تازه خبرونه

قزاقستان او ازبکستان له افغانستان سره پر سیمه ییزو اړیکو ټینګار څرګند کړ

د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، چې هېواد یې پخوا افغانستان ته د یو ګواښ پر سترګه کتل؛ خو اوس ورته د یوه فرصت پر سترګه ګوري.

Published

on

د اقزاقستان پر کوربتوب د افغانستان په اړه د تماس سیمه‌ییزې ډلې ځانګړې غونډه ترسره شوه، چې په کې د منځنۍ آسیا( قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان ) د هېوادونو استازو ګډون کړی و.

د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، چې هېواد یې پخوا افغانستان ته د یو ګواښ پر سترګه کتل؛ خو اوس ورته د یوه فرصت پر سترګه ګوري.

هغه له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې قزاقستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د یوه پله حیثیت لري.

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف هم په دې غونډه کې ویلي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه به ډېر ژر په افغانستان کې د ګډو پروژو پلي کولو او د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراخولو پر لوري حرکت وکړي.

دا غونډه د ګاونډ هېوادونو د هڅو ښکارندویي کوي، چې له افغانستان سره د همکارۍ فرصتونه ترلاسه او سیمه‌ییز ثبات او پرمختګ پیاوړی کړي.

Trending

Exit mobile version