Connect with us

لوبی

عمرزی د بنګله دېش پر وړاندې ډېر ښه وځلېد

عمرزي د بنګله دېش د درې اړینو ویکټو پر ګټلو د بنګله‌دېش د توپ‌وهنې بنسټ ولړزاوه او بیا یې پخپلو چټکو منډو د افغانستان لپاره د منډو ټاکل شوی ۲۲۲ هدف پوره او ۴۰ چټکې منډې یې جوړې کړې.

خپور شوی

د

عظمت الله عمرزی په ابوظبي کې د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې پر مهال زړهراکښونکې توپ‌وهنه او توپ‌اچونه وکړه او بنګله دېش ته یې د پېنځه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.

عمرزي د بنګله دېش د درې اړینو ویکټو پر ګټلو د بنګله‌دېش د توپ‌وهنې بنسټ ولړزاوه او بیا یې پخپلو چټکو منډو د افغانستان لپاره د منډو ټاکل شوی ۲۲۲ هدف پوره او ۴۰ چټکې منډې یې جوړې کړې.

افغانستان په اته‌څلوېښتم اور کې لوبه وګټله؛ لوبډلمشر حشمت الله شاهیدي ۳۴ منډې جوړې کړې او محمد نبي پخپله شپږیزه لوبه پای ته ورسوله.

راشد خان لومړنی افغان شو، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۰۰ ویکټې ترلاسه کړې. په داسې حال کې، چې رحمت شاه هم د ۴۰۰۰ منډو هدف پوره کړ.

راشد د بنګله دېش د لوبډلمشر مهدي حسن میراز په ګډون درې ویکټې واخیستې.

بنګله دېش په ۴۸.۵ اورونو کې پر ۲۲۱ منډو وسوځېد.

ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز ښه پیل وکړ؛ خو له دوه ویکټو وروسته رحمت شاه او ګربز د ۵۰ منډو لوبه مساوي کړه او بیا عمرزي بریا ته لار اواره کړه.

له دې بریا سره افغانستان په لړۍ کې ۱ـ۰ مخکښ شو.

لوبی

افغانستان لوبډلې سعودي عربستان ته پر ماته ورکولو د آسیاجام سیالۍ پیل کړې 

په دې لوبه کې د افغانستان لومړني دوه ګولونه د رضا حسین پور او وروستۍ ګول د امید قنبري له‌خوا ووهل شول.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په انډونیزیا کې د ۲۰۲۶ آسیا جام د فوټسال سیالیو په لومړۍ لوبه کې سعودي عربستان ته ۳ پرصفر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې د افغانستان لومړني دوه ګولونه د رضا حسین پور او وروستۍ ګول د امید قنبري له‌خوا ووهل شول.

افغانستان به د جمعې پر ورځ په خپله راتلونکې لوبه کې له مالیزیا سره مخ شي او سعودي عربستان له ایران سره لوبه وکړي.

آریانا ټلویزیون به د آسیا فوټبال سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.

Continue Reading

لوبی

د ۲۰۲۶ فوټسال آسیا جام د لومړۍ ورځې لوبو ته لنډه کتنه

د دې ورځې یوه زړه‌راکښونکې سیالي د B ګروپ لوبه وه، چې په کې ویټنام د کویټ پر وړاندې د ۵ پر ۴ بریا خپله کړه.

Published

on

د ۲۰۲۶ فوټسال آسیا جام ګروپي پړاو د سې‌شنبې پر ورځ( د سلواغې اوومه / د جنوري اووه‌ویشتمه) د انډونیزیا په جاکارټا کې د ۱۶ لوبډلو له زړه‌راکښونکو لوبو سره پیل او هرې لوبډلې د ویاړونو د ترلاسه کولو لپاره خپله مبارزه تر سره کړه.

د دې ورځې یوه زړه‌راکښونکې سیالي د B ګروپ لوبه وه، چې په کې ویټنام د کویټ پر وړاندې د ۵ پر ۴ بریا خپله کړه.

کویټ په لومړۍ نیمایي کې ۳ پر ۲ مخکښ و؛ خو ویټنام د دوه‌یمې نیمایي پر اړینو ګولونو د خپلې لومړۍ لوبې درې نمرې خپلې کړې.

دې پایلې ویټنام له رواني ډاډه کړ؛ ځکه، چې دوی ټایلینډ او لبنان ته له ورته پیاوړو لوبډلو سره په یوه ګروپ کې دي.

د ویټنام لوبڅار دیګو ګیوستوزي له لوبې وروسته د خپلې لوبډلې له ټینګار ستاینه وکړه او څرګندوي، چې لوبډله پر پښو د درېدو لپاره وخت ته اړتیا لرله؛ خو وروسته یې توپ‌ساتنې او همغږي‌برید ته پاملرنې د لوبې بهیر بدل کړ.

د پرانیستې ورځې نورې لوبې

د پرانیستې ورځې په نورو سیالیو کې، تایلینډ په Bګروپ کې لبنان ته د صفر پر پایله ماتې ورکړه.

په ‌Aګروپ کې عراق د قرغیزستان پر وړاندې د ۴ پر۲ بریا خپله کړه او کوربه هېواد انډونیزیا د جنوبي کوریا پر وړاندې د ۵ پر صفر بریا خپله کړه.

ژوندۍ او ځانګړې خپرونه

په ټول افغانستان کې به د سپورټ مینه‌وال د دې سیالیو له کومې شېبې بې‌برخې نشي.

آریانا ټلوېزیون به د ۲۰۲۶ فوټسال آسیا جام سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه په ټول هېواد کې خپرې کړي.

د خپرونو د مهالوېش، د لوبو د وختونو او نورو جزئیاتو لپاره مینه‌وال کولی شي د آریانانیوز او آریانا ټلوېزیون رسمي ټولنیزې پاڼې وګوري.

Continue Reading

لوبی

د لوبغاړو ملي لاسته‌راوړنې د ملي یووالي پایله ده

نوموړي په دغو مراسمو کې ویلي، چې د سیاست، اقتصاد، امنیت او سپورټ په برخو کې د افغانستان اوسنۍ لاسته‌راوړنې د ملت د یووالي او همغږۍ پایله ده.

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۷, ۱۴۰۴

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له مډال ګټونکو لوبغاړو څخه د ستاینې په مراسمو کې د هېواد له لوبغاړو څخه د هر اړخیز ملاتړ ډاډ څرګند کړ او له ملت یې غوښتي، چې د دې ویاړ له رامنځته کوونکي قشر څخه پوره ملاتړ وکړي.

نوموړي په دغو مراسمو کې ویلي، چې د سیاست، اقتصاد، امنیت او سپورټ په برخو کې د افغانستان اوسنۍ لاسته‌راوړنې د ملت د یووالي او همغږۍ پایله ده.

هغه په نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبغاړو ځلېدا د هېواد د ټولو وګړو ګډ ویاړ او سرلوړي بللې ده.

د مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ د هېواد د سپورټ ادارې هغه لوبغاړي، چې د بحرین د ځوانانو په سیالیو او د ریاض د اسلامي هېوادونو د پیوستون په لوبو کې یې مډالونه خپل کړي؛ د موټرو پر ډالۍ کولو وستایل.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!