستان او افغانستان له ۱۳۰۰ کیلومټرو څخه ډېره ګډه پوله لري.
د تاجکستان د ولسمشرۍ د مخدره توکو د کنټرول څانګې مشر ظفر صمد ویلي، چې تېر کال له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د مخدره توکو له قاچاق وړونکو سره ۱۷ نښتې شوې، چې په کې دوه تاجک سرتېري او ۱۰ افغانان وژل شوي دي.
تازه خبرونه
افغانستان «غوړه ګوله» نه، بلکې د «زقوم ونه» ده
هغه زیاته کړې:« تاریخ ګوا دی، چې افغانستان غوړه ګوله نه، بلکې د زقوم ونه ده» چې نوي زېږېدلي ماشومان یې هیڅکله هضمولی نشي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملي دفاع وزارت د سرتېرو په فراغت غونډه کې خبرداری ورکړ، چې «افغانستان چاته ضرر رسول نه غواړي او نه یې له چا مني؛ خو که څوک ناوړې اراده ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي.»
هغه زیاته کړې:« تاریخ ګوا دی، چې افغانستان غوړه ګوله نه، بلکې د زقوم ونه ده» د مُعَمَّرو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړې، چې نوي زېږېدلي ماشومان یې هیڅکله هضمولی نشي.
هغه له افغانستان سره د هېوادونو په سیاسي او اقتصادي تعامل هم ټینګار څرګند کړ.
ملا برادر ویلي: “زه باور لرم؛ د هېوادونو لپاره دا غوره ده، چې د اسلامي امارت د ارزښتونو او اصولو په چوکاټ کې د سیاسي او اقتصادي تعامل لپاره هڅه وکړي. هغه انرژي او سرچینې، چې د یو بل په ویجاړولو کې ضایع کیږي؛ د یو بل په ملاتړ او د ګډو ټکو په پیاوړتیا کې غوره مصرف کیږي.”
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني ویلي؛ «د اسلامي امارت سیاست کاذب ندی؛ ننني افغانستان خپلې پالیسۍ پر هغو بنسټونو بناء کړي، چې اساس یې اسلامي شریعت دی.»
ملا برادر په اقتصادي ډګر کې پانګوالو ته زیری ورکړی، چې « اسلامي امارت به په راتلونکو څو ورځو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نویو سکټورونو کې د پانګونې کچې ته پر کتو له یوه څخه تر پېنځه کلونو بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي.
نوموړي ویلي؛ دا معافیت «به له یوه لوري د نویو سکټورونو پر پښو د درېدو او چټکې ودې سبب وګرځي او له بلې لوري به د هېواد د اقتصادي پایې په ګرځولو او خود کفایۍ کې د پام وړ اغېز ولري.»
تازه خبرونه
د ۲۰۲۵ ز.کال په وروستیو ۳ میاشتو کې ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي – یوناما
یوناما زیاته کړې؛ دغه راز د خپلسرو نیولو او بندیانولو ۲۸ پېښې او د پخواني افغان حکومت له چارواکو او ځواکونو سره د ځورونې او بد چلند لږ تر لږه اووه قضیې ثبت شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو درې میاشتو کې د افغان حکومت ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي دي.
یوناما زیاته کړې؛ دغه راز د خپلسرو نیولو او بندیانولو ۲۸ پېښې او د پخواني افغان حکومت له چارواکو او ځواکونو سره د ځورونې او بد چلند لږ تر لږه اووه قضیې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې: د پخواني حکومت هغه چارواکي او ځواکونه، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي؛ د هغو کسانو په ډله کې ول، چې د غیرقانوني وژنو، خپلسرو نیولو او ځورونو سره مخ شوي دي.
په راپور کې د ښځو پر کار او حرکت بندیزونو، اعدامونو، دُرو وهلو او د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو بندولو ته هم نغوته( اشاره ) شوې ده.
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه بلوچستان کې له خونړیو نښتو وروسته د پاکستان پوځ خپل هوایي بریدونه بریالي وګڼل
-
تازه خبرونه4 days agoازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ ډګرنۍ چارې پیلوي
-
لوبی5 days agoپه آسیا ملتــونو جام کې افغـــانستان جـــاپـــان تـــه خپله څلورمه لوبه وبایلله
-
تازه خبرونه3 days agoد متحده عربي اماراتو له بندخونو يوشمېر افغان بندیان خوشې شول
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې دې ترهګریز ګواښ په پام کې ونیول شي – چین
-
نړۍ3 days agoد جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
-
تازه خبرونه4 days agoد نشهیي توکو پر وړاندې په مبارزه کې د سیمهییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو
